د ورځې یو لک افغانۍ لګښتونه؛ زابل مېشتي د نس مړولو لپاره د ملاعمر د قبر لنګر ته ورځي

۸صبح، زابل: زابل مېشتي د طالبانو له رژیمه شکایت لري او وایي، چې دغې ډلې په زابل ولایت کې د خپل خښ کړي موسس ملامحمد عمر مجاهد قبر ته د میاشتې ۳ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده، خو د خلکو د اقتصادي او بشري ناورین د حل لپاره کومه ځانګړې پاملرنه نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې ځایي سرچینو ۸ صبح ورځپاڼې ته د طالبانو د نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده له لوري، د دغې ډلې د موسس ملامحمد عمر مجاهد د قبر د لګښتونو لپاره د ۳ میلیونه افغانیو میاشتینۍ بودیجه ځانګړي کیدل تایید کړي دي.
ملامحمد عمر مجاهد، چې د مرګ د ځای او نېټې په اړه یې بېلابېلې ادعاوې موجودې دي، طالبانو یې تېر کال د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د قبر د موجودیت ادعا وکړه.
د طالبانو منتقدان باور لري، چې ملا عمر په پاکستان کې مړ شوی او خښ شوی و، خو وروسته یې جسد ښايي زابل ته لیږدول شوی وي.
په زابل کې د طالبانو یوې سرچینې ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل، چې طالب رژیم د ملا عمر قبر ته د ورتلونکو کسانو لپاره د غرمې او سهار ډوډۍ، د ورځې چای او نور امکانات برابر کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې هره اونۍ دغه زیارت ته تر ۲۰۰۰ ډیر کسان ورځي او د طالبانو لخوا ورکول کیدونکې وریجې او غوښې خوري.
سرچینه زیاتوي، چې د ملاعمر د قبر لګښتونه د طالبانو د رژیم د دفاع وزارت له لوري ورکول کیږي.
یاد شوی وزارت د ملا عمر د زوی محمد یعقوب مجاهد په ولکه کې دی.
ځایي سرچینو ۸ صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د ملا عمر قبر ته ورتلونکي کسان اکثره هغه ځایي اوسیدونکي دي، چې اقتصادي او بشري ناورین سخت ځپلي او د خیټې مړولو لپاره د ملا عمر د قبر لنګر خوړلو ته ورځي.
له دې سره د زابل اوسیدونکي وایي که د ملا عمر د قبر لګښتونه پر ټولګتو پروژو ولګول شي، خلکو ته به هم د کار زمینه برابره شي او هم به یې ځینې اړینې پروژې ترسره شي.
د زابل یو اوسیدونکی سیدالرحمن وایي طالبانو مخکې جمهوري نظام په بې ضرورته لګښتونو تورناوه، خو خپله، هغه هم په له اقتصادي ناورینه په ډکو شرایطو کې دغه عمل ترسره کوي.
سیدالرحمن زیاتوي:« قبرونو ته بودیجه ورکول د څه لپاره دي، که هغه کس ته څوک د دعا لپاره ورځي، له ډوډۍ پرته هم ورځي. دا نه ده په کار، چې خلک له لوږې مري، کار نه لري او دوی یې د مالیاتو پیسې د خپل مشر په قبر مصرفوي، دیګونه باندې کوي او وږي خلک د هغه د دعا کولو نمایش ته ور بولي.»
د زابل یو بل اوسیدونکی دوست محمد وایي دا پیسې دې زابل کې پر ټولګټو او رغنیزو پروژو ولګول شي.
دوست محمد په زابل کې د ډېرو ولسوالیو د سړکونو خرابوالی، د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو د ودانیو نشتوالی او نورې ستونزې یادوي، چې په وینا یې ورته پاملرنه د ملا عمر د قبر له دیګونو خلکو ته ډېر لومړیتوب لري.
د طالبانو یو شمېر مشرانو په ۱۴۰۱ کال کې ادعا وکړه، چې ملا عمر یې د زابل په سیوري ولسوالۍ کې خښ کړی دی.
دوی دغه راز، د زابل د مرکز کلات ښار په ۹۵ کیلومترۍ کې نوموړي ته یو منسوب قبر نندارې ته وړاندې او وویل، چې دلته به د خلکو د اسانه تګ راتګ لپاره غځيدلې لاره ورغوي.
طالب چارواکو وروسته د یادې لارې د رغولو اعلان هم وکړ.
طالبانو د خپل پخواني مشر ملا عمر د قبر د لګښتونو او د خلکو د نیوکو په اړه څه نه دي ویلي.