د اروپا پارلمان: افغانستان پنځم هېواد دی چې خبریالان پکې وژل کېږي

د اروپا پارلمان د څېړنو له مخې، افغانستان په هغو پينځو هېوادونو کې دی چې د خبریالانو د وژلو لوړې شمېرې لري.

د امریکا فوربس رسنۍ شنبې د نومبر په ۵مه، د اروپا پارلمان د څېړنو له مخې رپوټ ورکړی چې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې موندنې ښيي چې ډېری خبریالان د ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۱ کلونو پورې وژل شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د ۱۳۷ خبریالانو په وژل کېدو، عراق د ۳۹ موردونو، سومالیا د ۳۵ موردونو، مکسیکو د ۳۳ موردونو، افغانستان د ۳۱ موردونو، هند د ۲۷ موردونو، پاکستان د ۲۲ موردونو، برازیل د ۲۱ موردونو، یمن د ۱۹ موردونو، فلپين د ۱۶ موردونو او بنګلادېش د خبریالانو د وژلو د یوولسو موردونو په لرلو په تېرو څو کلونو کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېوادونه بلل شوي دي.

د اروپا پارلمان د څېړنو له مخې چې د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر میاشت کې خپرې شوې، دغه بنسټ د خبریالانو د خوندیتوب په هکله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د رسنیو آزادي په ټوله نړۍ کې له تدریجي ننګونو سره مخ ده.

د اروپا پارلمان د څېړنو په راپور کې راغلي: «له سزا د معافیت کچه د نه منلو وړ توګه لوړه ده او د وژنو ډېری موردونه نه حل شوي پاتې دي.»

په رپوټ کې ویل شوي چې بندي کول د زیاتوالي په حال کې دي؛ په داسې حال کې آنلاین فضا په پراخه توګه د جنسیت پربنسټ له کرکجنو ویناوو ډکه شوې ده.

دا څېړنه ښيي چې د ډېری خبریالانو وژل د دوی د کار له امله د غچ اخیستونکو اقداماتو له امله ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې له دې مخکې، د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش په ټوله نړۍ کې د خبریالانو خلاف تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه څرګنده کړې وه.

ورته لیکنې

Back to top button