سختې یخنۍ په غور کې د دوو ماشومانو ژوند واخیست

۸صبح، غور: غور کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د سختې یخنۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي دي.
سیمهییزو سرچينو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي، چې د دغو دوو ماشومانو مړي شنبه د سلواغي پر ۲۹ نېټه موندل شوي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه ماشومان هغه مهال د سختې يخنۍ له امله مړه شوي، چې له خرمردې سيمې څخه د غور ولايت د مرکز فيروزکوه ښار خيرګاه خولا کلي ته روان وو.
د سرچينو په وینا، د دغو ماشومانو عمرونه د ٧ او ٩ کلونو ترمنځ وو.
په غور کې طالبانو هم د سختې یخنۍ له امله د دغو دوو ماشومانو مړینه تایید کړې ده.
تېره اوونۍ د غور ولايت په لعلوسرجنګل ولسوالۍ کې هم د سختې يخنۍ له امله يو تن مړ شوی و.
غور د افغانستان یو له سړو ولایتونو څخه دی. د دغه ولايت اوسېدونکي تل د ژمي په موسم کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي.