په زابل کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ

۸صبح، زابل: د زابل ولایت ځایي سرچینې وایي، چې ددغه ولایت اړوند سیمه کې له یوه مازدا ډوله موټر سره د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله، ۹ تنه مړه شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن پنجشنبه، د غبرګولي په ١٨مه، له غرمې مخکې د زابل د مرکز کلات ښار په (پل سنګي) سيمه کې شوې ده.

د دې پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.

پرون هم د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ټپیان شول.

په هېواد کې د ډېرو ترافيکي پېښو لامل، د سړکونو خرابوالى او د موټر چلوونکو بې‌احتياطي بلل کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button