فایق: د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو په اړه د طالبانو پرېکړه له بشري حقونو د سرغړونې وروستۍ کرښه ده

۸صبح، کابل: په ملګروملتونو سازمان د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق ویلي، چې په افغانستان کې پوهنتونونو ته د نجونو د تګ ممنوعیت له بنسټیزو بشري حقونو د سرغړونې وروستۍ کرښه ده.
فایق سه شنبه د لیندۍ پر ۲۹ د یوې بیانیې په خپرولو د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې د افغانستان ټولنیز، اقتصادي، امنیتي او سیاسي وضعیت د پرمختګ او مثبت بدلون لپاره هېڅ هیله نشته.
په بیانیه کې راغلي، چې د دې ناهیلۍ لامل اوسني ناورین ته د رسېدنې لپاره د طالبانو ناکامي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دې ډلې ماته ده.
د فایق په وینا طالبان خپلو پخوانیو سختو او غیرانساني کړنو او قوانینو ته ستانه شوي او په دُرو وهلو، د لاس د پرې کولو او په عام محضر کې د خلکو اعدام ته یې مخه کړې ده.
په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان استازي زیاته کړې، چې د تورنو کسانو په اړه د طالبانو په قضایي نظام کې هېڅ ډول روڼتیا نشته او د هېواد قضایي سیستم غیرفعال دی.
بیانیې زیاته کړې چې طالبانو تراوسه هېڅ نوی قانون په رسمي جریده کې نه دی خپور کړی.
فایق همدارنګه زیاته کړې، چې طالبانو د بیان او مطبوعاتو ازادي ځپلې او اعتراض کوونکې ښځې او مخکیني پوځیان یې نیولي او شکنجه کړي دي.
فایق همداراز زیاته کړې، چې طالبانو په سرپل، بغلان، بدخشان او پنجشېر کې ځینو کورنیو ته په ډلهییزه توګه سزا ورکړې او جبري کډې ته یې اړ ایستلې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي رییسې روزا اوتونبایوا د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په ناسته کې ویلي و، چې د افغانستان خلک له دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې له چلند څخه ناهیلي شوي دي.