په ټولنیزو شبکو کې د هېوادوالو د فعالیت ارزول؛ یو ځوان پر طالبانو د نیوکې په جرم بندي شو

۸صبح، غور: د غور ولایت ځایي سرچینې وایي چې طالبانو یو ځوان پر خپله فېسبوک پاڼه د یوه انتقادي مطلب د خپرولو له امله زنداني کړی دی.
سرچینو دوشنبې د لړم په ۲۳مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو یو ځوان په غور ولایت کې پر بې قانونۍ د نیوکې په جرم نیولی دی.
د سرچینو په وینا، له هغې وروسته چې یو ځوان هلک د غور ولایت په یوه موسسه کې کاري بست ته بریالی شو، طالبانو د دغه ځوان د کاري مخینې د ارزولو لپاره نوموړی استخباراتو ریاست ته لېږلی دی.
سرچینې زیاتوي چې استخباراتو ریاست ددې کس د فېسبوک پاڼې له ارزولو وروسته، نوموړی بندی کړی دی. دغه ځوان د څو ورځو په تېرېدو لا هم د طالبانو په بند کې تر شکنجې لاندې دی.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې زیات شمېر کسان په ټولنیزو رسنیو کې پر دغې ډلې د نیوکې له امله نیول او شکنجه شوي دي.