۸صبح، کابل: د کابل ځينې اوسېدونکي د دغه ښار په یوه دیني مدرسه کې د چاودنې خبر ورکوي.
د سرچینو په وینا، چاودنه نن پنجشنبه د زمري پر ۲۰ ماسپښین د کابل په شش درک کې د رحیم الله حقاني په دیني مدرسه کې شوې ده.
د سرچینو له قوله، طالب پلوی مبلغ رحیم الله حقاني په دې چاودنه کې وژل شوی دی.
د دې چاودنې د تلفاتو په اړه کره شمېرې نشته.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
طالبانو هم په دې هکله څه نه دي ویلي.