د «عقرب تاريک» کتاب ليکـوالې، ثمينې حفيظي سره ځانګړې مرکه
مرکه کوونکی: محمد عزيز پردېس

درنو لوستونکو د ۸صبح پښتو مجلې د ادبي ورشو برخې د ځانګړو مرکو د لړۍ په دوام مو دا ځل د (عقرب تاريک) تر عنوان لاندې د چاپ شوي کتاب له ليکوالې آغلې ثمينې حفيظي سره ځانګړې مرکه کړې چې ستاسو پام ورته راګرځوو.
يادونه: په عقرب تاريک کتاب کې پر کابل پوهنتون د سږني خونړي برید او په دې پېښه کې د قربانيانو د کورنيو خاطرې راغونډې شوي دي چې د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو څانګې زده کړيالې اغلې ثمينې حفيظي په هڅو ليکل شوی دی.
۸صبح: آغلې حفيظي، مننه کوم چې موږ ته مو د «عقرب تاريک» کتاب په اړه چې په دې وروستيو کې چاپ شو، مرکې ته وخت راکړ. د لومړۍ پوښتنې په توګه کېدای شي درنو لوستونکو ته ځان معرفي کړئ؟
حفيظي: ټولو درنو لوستونکو ته سلام او درناوی وړاندې کوم!
ثمينه حفيظي يم په کال ۱۳۷۷ کې مې په کابل کې نړۍ ته سترګې وغړولې، خو اصلي ځای مې ميدان وردګ ولايت دی او ۲۲ کلنه یم. په کال ۱۳۹۵ کې د سيدال ناصري د نجونو له ليسې په لوړه درجه فارغه شوم، وروسته مې په کابل پوهنتون کې د ټولنيزو علومو په برخه کې د لرغون پېژندنې په برخه کې زده کړې پيل کړې، دمګړی په اووم سمسټر کې يم او ترڅنګ يې لیکوالي هم کوم.
۸صبح: مننه، آغلې حفيظي، ددغه کتاب د لیکلو لامل څه و، آيا مخکې له دې مو کتابونه ليکلی او خپاره کړي مو دي؟
حفيظي: د دغه کتاب د ليکلو لامل، د تاريخ په اوږدو کې د ټولو قربانیانو د دردونو انځورول ؤ چې راتلونکي نسلونه په دې پوه شي، د علم او پوهې دښمنانو له لوري پر هغو وګړو څه ظلمونه شوي چې په زده کړو او پوهې بوخت ؤ. له دغې پېښې وروسته ژوند د تېر په څېر نه ؤ او له ورځني ژوند سره وېره او درد يوځای شوی ؤ، دغه ګام مې د دې لپاره پورته کړ چې وکولی شم دغه دردونه لږ راکم کړم. مخکې له دې مې هم ادبي طرحې او مقالې ليکلې دي، خو دا مې لومړنی اثر دی د چاپېږي.
۸صبح: د عقرب تاريک کتاب تود هرکلی وشو، ستاسې په اند يې لامل څه دی؟
حفيظي: له بده مرغه چې د کابل پوهنتون پېښه يوه دردوونکې او خونړۍ پېښه وه چې د ټولو په ذهن کې پاتې ده او د هېرېدو نه ده. په خواشینۍ سره چې په افغانستان کې د يوې دردوونکې پېښې په رامنځته کېدو، مخکينۍ پېښې هېرېږي او په تېرو څو میاشتو کې د بېلابېلو او دردوونکو پېښو شاهدان وو، نو د کابل پوهنتون پېښه هم په یو ډول هېره شوې وه، د دغه کتاب ليکلو دقيقا د درې مياشتې مخکې خونړۍ پېښې درد يو ځل بيا تازه کړ او دا چې د نبي کريم (ص) د لارې تعقيبوونکي د جهل او تورتم د دښمنانو لخوا ووژل شول.
۸صبح: آيا فکر کوئ چې د ورته کتابونو ليکل به د کابل پوهنتون په شان خونړیو پېښو د قربانيانو د کورنيو پر درد پټۍ کېږدي؟
حفيظي: کاشکي د دې کتاب له ليکلو پورته مې څه په وس کې وی، چې د قربانيانو د کورنيو د دردونو لپاره درمل وی. خو د کتاب ليکل هم په يو ډول د دوی پر ټپونو پټۍ کېدای شي، د دوی لپاره دا موضوع څرګنده شوه چې لږترلږه یو څوک شته چې د دوی په څېر درد لري، د دوی د اولادونو د وينو دفاع کوونکي دي او غږ يې په تاريخ کې ثبت کړ.
۸صبح: د دغه کتاب په چمتو کولو کې کومو کسانو له تاسو سره مرسته کړې او آيا داسې څوک هم ؤ چې د کتاب په ليکلو او چمتو کولو کې يې درسره مخالفت کړی وي؟
حفيظي: له بده مرغه د دې کتاب په برابرولو کې هېچا مرسته نه ده کړې او په يوازې ځان مې هرڅه مخ ته يوړل. همدا چې چا راسره همکاري نه لرله، او نه يې غوښتل چې داسې کتاب چاپ شي. د دې کتاب کمپوز د احمد شعيب صديقي لخوا شوی او د فاروق مطبعې له خوا چاپ شو.
۸صبح: په عقرب تاريک کتاب کې مو د خپلو ۱۸ ټولګيوالو او د کابل پوهنتون خونړۍ پېښې او د قربانيانو خاطرې لیکلې دي، د دې کتاب د ليکلو پرمهال کومه خاطره وه چې ليکل يې تاسې ته ترټولو ستونزمن ؤ او ولې؟
حفيظي: د دې کتاب د هر داستان، د هر پراګراف په اورېدو او ليکلو سره احساس کوم چې کلونه عمر راباندې تېر شوی او زړه شوې يم، ځکه دا دومره دردوونکي ؤ چې کاڼی اوبه کوي. له دې مواردو اقتصادي ستونزې او بې وزلي زما لپاره ډېر دردوونکي و او په داسې بې وزله ژوند کې چې بيا د کورنۍ عايد لرونکی شخص هم له لاسه ورکړې، دا نو بيا ترټولو ډېر درد لري. هره کورنۍ چې خپل ځوان، خواريکښ او د کورنۍ د اړتیاوو برابرونکی له لاسه ورکړي، دا بيا جلا درد دی. ادريس چې غوښتل ولسمشر شي، رووف چې هيله يې لرله د پوهنتون استاد شي. حسينې چې غوښتل یې د پارلمان وکيله شي او ندیمې چې لیواله وه د ټولو دولتي ادارو لپاره نوې پاليسي او لايحه جوړه کړي، خو د دوی ټول ارمانونه او هيلې تر خاورو لاندې شول. دغه ټول موارد درد او رنځ بيانوي.
۸صبح: آغلې حفيظي، د عقرب تاريک کتاب اوس په فارسي ژبه ليکل شوی دی، آيا په راتلونکې کې هوډ لرئ چې په نورو ژبو هم وژباړل شي؟
حفيظي: ياد کتاب به ان شاءالله په راتلونکې اونۍ کې په پښتو ژبه هم وژباړل شي او دا چې په دغه پېښه کې ډېرو بهرنيو هېوادونو د خپلې همدردۍ مراتب وړاندې کړل او غبرګونونه يې وښودل نو لېواله يم چې په انګليسي ژبه هم وژباړل شي چې نړیوال هم د دې خونړۍ پېښې دردونه او خاطرې ولولي و حس يې کړي.
۸صبح: د وروستۍ پوښتنې په توګه، د عقرب تاريک کتاب له لوستونکو مو غوښتنه، پيغام او وړانديز مو څه دی؟
حفيظي: دا چې د کابل په ټولو کوڅو او واټونو کې د شهيدانو او قربانيانو د کورنيو ليدلو ته ورغلې يم، نو د هر چا په پرتله د دوی وضعيت ښه درک کوم، له بده مرغه د دوی ډېری کورنۍ په بې وزلۍ کې ژوند کوي، همدارنګه په پېښه کې ټپي شوي کسان هم په ښه وضعيت کې نه دي او لاسنيوي ته اړ دي. نو په همدې اساس مې پرېکړه وکړه چې د عقرب تاريک کتاب له لارې راغلې پیسې به د دې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره مرسته وکړم، نو له تاسو ټولو عزيزانو هيله لرم چې د يو ټوک کتاب په پېرلو سره د دغې دردوونکې پېښې له ټپيانو او د شهیدانو له کورنيو سره خپله مرسته وکړئ.