په کابل ښار کې چاودنه؛ طالبان: تلفات نه لري

۸صبح، کابل: د کابل امنیه قومانداني چاودنه مني خو وایي، د مقناطیسی ماین په دغه چاودنه کې، چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند (خالد ځدراڼ) د سه شنبې په ورځ ( کب٢٣مه)، وويل چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې، د کابل ښار اتمې امنيتي حوزې اړوند کارته نو په سيمه کې شوې ده.

د هغه په وينا، چاودنه په يوه غرفه کې د مقناطيسي ماين له امله شوې او د لومړنيو معلوماتو له مخې، په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

سرچینې دا هم وايي، چې چاودنه سهار مهال شاوخوا ۷:۱۵ بجې شوې ده.

دغه راز سرچينې وايي، چې د کابل ښار د تايمني په سيمه کې په يوه فرونر ډوله موټر کې، د اور لګېدو له امله يوه بله چاودنه هم شوې ده.

د سرچینې په وینا په سیمه کې امبولانسونه او د اور وژنې موټرونه راټول شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button