کابل کې چاودنه

۸صبح، کابل: کابل کې د طالبانو امنیتي مسوولان د دغه ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې له یوې چاودنې خبر ورکوي.
کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، چې چاودنه سهشنبه د لړم پر اوولسمه په «پروان سه» سیمه کې شوې ده.
د ځینو سرچینو د معلوماتو له مخې دغه چاودنه د یوه ځایپرځای شوي ماین له امله وه، چې د طالبانو یو موټر یې په نښه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې جمعه ماښام د لړم پر دیارلسمه نېټه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند حاجي یعقوب سیمه کې یوه چاودنه شوې ده.
د ځدراڼ په وینا په دې چاودنه کې هم د طالب ځواکونو اړوند یو هایلکس موټر په نښه شوی دی؛ خو کوم تلفات یې نه دي اړولي.
د تېرې اونۍ پر چهاشنبې ورځ هم د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند مرکزي سیلو سیمه کې د کلیو د پراختیا وزارت د کارکوونکو یو لېږدونکی موټر په نښه شو.