په لوګر کې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله ژمی ډېر سوړ دی. د بې وزلۍ له امله ډېری کورنۍ د سون توکو له پېرلو پرته له یخنۍ سره مخ دي؛ خو سېلاب ځپلې کورنۍ چې په ازاده فضا کې تر خېمو لاندې ژوند کوي د لومړنيو اسانتياوو د نشتوالي له امله سخته يخني تېروي.
د لوګر په خوشي دره کې د سږ کال د اوړي ویجاړوونکو سېلابونو ډېر زیانونه واړول؛ دا داسې طبیعي ناورین و چې تېرو لسیزو کې کم ساری بلل شوی و. سېلابونو په خوشي دره کې زيات شمېر کلي تر اوبو لاندې او اوسېدونکي يې بې کوره کړي دي. د راپورونو له مخې، له ۵۰ زیات کسان پکې مړه او سلګونه نور ټپیان شول، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
د دغو سېلابونو زيانمن شوي کسان، چې د تلو ځاى يې نه درلود، د خوشي په دره کې په يوه کمپ کې راټول شوي او تر خېمو لاندې ژوند کوي. دوی همدا اوس له یوه ستونزمن حالته تېرېږي. خوشي دره، چې پخوا د یوې شني او زرغونې درې په توګه پېژندل کېده، له سېلابونو وروسته په «غم ځپلې دره» بدله شوې او چوپتیا پکې خپره ده.
د سړې هوا له امله په خوشي دره کې د سېلابونو له امله د کډوالو حالت ډېر ستونزمن شوی دی. په خېمو کې د مېشتو ښځو، ماشومانو او لویانو هیله او د امید سترګې د بشري سازمانونو مرستو ته دي.
۵۵ کلن تاجګل د خېمو له سلګونو اوسېدونکو څخه دی چې د کورنۍ د څوارلسو غړو د پالنې مسئولیت لری. دا مهال د دغه کس د کورنۍ څلور غړي د سړې هوا له امله تر خېمې لاندې ناروغه پراته دي، خو د درملنې لګښت یې نه لري.
تاج ګل له ۸صبح ورځپاڼې سره په ټيلېفوني خبرو کې وويل، چې د سړې هوا له امله د زندان تر خېمې لاندې بند دی او د بې وزلۍ او اړتيا له امله د ژوند د لومړنيو اړتياوو، درملو، خوراکي توکو او سون توکو د پېرلو وس نه لري. تر سړې خېمې لاندې په آزاده فضاء کې تاج ګل د ژوند دروند بار او سختي ورځې تېروي؛ هغه بد حالت چې د نوموړي روح او رواني حالت ته زیان رسوي.
دغه سپین ږیری پنځه میاشتې مخکې د خوشي په دره کې د سېلابونو له امله خپل هر څه له لاسه ورکړل. اوس، هغه شپه او ورځ تر خېمې لاندې له خپلې لویې کورنۍ سره پرته له بخارۍ یا تودوخې وسایلو تېروي. دا سړی چې د ژوند خرابو شرایطو د هغه په روح او رواني حالت منفي اغېزه کړې، وايي: «موږ د طبیعت په زندان کې آزاد ژوند کوو، چې د سیاسي بندیانو له حالته ډېر بد او سخت دی. ډېری شپې د سړې هوا له امله تر خېمې لاندې ویښ پاتې کېږم. زما فکر د کوچنیانو په اړه دی، چې څلور یې د ژمي د سړې هوا او باران او واورې له امله ناروغان شوي دي.»
هغه له ځايي چارواکو غواړي، چې د ده او نورو زیانمنو شویو خلکو غوښتنو ته پام وکړي او د اوسېدو لپاره دې ورته يوه سرپناه او ځمکې ورکړي، ترڅو له دې حالته راووځي.
تاج ګل له سلګونو اغېزمنو کورنیو یوه ده. د راپورونو له مخې، سختو سېلابونو له خوشي درې څخه شاوخوا درې زره کورنۍ بېځایه کړې دي. دا مهال د ښځو، ماشومانو او لویانو په ګډون شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ د ژمي په سړه هوا کې تر خېمو لاندې په خورا بد حالت کې ژوند کوي.
له بلې خوا د خوشي درې په خېمو کې اوسېدونکو ته د یونیسف لخوا د پاکو اوبو د وېش بهیر له تېرو دوو اونیو راهیسې په ټپه دریدلی دی.
تاج ګل څرګنده کړه، چې په تېرو پنځو مياشتو کې يې له کورنيو او بهرنيو مرستندويه ادارو څخه يو لړ نغدي مرستې، خوراکي توکي، جامې او خېمې ترلاسه کړې، چې له امله يې ستونزې تر يوه بريده راکمې شوې؛ خو هغه څه چې هغه او نور بې ځایه شوي خلک ورته اړتیا لري دایمي سرپناه، خواړه، ژمنۍ جامې او نغدې پیسې دي؛ خو طالبانو او مرستندویه بنسټونو دغو ستتونزو ته تراوسه پاملرنه نه ده کړې.
دغو زیانمنو خلکو په تېرو پنځو مياشتو کې د سرپناه لپاره د ځمکې د ترلاسه کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو طالبانو له شفاهي ژمنو سره سره هېڅ عملي اقدام نه دی کړی. د خوشي ولسوالۍ بې ځایه شوي خلک د طالبانو پر سیمه ییزو چارواکو نیوکه کوي او وايي چې په دې پنځو میاشتو کې دوی ته د لوګر د سیمه ییزو چارواکو له خوا په بېلابېلو ډولونو د ځمکې د ترلاسه کولو ډاډ ورکړل شوی، خو دا ژمنې تر اوسه نه دي پوره شوې.
له بلې خوا په لوګر کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين هم تر خېمو لاندې اوسېدونکو ناوړه وضعيت تاييدوي او د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو او کورنيو او بهرنيو مرستندويه ادارو غواړي چې د خوشي درې د بېځايه شويو کورنیو وضعيت ته جدي پام وکړي.