بدخشان کې چاودنه؛ سرچينې د طالبانو د يوه مخکښ قوماندان په ګډون د ١٦ کسانو وژل کېدل تاييدوي

۸صبح، بدخشان: د بدخشان ولایت په مرکز کې د یوې چاودنې له امله په دغه ولایت کې ددغې ډلې پرمخکښ قوماندان (مولوي صفی الله) سربېره، ۱۵ تنه نور هم وژل شوي دي.
چاودنه نن پنجشنبه، د غبرګولي په ۱۸ مه، د سهار په لسو بجو او پنځوسو دقیقو د فیض آباد ښار په نبوي جومات کې شوې ده.
چاودنه د طالبانو د مرستیالوالي (مولوي نثاراحمد) د فاتحې په مراسمو کې، چې د سه شنبې په ورځ، د داعش په یوه برید کې ووژل شو، شوې ده.
د بدخشان د ولایتي روغتون روغتیايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دوی ۱۵ جسدونه لیدلي چې ددغه روغتون سړېخونې ته لېږدول شوي دي.
په همدې حال کې د سرچينو د معلوماتو له مخې، دا چې د ټپيانو د لېږد بهیر لا هم روان دی، ښايي دغه شمېر لوړ شي.
تر اوسه د ټپيانو د کره شمېر په اړه معلومات نشته، خو د فيض اباد ښار اوسېدونکي وايي، چې امبولانسونه روغتون ته د ټپیانو د لېږدولو په حال کې دي.
د هغوی په وینا، له دې چاودنې وروسته، په سیمه کې نښته هم پیل شوه چې څو دقیقې روانه وه.
تر دې مهاله ددې چاودنې د نوعیت په اړه معلومات نشته.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په بدخشان کې د طالبانو امنیتي چارواکو هم چاودنه تایید کړې، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
طالبانو په دغه ښار کې د مخابراتي شبکو فعالیت په ټپه درولی دی.
دوه ورځې وړاندې د طالبانو مرستیالوالي مولوي نثاراحمد، په یوه برید کې، چې داعش یې مسوولیت پرغاړه واخیست، ووژل شو.
د سرچینې له خولې د يادونې ده، چې له لومړۍ چاودنې وروسته، ددغه ولايت د ځايي ادارې په مشرتابه کې بدلونونه راغلي دي.