پاکستان ته د ترکاریو صادرات؛ د هېواد په شمال کې د یو من پیازو بیه ۴۰۰ افغانۍ ده

د هېواد د شمالي ولایتونو په بازارونو کې د پیازو بیه د تېر کال په پرتله پنځه برابره لوړه شوې ده. د حاصلاتو په موسم کې د پیازو د زيرمه کولو لپاره د معیاري سړو خونو نشتوالی او پاکستان ته د دغه محصول صادرات د هیواد په بازارونو کې د پیازو د بیو د لوړیدو یو لامل بلل کیږي. د شمالي ولايتونو اوسېدونکي وايي، چې د يو کيلو پياز بيه له ٦٠ تر ٧٠ افغانيو پورې ده، په داسې حال کې چې تېر کال يې د جوزجان، فارياب، سمنګان او سرپل په بازارونو کې بيه له ١٠ تر ١٥ افغانيو پورې وه. که څه هم د طالبانو تر ادارې لاندې مالیې وزارت د وارداتي پیازو او رومي بانجانو ګمرکي تعرفه له ۲۰سلنې نه ۵سلنې ته راټیټه کړه، خو د هېواد په بازارونو کې د سبو په ځانګړې توګه د پیازو په بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی. هېوادوال په داسې حال کې د پیازو د بیو له لوړوالي شکایت کوي، چې د سبو د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې هره ورځ سلګونه کانټینره سابه پاکستان ته صادرېدل. د شمالي ولاينونو اوسېدونکي د بيو د کنټرول او په هېواد کې د معياري سړو خونو جوړېدو غوښتنه کوي.
د فارياب ولايت د مرکز ميمنې ښار اوسېدونکي عبدالجميل ٨صبح ورځپاڼې ته وايي: «اوس ژمی پيل شوى، خو د سبو په ځانګړې توګه د هګيو، پيازو او کچالوو بيې لوړې شوې دي. لامل یې څه دی؟ زه هیڅ نه پوهیږم.» عبدالجمیل د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو نه د بيو کنټرول غواړي. د هغه په وينا، که د دغو توکو صادرات د هغو د بيو د لوړېدو لامل وي، بايد د صادراتو مخه يې ونيول شي، څو هېوادوال زيانمن نه شي.
د سرپل ولایت اوسېدونکی جاوید احمد د سبو د بيو له لوړوالي د شکايت ترڅنګ وايي: « لامل یې همدا دی چې په ولایتونو کې سړې خونې نشته او بل لامل یې له دغه ولایت نه پاکستان ته د پیازو لېږد دی چې په هماغه فصل کې بار شول. له همدې امله د یو من پیازو بیه له ۳۰۰ تر ۳۵۰ افغانیو لوړه شوې او خلک له ستونزو سره مخ شوي.»
د سمنګان د مرکز ايبک ښار اوسېدونکی غلام محمد هم وايي: «دا کار زموږ د خلکو په زيان دی. تېر کال يو من پياز له ٦٠ تر ٧٠ افغانيو وو، خو سږ کال له ٣٥٠ تر ٤٠٠ افغانيو شوي، چې په په اوسنيو شرايطو کې په ريښتيا هم چې خلک بېکاره دي او اقتصادي وضعيت يې ډېر خراب دى، او ان د يو کيلو پيازو د پېرلو وس نه لري. موږ له چارواکو غواړو چې په دې موضوع له سره غور وکړي او سړې خونې جوړې شي، څو زموږ بزګران زیانمن نه شي او محصولات په مناسب وخت کې وپلورل شي.»
بلخوا، سوداګر او هټیوال وايي، په شمال کې د معیاري سړو خونو د نشتوالي له امله د پیازو محصولات د حاصلاتو په موسم کې له راټولولو او بسته کولو وروسته په ټیټه بیه پاکستان ته صادریږي او بیا په نورو موسمونو کې په ځانګړې توګه ژمي، کې په لوړه بيه افغانستان ته وارديږي.
بکتاش یو له هغو سوداګرو دی چې له ولایتونو نه په عمده ډول سابه پېري او په کابل کې یې پلوري. هغه ۸صبح ورځپاڼې ته وايي:« له یوې میاشتې راهیسې بیې لوړې شوې دي. همدا لامل دی چې سبزي په ځانګړې توګه پیاز پاکستان ته صادریږي او پاکستان هماغه افغاني پیاز تر زيرمه کولو وروسته په لوړه بیه پر افغانستان پلوري.» هغه زياتوي، چې په اوړي کې سېلابونو او سختو بارانونو په افغانستان او پاکستان کې ډيری کښتونه له منځه وړي او دغه طبيعي افت د سبزيجاتو په ځانګړي ډول د پيازو پر بيې هم اغېز کړی دی.»
په شمال کې هټيوال زیاتوي، چې په هېواد کې د سبو د بیو په لوړېدو سره د دوی پلور کم شوی دی. ځکه چې د دوی په وینا، د هېوادوالو اقتصادي وضعیت سخت زیانمن شوی او د بيو په لوړېدو سره لږ څه پېري.
د هېواد په شمالي ولایتونو کې د هوا په سړو سره د پیازو بيې په داسې حال کې لوړې شوې، چې د سږ کال د حاصلاتو په موسم کې په ډېرو ولایتونو کې د پيازو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله زيات شوي وو. شته شمېرې ښيي، چې سږ کال په جوزجان کې د پیازو حاصلات څه باندې ۵۵۴۴ ټنو ته رسيدلي وو. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د پيازو حاصلات څلور زره ۲۰ ټنه ښودل شوې وو. په جوزجان کې د پیازو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل د اصلاح شویو تخمونو کارول او د دغه ولایت له هوا سره د هغو مطابقت بلل کېږي.
د جوزجان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست چارواکي وايي، چې د روان کال په اوږدو کې افغانستان په زیاته اندازه پیاز پاکستان او قزاقستان ته صادر کړي دي.
که څه هم د طالبانو تر ادارې لاندې د مالیې وزارت چارواکو په دې وروستیو کې هېواد ته د رومي بانجانو او پیازو پر وارداتو مالیه کمه کړې، خو په شمال کې دغه اقدام اغېزتاک نه دی تمام شوی. د طالبانو د مالیې وزارت ګمرکونو ته لارښوونه کړې چې د پیازو او رومي او بانجانو ګمرکي تعرفې له ۲۰ سلنې نه ۵ سلنې ته راټیټه کړي. په مالیې وزارت کې طالب چارواکي وايي، چې دغه لارښونه له یوې میاشتې راهیسې عملي کيږي.
د رپوټونو له مخې، د اوړي په پای او د مني په پیل کې هره ورځ له ۳۰۰ تر ۴۰۰ کانټینر سابه پاکستان ته صادرېدل. د افغانستان لپاړه د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق دا خبره پر خپل ټويټر تاييد کړې ده.