له نیکلاسن سره د ۸صبح ورځپاڼې ځانګړې مرکه؛ د نجونو زده کړه سیاسي شوې ده

یاددښت: توماس نیکلاسن، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی دی. ښاغلی نیکلاسن د تېر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې کابل ته تللی او له یو شمېر کسانو سره یې کتنه او خبرې کړې دي. موږ په دغو خبرو کې، د دې سفر اړوند او نورو بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

۸صبح: ښاغلی سفیر، له تاسو مننه چې د خبرو زمینه مو راته برابره کړه. تاسو څه موده مخکې په کابل کې وئ او له زیات شمېر طالب چارواکو، د مدني ټولنې له فعالینو، د ښځینه فعالینو او نورو وګړو سره مو کتنه وکړه. له دې سفر وروسته، تاسو وویل چې د ننه په هېواد کې یو شمېر بدلونونه د رامنځته کېدو په حال کې دي. آیا تاسو د طالبانو له سیاستونو سره د دوی په چلند کې هېڅ ډول بدلون نه دی لیدلی چې د یوه مشروع، منتخب او ټولګډونه حکومت د جوړولو لامل شي؟

توماس نیکلاسن: مننه چې ما ته مو فرصت راکړ. ما په دقیق ډول د روان کال د اکتوبر په لومړیو کې کابل ته سفر وکړ؛ یعنې کابو یوه میاشت مخکې. اوس زه له بروکسل څخه چې زه پکې مېشت یم، له تاسو سره خبرې کوم. کابل ته د سفر پرمهال، هماغه شان چې تاسو ورته اشاره وکړه، له زیات شمېر مدني فعالینو، سوداګرو او نورو کسانو سره مې خبرې وکړې. زه په دې سفر کې دغې پایلې ته ورسېدم چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې وضعیت بل ډول دی او زه باید له وړاندې په دې پوهېدلی وای. سربېره پر دې، وضعیت کې درته ووایم، د سیاستونو په رڼا کې هم بدلون منونکی او ډول ډول دی. د بېلګې په توګه، په ځینو ولایتونو کې د انجووګانو د ثبتولو لپاره شرایط ښه دی. د سوداګرۍ لپاهر هم شرایط ښه دي.

سربېره پر دې، د طالبانو له والیانو او چارواکو سره هم د نورو سیمو په پرتله فضا پرانیستې ده. زه په دې شرایطو کې دا مثبت ټکی بولم. البته دا هغه څه وو، له هغو خلکو سره چې ورسره خبرې وکړې، دوی هم تایید کړه. له دې سره په یو وخت هغه څه چې یې زه شاهد وم، له یوه بل ولایت ته د والیانو بدلول وو. د سرپرستو وزیرانو په کچه هم ګمارنې کېدې چې له هغې جملې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست د ګمارلو یادونه کولای شو. البته تراوسه په دې برخه کې څېړنې پای ته  نه دي رسېدلې، خو که ګمارنو او د کندهار پراخ رول ته ـ هرڅه چې تاسو نوم ورکوئ او هرڅوک چې دا کس یا ډله ده ـ داسې ښکاري چې د ولایتونو په کچه په سیاست جوړونه او داخلي کنټرول کې په کندهار کې ددې کس یا ډلې رول د زیاتېدو په حال کې دی. له دې امله، زه ډاډمن نه یم یا غوره ده چې ووایم د تېرې یوې میاشتې په پرتله لږ هیله من یم چې دا توپیرونه او ډول ډول والی به بالاخره د څه لامل شي.

۸صبح: طالبانو تاسو او نړیوالې ټولنې ته له دې مخکې ډېرې ژمنې کړې دي. دوی د دوحې په بهیر کې هم یو لړ ژمنې کړې وې. له بلې خوا، دوی پر خپله هېڅ ژمنه عمل نه دی کړی، له هغې جملې نجونو ته د منځنیو زده کړو اجازه نه ورکوي یا یې په ټولنیز ژوند کې حضور او ونډه محدود کړې یا یې د ټولګډون حکومت د جوړولو په هکله خپلې ژمنې هېرې کړې دي؛ آیا د تاسو په ګډون نړیواله ټولنه، تراوسه پر طالبانو باور لرئ؟

توماس نیکلاسن: زه له تاسو سره موافق یم، ډېری ژمنې چې د افغانستان خلکو او همداراز نړیوالې ټولنې او نړیوالو شریکانو ته ورکړل شوې، لږ ورته رسېدنه شوې ده. زما لپاره باور په خبرو کې د صداقت پر بنسټ دی؛ د ژمنو پربنسټ دی؛ پر دې ولاړ دی چې کله د خپلو ژمنو د ترسره کولو وس نه لرو، پر اعتراف وکړو. که زه یوه بېلګه چې په ټول هېواد کې د منځنیو ټولګیو نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه ده ووایم، موږ ته په ځلونو ویل شوي چې ددغو ښوونځیو پرانیستل د طالبانو په سیاست کې دي. ویل شوي چې دا د اسلام مخالف کار نه دی، یا له اسلام څخه د دوی د تفسیر خلاف نه دی؛ خو ویل کېږي چې په دې برخه کې ځینې عملي خنډونه شته. سره له دې، دا خنډونه په بېلابېلو کتنو کې په بېلابېلو ډولونو وړاندې کېږي. د بېلګې په توګه ویل کېدل چې باید نجونې او هلکان په جلا جلا ډول درس ووایي؛ چې له دې مخکې هم دا خبره شوې وه. یا د ښځینه ښوونکو د کمښت په اړه خبره کېده، یا د ښوونځیو لپاره د نقلیه وسایطو کمښت ته اشاره کېده.

خو موږ کرار کرار د طالبانو له استازو په تېره بیا د روان کال په اوړي کې په تاشکند، ازبکستان کې او همداراز له هغوی سره چې په کابل کې مې خبرې وکړې، د نجونو د منځنیو ښوونځیو د عملي پیلېدو په اړه لږ ژمنې اورو. په مارچ او مې میاشتو کې کله چې ما له دوی سره ملاقات وکړ، دوی د هغو ستونزو چې ما یې یادونه وکړه خبره کوله او ویل یې چې دغو ستونزو ته په رسېدنې سره، ښوونځي ډېر ژر پرانیستل کېږي. ما په خپل وروستي سفر کې دا مسله نه ده اورېدلې. په تېره بیا په همدې ځانګړي مورد کې، زما هیله مندي کمېږي او دا په ټول کې زما باور کمولای شي. د باور کمښت او د یو لړ ځانګړو اقداماتو ترسره کولو لپاره د توانمنۍ نشتوالی، کېدای شي په بېلابېلو مسایلو پورې اړه ولري. زه دا احتمال ورکوم چې ځینې دا بې وسۍ یا د عملي اقداماتو نه کول، په تېره بیا په سرپرستو وزیرانو سره چې موږ وسره خبرې وکړې، له دې امله دي چې دوی له پېښو پوره خبر نه دي او نه پوهېږي چې هېواد په کوم لور روان دی او یا نه پوهېږي چې د «کندهار» سیاست به څه وي. له دې امله، زه فکر کوم، لږترلږه له هغو لوریو چې ما ورسره خبرې وکړې، دا صداقت موجود دی چې نور ژمنه نه کوي. البته دا چاره زموږ لپاره هم د اندېښنې وړ ده.

۸صبح: دوی ادعا کوي چې د نجونو پرمخ د ثانوي ښوونځیو نه پرانیستل، د یو لړ لوجستیکي ستونزو له امله دي، لکه څنګه چې تاسو ورته اشاره وکړه. په داسې حال کې چې، د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د نجونو ښوونځي پرانیستي وو. افغانان د نجونو لپاره د ښوونځیو د پرانیستو غوښتونکي دي او زده کړه د انسان یو اساسي حق بولي. آیا هغه دلایل چې طالبان یې د نجونو ښوونځیو د نه پرانیستو لپاره وړاندې کوي، مشروع او منطقي دي؟

توماس نیکلاسن:‌ زه د هغو خنډونو په اړه چې دوی یې په دې هکله یادوي، نه یم قانع شوی چې دا خنډونه واقعي وي. زه دا مسله تر ډېره سیاسي وینم. موږ ته د مارچ میاشتې په نیمايي کې ډاډ راکړل شوی و چې په بله اونۍ کې ښوونځي پرانیستل کېږي. دا مسله آن اعلان هم شوه، خو عملي نه شوه. له دې امله یو ځل بیا د هغو ناستو چې ظاهرا په کندهار کې ترسره شوې وې یادونه شوې وه چې د طالبانو مشرتابه یا لوړپوړي چارواکي تراوسه نه و قانع شوي. ولې دوی نه دي قانع شوي؟ یو تفسیر دا کېدای شي چې دوی په اصل کې د نجونو د ثانوي زده کړو مخالف دي. دوی د نجونو د زده کړو ارزښت نه درک کوي او نه غواړي ښځې په ټولنه کې رول ولوبوي، لکه څنګه چې په هغو هېوادونو کې چې اکثریت مسلمانان دي، ښځې رول لوبوي.

بل احتمال دا کېدای شي چې دوی ددې مسلې پر سر په خپل منځ کې د اختلاف د رامنځته کېدو په اړه وېره لري. له دې امله، په دې اړه د سیاست جوړونې په هکله اصلي د نظر اختلاف نشته، بلکې ددې واقعیت په اړه دی چې د طالبانو په مشرتابه کې د نظر اختلاف موجود دی. زه ډاډمن نه یم چې کوم یو دا عنصر مهم او جدي دی. له دې امله، دا مسله اوس سیاسي شوې او هغه شان چې زه فکر کوم، بله مسله د نجونو او هلکانو د ټولګیو یا ترانسپورت بېلول نه دي.

۸صبح: لږ ترلږه هغه معیارونه چې پر بنسټ یې اروپايي ټولنه طالبان په رسمیت وپېژني، څه دي؟ آیا دا ډول معیارونه موجود دي چې په پایله کې یې اروپايي ټولنه، طالبان په رسمیت وپېژني؟

توماس نیکلاسن:‌ زه فکر نه کوم چې دا ډول مسله د اندازه ګیرۍ وړ وي. زه تصور نه کوم چې د درېیو مسلو په اړه نوملړ ولرم، یا داسې درجه ولرم چې وکولای شم ورته لاسرسي ولرو. له بلې خوا، فکر کوم چې موږ له کلونو راهیسې او له هغه وخته چې له طالبانو سره مو خبرې پيل کړې، البته دا تاییدوم چې دا خبرې، مذاکرات نه دی، ځکه مو د راکړې ورکړې پړاو ته نه یو داخل شوي، موږ یوازې هڅه کوو یو بل درک کړو او موږ هم خپلې تمې ورته روښانه کړې. له دې امله، موږ روښانه او کلک دریځ لرلی دی. زه البته دلایل لرم چې د طالبانو لوړپوړي وزیران په دغو مسایلو پوهېږي او لکه څنګه چې یادونه کوم، دوی هم په ښکاره په دغو مسایلو پوهېږي. موږ په اصل کې پر پينځو عناصرو خبرې کړې دي. په هغې کې د هغو افغانانو خوندي سفر چې غواړي او یا اړتیا لري له افغانستانه ووځي. بشردوستانه مرستو ته د لاسرسي مسله او دا چې مرستې باید د طالبانو له لاسوهنې پرته، ټول افغانستان او اړمنو خلکو ته ورسوي. د بشري حقونو د مسلې په هکله ده او د بشري حقونو د ښځو او مېرمنو مسله ده. د لږکیو حقونه دی او همداراز د رسنیو آزادي پکې شاملېږي؛ چې د ټولګډونه حکومت جوړول پکې شامل دي. زه یو ځل بیا دې مسلې ته اشاره کوم او همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د طالبانو ژمنه پکې شاملېږي ترڅو ډاډمن شو چې د افغانستان ګاونډي د ترهګرو سازمانونو له خوا له ګواښ سره نه مخ کېږي.

دا مسایل له هغو ژمنو اخوا دي چې طالبانو په دوحه کې له امریکا سره کړې وې. دا مسایل په اصل کې د ملګروملتونو سازمان د اصولو پر بنسټ او نړیوالو قوانینو ته د درناوي او رعایتولو پر بنسټ هم دی. د دغو ټولو مسایلو په اړه، فکر کوم چې طالبانو ډېر کمزوری عمل کړی. په ځینو برخو کې وضعیت ښه دی؛ د بېلګې په توګه له افغانستانه د وګړو د خوندي وتلو په اړه یو لړ کارونه شوي، خو زیاتې ستونزې شته چې له هغې جملې د پاسپورت لپاره پراخې غوښتنې ته اشاره کولای شو. له بلې خوا، په ټول کې اکثره هغه افغانان چې د وتلو غوښتونکي دي توانېدلي له هېواده بهر شي. بشري مرستو ته لاسرسي په اړه ادعا کولای شو چې د روان کال تر لومړیو په ښه توګه پرمخ روان و او اوس هم ښه پرمخ ځي. البته طالبانو هڅه کړې چې په دې برخه کې لاسوهنه وکړي، خو دوی د بشري مرستندویه بنسټونو له مقاومت سره مخ شوي دي. د طالبانو د لاسوهنې په وړاندې ددغو سازمانونو مقاومت ډېر مهم دی. د بشري حقونو او ټولګډون والي په اړه، موږ د هېڅ ډول پرمختګ شاهدان نه وو. که د بېلګې په توګه د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت راپور ته اشاره وکړم، دا راپور که څه هم ځینو مثبتو ګامونو ته اشاره کوي، خو په ټول کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت تیاره بولي. د ټولګډون والي او په حکومت کې د طالبانو، ښځو او نورو سیاسي ډلو د ونډې او یا لږترلږه له هغوی سره خبرو کې موږ تر ټولو کم پرمختګ شاهدان یو. له ترهګرۍ سره د مبارزې د مسلې په اړه زه فکر کوم چې موږ د دوه ګوني چلند شاهدان یو. تر جولای میاشتې په کابل کې د القاعدې مشر حضور، د طالبانو د نه ژمنې په اړه یوه څرګنده نښه ده. البته زه فکر کوم چې دوی (طالبان) ښایي هڅه وکړي ترڅو د داعش په وړاندې جګړې او ځپونکو اقداماتو ته لاس واچوي چې په ځینو ځایونو کې بریالي وو؛ البته داعش لا هم په افغانستان کې یو خطر دی. موږ همداراز د هغو هېوادونو د اندېښنو شاهدان یو چې له افغانستانه د ځینو سازمانونو د ګواښونو په اړه یې لري. دا اندېښنې د ټي ټي پي (پاکستان د طالبانو تحریک)، اې ټي ایم (د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ) او آی یم یو (د ازبکستان اسلامي غورځنګ) او هغه ګواښ چې دغو ډلو د افغانستان د ګاونډیو خلاف رامنځته کړې د حضور په اړه دي. له دې امله، موږ آن هېڅ یو پړاو چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو لامل شي نه یو نږدې شوي. زه نه پوهېږم نن یا پرون مې واورېدل چې د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګئ لاوروف وویل وویل چې طالبان د مسکو فارمت نه وربولي؛ ځکه دوی د ټولګډونه حکومت په جوړولو نه دي بریالي شوي. ښايي دا یو لامل وي.

له دې امله، دا مسله یوازې د اروپايي ټولنې اندېښنه نه ده، بلکې دا هغه مسایل دي چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د اندېښنې لامل شوي او آن د روسیې د اندېښنې لامل شوې چې موږ په اوسني وخت کې له هغه هېواد سره سخت سیاسي اختلاف لرو، هم شوی دی.

۸صبح:‌  لکه څنګه چې تاسو یادونه وکړه چې د افغانستان په ډيری سیمو کې د نړیوالو ترهګرو د راټولېدو په تړاو موثق رپوټونه شته چې په دغو ډلو کې اې ټي آی ایم،( د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ)  تاجیک جنګیالي او ټي ټي پي ( د پاکستان د طالبانو تحریک) شامېلیږي. لکه څنګه چې تاسو یادونه وکړه، طالبان ادعا کوي، چې د دغو ډلو پروړاندې جنګیږي، خو موږ موثق رپوټونه لرو،چې طالبانو ځينو دغو ډلو ته پناه ځایونو برابر کړي دي، پېژاند کارټونه یې ورکړي دي او ان د افغانستان پاسپورټ یې ورکړی دي. نو دې ټولو ته په کتو تاسو او اروپایي ټولنه په افغانستان او سیمه کې د امنیت او ټیکاو راتلونکي ته څومره اندېښمن یاست؟

ټوماس نیکلاسن: غواړم چې په څرګنده ووایم چې موږ د هغه څه په تړاو واقعي معلومات نه لور چې روان دي. ان استخباراتی او ان رسنیز راپورونه د تېر په پرتله بې جزیاتو شوي دي. هو! موږ اندېښمن یو، البته دا اندېښه اوس د اروپایي ټولنې او یا اروپايي وګړو او یا د دې ټولنې د غړو هېوادونو د امنیت له امله نه ده. دا اندېښنه ښایي په راتلونکې کې رامنځته شي. زموږ او زما اوسنۍ اندېښنه، د افغانانو امنیت دی. موږ پر افغانانو د داعش او ځينو نورو سازمانونو د بریدونو شاهدان یو. پر مذهبي ځایونو، جوماتونو او ښوونځيو بریدونه کیږي. دا یوه جدي اندېښنه ده او باید د طالبانو لپاره هم یوه جدي اندېښنه وي. ځکه دا بریدونه د طالبانو دا ادعا چې ګواکي سوله او امنیت یې راوستی دی، له پوښتنې سره مخ کوي. دا سمه ده چې اوسمهال ډيری افغانان په ځانګړي توګه، نارینه تر پخوا خوندي دي چې د افغانستان بیلابیلو سیمو ته ولاړ شي، ځکه چې لاسرسی ښه شوی او سړکونه تر پخوا امن شوي دي، خو که هغو ځانمرګي بریدونو ته چې پر ملکیانو کیږي، وګورو، د امنیت د ټينګښت او د سولې په تړاو د طالبانو ادعا بې باوره کیږي.

دویم ټکی، د ګاونډيو هېوادونو اندېښنه ده او دا زما اندېښنه هم ده. موږ د ځينو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو د تحریک پر وړاندې د پاکستان د مستقیم اقدام شاهدان وو، البته دغه اقدام د ملکیانو لپاره ډیرې بدي پایلې لرلې چې په دې پېښه کې زیانمن شوي ملکیان د پاکستاني طالبانو د تحریک پلویان ګڼل کیږي. پر دې هم پوهېږو چې د افغانستان امنیت او ټيکاو د سیمې له امنیت او ټیکاو سره غوټه شوی دی. د افغانستان او دغه راز د طالبانو د امنیت او ټیکاو لپاره تر ټولو غوره او بنسټيز تضمین دا دی چې ګاونډي هېوادونه اندېښمن نه وي او یا د شپې په آرامه ویده شي. نو له همدې امله باید ګاونډيو هېوادونو ته د دې مسالې په تړاو چې یادې شوې ډلې خطر ورته نه پېښوي او یا یې پروړاندې برید نه کوي، تضمین ورکړي. ځکه دا د افغانستان د ګاونډیانو لپاره یوه واقعي اندېښنه ده. په همدې دلیل که دغې مسالې ته پام ونه شي، زه فکر کوم، دغه مساله د افغانستان راتلونکي امنیت او ټیکاو ته زیان رسولای شي. موږ تمه لرو چې د یوه امن او باثباته افغاانستان شاهدان و اوسو او افغانستان داسې یو هېواد وي، چې خلک پکې په ډاډه زړه ژوند وکړي او حقونو ته یې درناوی وشي. موږ له طالبانو غواړو،چې د دغو ډلو پروړاندې اقدام وکړي، له هغوی سره خپلې اړیکې پرې کړي، که هغوی سرچینو ته لاسرسی ولري،مخه دې یې ونيسي او د دغو ډلو په تېره بیا د اعش پروړاندې دې جدي اقدامات وکړي.

۸صبح: د طالبانو ځینې مخالفې ډلې ادعا کوي چې اروپايي ټولنه یوازې له طالبانو سره تعامل کوي او دوی ته پام نه کوي. آیا تاسو د مقاومت جبهې او نورو سیاسي ډلو په شان په دې وروستیو کې جوړې شوې، د طالبانو له مخالفینو سره، تعامل او خبرې کوئ؟

توماس نیکلاسن: له افغانانو سره زموږ اړیکې یوازې د (طالبانو) له سرپرست وزیرانو سره په اړیکو کې نه محدودېږي. موږ له مدني ټولنې، خبریالانو، سوداګرو او بشري حقونو له دفاع کوونکو سره خبرې کوو. لکه څنګه چې مې یادونه وکړه، زه له تاسو سره له بروکسل څخه خبرې کوم او موږ نن له افغان مېرمنو سره ناسته ترسره کړه چې ځینې په آنلاین توګه له ناستې سره وصل شوې او یو شمېر هم دلته په بروکسل کې وې او همداراز هغه مېرمنې چې له ټولې اروپايي ټولنې، شمالي امریکا، شمالي امریکا او نورې نړۍ څخه په ناسته کې ګډون وکړ. موږ له هغوی سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې او دوی څخه مو واورېدل. ما په څو موردونو کې له ښاغلي احمد مسعود سره له لیرې خبرې کړې او هغه ته مې په روښانه څرګنده کړې او همداراز پوهېږي چې د اروپايي ټولنې دریځ روښانه دی او دا چې موږ له وسله وال مقاومته که سیاسي وي او که عملي ملاتړ نه کوو. البته زه له هغه سره خبرې اترې ګټورې وګڼلې او د وضعیت تحلیل ته مې غوږ کېښود. البته ددغو ټکو ځینې برخې مې له طالبانو سره هم شریکې کړې؛ ځکه غواړم په دې اړه په بشپړ ډول شفاف وو.

البته په دې لړ کې نورې ډلې هم شته او موږ په تېرو اونیو او میاشتو کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د نويو (سیاسي) نوښتونو شاهدان وو چې یو شمېر دا نوښتونه مخکینیو پیاوړو سیاستوالو او شخصیتونو ترسره کړي دي. زه له دغو نوښتونو هرکلی کوم، ځکه فکر کوم چې د یوه جامع دیالوګ د رامنځته کولو لپاره، جدي اړتیا موجوده ده. ځینې دا ډلې ښایي د طالبانو ځای ناستي وي، ځینې دا ښایي د افغانستان ګټو ته ژمن وي او د هېواد د راتلونکي او ګټور رول لپاره اغېزناک وي. له بلې خوا، موږ یعنې اروپايي ټولنه، نه غواړي چې نوښت په لاس کې واخلو او یا کوم څه ترسره کړو. موږ نه غواړو د دې هېواد د راتلونکي مشرتابه لپاره د افغانانو د انتخاب په اړه لاسوهنه وکړو. البته دا کار له دې مخکې د نورو له خوا آزمویل شوی او ډېر بریالی هم نه و. مو خوښ یو چې له هغوی سره په ناستو کې ګډون وکړو، له هغوی سره خبرې وکړو او له هغوی یې واورو، خو نه غواړو چې یو لوی کنفرانس جوړ کړو او له هغې لارې د افغانستان لپاره الترناتیف معرفي کړو.

ما د افغانستان پر خلکو پراخ باور لرم او د دوی پر توانمنۍ هم اعتماد لرم او همداراز پر هغو سرچینو چې دوی يې په واک کې لری. پر دې باور لرم چې دوی کولای شي پر چا باور وکړي. د افغانستان خلک په دې هم پوهېږي چې هېواد یې څه ته اړتیا لري. زه فکر کوم زموږ رول باید د یوه اورېدونکي رول وي ددې پرځای چې موږ د یوه لوري یا ډلې اړخ ونیسو او یا له ځانګړو کسانو ملاتړ وکړو.

۸صبح: نو تاسي وایاست، چې د ۲۰۰۱ کال د بن غونډې په څېر د یو څه هېڅ هیله نشته. د بېلګې په توګه که د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د افغانستان د راتلونکي لپاره داسې یو څه ترسره شي، ځکه ځيني تمه لري چې ښایي اروپا دغه راز نوښت په لاس کې واخلي او په راتلونکي کې بن کنفرانس ته ورته څه جوړ کړي.

توماس نیکلاسن: اوسمهال زه داسې څه نه وینم او په دې برخه کې د هېڅ ډول مثبت اقدام شاهد نه یم. تاسو او موږ د بن کنفرانس په تړاو په کافي اندازه پوهېږو. زه خپله هغه مهال په هغه بهیر کې ښکېل وم. خو کله چې تېر ته ګورم، د بن کنفرانس یوه نیمګړتیا دا وه، چې یوه ډله چې تازه یې ماته خوړلې وه، یعنې طالبان په هغه بهیر کې شامل نه شول او هغوی ته بلنه ورنه کړل شوه. البته واک ته د طالبانو د بیا ستنېدو دلیل دا مساله نه شي کېدای. خو زه فکر کوم چې یو له دلایلو یې کېدای شي وي. نو دا غوراوی باید د افغانانو له خوا شوی وای. آیا د یوه لوی نړیوال کنفرانس جوړېدل شوني دي؟ احتمال یې شته. خو اوسمهال د داسې څو سیاسي ډلو د جوړېدو شاهد نه یو چې موږ یې هرکلی وکړو. البته د هغوی لپاره  وخت نیسي چې مسایل مشخص کړي او یا خپل تفاوتونه سره حل کړي او پر یو لړ سیاسي اصولو سره سلا شي. البته زه غوره ګڼم چې هغوی د دغه راز یوه کنفرانس د جوړېدو غوښتنه وکړي، پر ځای د دې چې موږ دغسې کار وکړو او هغوی له بهره راوبولي.

۸صبح: دوه وروستۍ پوښتنې: ویل کیږي، چې اروپایي ټولنې د افغانستان په قضیه کې په تېرو شلو کلونو کې د امریکا تګلاره  تعقیب کړې ده. ایا اوسمهال اروپایي ټولنه د افغانستان پر وړاندې تګلاره لري؟ که لري یې، عناصر یې څه دي؟

توماس نیکلاسن: اروپايي ټولنه د افغانستان په تړاو روښانه تګلاره لري چې تېرکال د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو له لوري په سپټمبر میاشت کې تعریف شوه. دا هماغه تګلاره ده چې له مخې یې موږ عمل کوو. په دې تګلاره کې ګڼ عناصرشامل دي چې د افغانستان له خلکو سره اوږده ژمنتیا چې سیاسي برخه او مادي مسایل او دغه راز بشري مرستې هم پکې شامېلیږي، راځي. دغه تګلاره د بشري مرستو په ګډون بنسټيزې او لومړنۍ اړتیاوې رانغاړي. په دغو مراسمو کې اوسمهال له ۳۰۰ تر ۳۵۰ میلوینه یورو شاملیږي،چې د پاموړ پیسې دي. په دې تګلاره کې دغه راز دا شامل دي چې افغانستان منزوي نه کړو او ان طالبان منزوي نه کړو، په دې مانا چې له افغانستان سره په تعامل کې واوسو او دا تعامل یوازې له طالبانو سره په تعامل پورې محدود نه دی، د طالبانو نه په رسمیت پېژندل هم پکې شامل دي. د حکومت له لارې د پرمختیايي مرستو ځنډول پکې شامل دي. زموږ مرستې اوسمهال تر ډيره د ملګرو ملتونو د بنسټونو له لارې وړاندې کیږي نه د افغانستان د  اوسنیو واکمنو له لارې.

د تګلارې یوه بله برخه د سیمې له هېوادونو او نورو شریکانو سره تعامل دی چې امریکا هم پکې شاميلیږي. د دې تګلارې یوه برخه خپل خپلواک عناصر لري، دا هغه سیاست دی چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو له لوري مشخص او تعریف شوی دی. زموږ ډيری موخې د یوه امن او باثباته افغانستان پر چورلیز راڅرخي، داسې افغانستان چې هم له ځان او هم له نورو سره په سوله کې وي، داسې افغانستان چې د ښځو حقونه پکې رعایت شي او یو ټول ګډونه حکومت پکې واکمن وي. دا هغه مسایل او اصول دي چې موږ، امریکا او ان د سیمې د لوبغاړو او ان تر یوه بریده روسیې او چین ته یوشان دي او پرې د نظر توافق شته. دا په دې مانا نه ده، چې زموږ موخې د امریکا او یا بل هېواد له لوري دیکتې کیږي. موږ له هغوی سره په ښه توګه کار کوو. موږ ښایي ځينې مشخصې اندیښنې ولرو، چې د هغو په جمله کې کډوالي هم شاملیږي، ځکه که د افغانستان  اقتصادي او امنیتي وضعیت لاخراب شي، ښایي له دغه هېواد نه خلک په پراخه توګه کډوالۍ ته مخه کړي.

په دغه راز وضعیت کې به اروپایي ټولنه د امریکا په ګډون د ډیری هېوادونو په پرتله ډیره اغېزمنه شي. موږ ښایي متفاوتې ګټې ولرو، امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړې په توګه اوسمهال د افغانستان لویه برخه ارزي شتمنۍ کنګل کړې او مشخص بندیزونه یې لګولي دي. نو امریکا د اروپايي ټولنې په پرتله متفاوتې وسیلې لري. زه فکر کوم چې په دې تړاو ډیرزیات داسې مسایل شته چې سره ګډ دي او یا یو شان دي،چې موږ په دې برخه کې په ښه توګه کار کوو. خو دا څرګنده ده،چې موږ یوه روښانه او مشخصه تګلاره لرو.

۸صبح: ډیره زیاته مننه ښاغلی سفیر: زما وروستۍ پوښتنه داده،چې تاسو ویلي دي، په افغانستان کې د هرډول وسله وال مقاومت مخالف یاست. که د طالبانو پر وړاندې وسله وال مقاومت پراخ شي، تاسو به څه کوئ؟ په دغسې وضعیت کې به د اروپايي ټولنې تګلاره څه وي؟

توماس نیکلاسن: ما ویلي دي چې اروپایي ټولنه د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي. بالاخره دا د افغانستان د خلکو انتخاب دی چې د خپل هېواد راتلونکی څرنګه ویني، او کومه تګلاره غوره کوي. زه فکر نه کوم چې وسله وال مقاومت دې ورته یوازینی غوراوی پاتې وي. فکر نه کوم چې په لنډمهال کې وسله وال مقاومت بریالی وي. البته موږ د وسله وال مقاومت پر بیې هم ښه پوهېږو. البته دا هغه بیه ده چې د افغانستان ګڼو خلکو یې پرې کول انتخاب کړي دي. زه دا خطر هم وینم چې که د بیلابیلو ډلو له لوري وسله وال مقاومت زیات شي، له بهره د لاسوهنې خطر یا لږ ترلږه د بیلابیلو لوبغاړو او ان د ګاونډيو هېوادونو له لوري د ملاتړ خطر زیاتوي. وسله واله شخړه به د شخړې د لا پراختیا لامل شي او دا وضعیت به د کورنۍ او ان په سمیه کې د بې ثباتۍ لامل شي. خو بالاخره دا مساله له یوه فردي او اخلافي انتخابه اخوا ده، ځکه بدې پایلې یې د قربانیو او ستونزو د زیاتېدو لامل کیږي، هغه څه چې زه یې د سیمې د امنیت او ټیکاو لپاره خطرناک ګڼم، لکه څنګه چې مې یادونه وکړه،په سیمه کې ټيکاو او په افغانستان کې ټيکاو زموږ د تګلارې یوه لویه موخه جوړوي.

Back to top button