۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا د افغان مېرمنو او نجونو په هکله بېړنۍ غونډه جوړه کړې ده. اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان ویلي، چې هیله من دي دا بحث د افغانستان د نیمايي وګړو وضعیت له بدلون سره مرسته وکړي.
له بلې خوا، ریچارډ بنت د دې شورا په ناسته کې ویلي، چې د ښځو په ځپلو کې د طالبانو کړنې په نړۍ کې بې مخینې دي.
اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا په ګډه بیانیه کې او د افغان مېرمنو د وضعیت په هکله د بېړنۍ ناستې له جوړېدو وروسته هم د دې ناستې د اهمیت په هکله هیله مندي څرګنده کړې ده.
دغو دوو بنسټونو د افغان مېرمنو وضعیت خواشینونکی بللی دی.
د دغو دوو سازمانونو په ګډ ټویټ کې راغلي: «موږ هیله من یو چې د افغان مېرمنو په هکله د بشري حقونو شورا بېړنی بحث د دې هېواد د نیمايي وګړو تراژیدۍ ته د لا زیاتې پاملرنې په برخه کې مرسته وکړي.»
د دوی په وینا، ښځې په افغاني ټولنه کې د بشپړ، برابر او ماناوال ګډون لپاره له خپلو حقونو بې برخې شوې دي.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو کمېشنرې میشل باشله ویلي: «افغان ښځې او نجونې په وروستیو لسیزو کې د دوی د حقونو له کمښت سره مخ شوې دي.»
هغې زیاته کړې، چې له ځینو بنسټیزو بدلونونو پرته به، د افغان مېرمنو راتلونکی تیاره وي.
د جولای پر لومړۍ نېټه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا د پنځوسمې ناستې بحثونه روان دي.