د اردوغان بریا او د طالباني حکومت د مشروعيت اړتيا

لیکنه: جانداد جهاني

تازه، څو ورځې دمخه ترکیه کې، د ولسمشریزو ټاکنو دوم پړاو، د ښاغلي رجب طیب اردوغان په بیاځلې بریا سره پای ته ورسیده. دا پایلې په پراخه کچه د طالبانو د چارواکو له لوري په داسې حال کې وستایل شوې، چې د طالبانو حکومت ددو کلونو له تیریدلو وروسته لا مشروعیت ندی حاصل کړی.

په ټوله نړۍ کې ټولټاکنې او ددې په نتيجه کې لاسته راغلی مشروعیت، د  ټولنو اساسي موخه بلل کېږي. منتخب دولتونه د خپل ولس د غوره استازيتوب ترڅنګ، حساب ورکوونکي او د خپلو هېوادوالو د اړتیاوو او هیلو پوره کوونکي وي. په دې لیکنه کې د ټولټاکنو له لارې د منتخبو حکومتونو او د دوی د مشروعيت د اهميت- په ځانګړې توګه د افغانستان په حالاتو- بحث شوی‌دی. دا چې څنګه طالبان کولی شي د آزادو او شفافو ټاکنو له لاري په کور دننه او بهر مشروعیت تر لاسه کړي.

ټاکنې د قدرت د سولیز انتقال وسیله او د اوسنیو ټولنو یوه اړتیا ده. د ټاکنو له لارې د خلکو اراده تمثيلېږي او خلک فرصت مومي چې خپل استازي وټاکي او د عمومي پاليسۍ مسیر پخپله اراده انتخاب کړي. سربېره پر دې ټولټاکنې د حساب ورکونې د اصل د مروجولو وسیله ده. او خلک د خپلو ټاکل شويو استازیو د کړنو پر بنسټ، د تقدیر او مجازات صلاحیت ترلاسه کوي.

له بلې خوا، مشروعيت او رسميت پيژندنه په دې مانا ده، چې دولتي اقتدار د خپلو خلکو له لورې ومنل شي. دغه ډول مشروعيت د ازادو او پاکو ټاکنو په پايله کې رامنځته کیدای شي او د اغېزمنې حکومتولۍ ترڅنګ، د قدرت د سوله‌ييز لېږد، سیاسي ثبات او د هېوادوالو شکايتونو او غوښتنو ته د قانوني او اصولي ځواب وينې زمینه هم مساعدېږي.

په هغو ټولنو کې چې تاوتريخوالی او بې‌ثباتي پکې حاکمه وي، د ټولټاکنو ارزښت پکې ښکاره او څرګند دی. منتخب او مشروع حکومت امنیت تامینولی، ټولنیز انسجام رامنځته کولی او ملت د سولې او ثبات په لور بيولی شي.

په افغانستان کې له لسیزو راهيسې جګړې او تاوتريخوالی ادامه لري. قومي او سمتي کشمکشونه،  سیاسي جریانونه او عام خلک په قدرت کې، د سهم لرلو غوښتنه کوي. له همدې کبله د يو باثباته او سوکاله افغانستان لپاره د ازادو او عادلانه ټاکنو ترسره کول او د يو مشروع حکومت جوړېدل اړين دي.

دا مهال چې افغانستان د طالبانو د ډلې له لوري اداره کیږي او د دو کلونو له تیریدلو وروسته یې نه داخلي او نه هم خارجي مشروعیت ترلاسه کړی دی؛ نو اړینه ده چې د ټاکنو په ګزینه فکر وکړي. د ټولټاکنو ترسره کول د تاوتريخوالي د سوله‌ییز حل او مشروعیت د موندلو  لپاره له بهترینو لارو څخه دي. د ټاکنو په پايله کې د هېواد مختلفو قومي او سیاسي ډلو ته په دولت کې برخه ورکول کېږي او ورسره تاوتريخوالي او کړکيچونه کموالی مومي. دا چاره د یو واقعي همه شموله حکومت د رامنځ ته کولو او داخلي مشروعیت لامل کیږي، چې موجودیت یې د نړیوال مشروعیت لپاره اړین شرط دی.

سربېره پردې د ټولټاکنو په نتيجه کې هېوادوالو ته يو ځواب ویونکی او حساب ورکوونکی دولت رامنځته کېږي، چې ښه حکومتولي او ټولنیز اقتصاد ورسره پراختيا پيدا کوي.

داسې مشروع حکومت چې د خلکو رضايت او باور ورسره ملګري وي، د ملي يووالي او ثبات لامل کېږي او دغه ډول حکومت خپل ملت ګډو موخو؛ لکه دايمي سولې او پرمختګ ته رسولی شي. او ورسره په څنګ کې د هغو افراطي او شریرو ډلو له را پیداکېدلو هم مخنیوی کېږي چې په قدرت کې د ونډې لپاره، ټوپک ته لاس اچوي.

که څه هم د ازادو او شفافو ټاکنو  سرته رسول، له مالي او تخنیکي پلوله د اوسني زورواک حاکمیت له توان او ارادې بره خبره ده؛ خو که دوی اراده ولري ښایي نړیوال په دې برخه کې مرسته وکړي.

مشروعيت نه يوازې دا چې د یو مشروع حکومت له اجزاوو څخه دی؛ بلکې د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره يوه مهمه اړتيا ده. ددې په نتيجه کې مشروعیت، سوله، ثبات او هوساینه راځي او افغانستان ورسره له بې‌ثباتۍ او تاوتریخوالي بې‌غمه کېږي.

که څه هم دې موخو ته رسیدل، ستونزمن او له ننګوونو ډک کار دی؛ خو باید له مسلمان او دین‌پلي اردوغان او ترکیې څخه یې زده کړو او د خپل هېواد د غوره او بهتره راتلونکي لپاره، له خپلو استبدادي او ولسواک‌ضد فکرونو، برنامو او دریځونو څخه تیر شو او شفافو او رڼو ټولټاکانو ته د عمل په ډګر کې غاړه کښېږدو او په ټول وس ورته زمینه برابر

ورته لیکنې

Back to top button