۸صبح، بدخشان : ځايي سرچینې وایي، چې جمعهخان فاتح پرون ماښام له کابله بدخشان ته تللی او نن سهار د دې ولایت د کوهستان ولسوالۍ په سیمه کې لیدل شوی دی.
ځايي سرچینو شنبه د زمري پر ۳مه، ادعا کړې چې جمعهخان فاتح د ډېرو پيسو په ورکولو سره توانېدلی له کابله بدخشان ته ولاړ شي.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې نوموړی نن د بدخشان د نسي ولسوالۍ د جویدرې کلي ته ورسېږي.
له دې سره هممهاله، ځینې ځايي سرچینې وایي، چې د طالبانو دا اقدام یو «استخباراتي تاکتیک» دی او هڅه کوي د یوې استخباراتي لوبې له لارې خپل مخالفان په نښه کړي.
ويل کېږي چې هغه په کابل کې د طالبانو د استخباراتو تر څار لاندې و او ګومان دا دی چې د هغه تېښته يو استخباراتي تاکتيک وي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو ورځو کې په بدخشان کې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفو ډلو ترمنځ ترينګلتياوې زياتې شوې دي.
تر دې وړاندې د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي وو، چې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې له طالبانو سره د دې جبهې په نښتو کې لږ تر لږه ۲۱ طالبان چې د هغوی څو قوماندانان هم پکې شامل وو، وژل شوي دي.





