مزارشریف کې چاودنه؛ طالبان وایي ۷ تنه مړه او ۶ نور ټپیان دي

۸صبح، بلخ: طالبانو د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د چاودنې د قربانیانو شمېر اعلان کړ.

بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري سه شنبه سهار د لیندۍ پر ۱۵ ویلي، چې د حیرتان بندر د تېلو برخې د کارکوونکو پر لېږدوونکي بس موټر د چاودنې په پایله کې ۷ تنه وژل شوي او ۶ نور کسان ټپیان دي.

بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ویاند په وینا، چاودنه د حیرتان د تېلو برخې د کارکوونکو په لېږدوونکي موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله وه.

اخوا د بلخ له ابن سینا روغتونه سرچینو ویلي، چې د نن سهار له پېښې ۱۸ مړي او ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

ځینې سرچینې بیا په دې پېښه کې د ۳۵ تنو د وژل او ټپي کېدو خبرې کوي.

د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د چاودنو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي دي.

ورته لیکنې

Back to top button