۸صبح، کابل: په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د دغه سازمان د امنیت شورا په ناسته کې د یوه امن او باثباته افغانستان لرلید اوسمهال تیاره بللی دی.
په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق دوشنبه د وږي پر ۷ د دغه سازمان د امنیت شورا په ناسته کې افغانستان یو داسې هېواد بللی دی، چې ترټولو ناوړه سیاسي، اقتصادی، ټولنیز او بشري ناورین تجربه کوي.
ښاغلي فایق د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازو تړلي پاتې کېدل، راتلونکي ته د ځوانانو ناهیلي، هېواد کې د قومونو او مذهبونو زیانمنل، د متخصصو کادرونو تېښته، له تښتونو مستند راپورونه، له محاکمې پرته وژنې او شکنجه، د مخکینیو امنیتي ځواکونو بې درکه کېدل او د خبریالانو، مدني فعالانو، د ښځو حقونو فعالانو او معترضانو نیول هغه لاملونه بللي، چې د امن او باثباته افغانستان لرلید یې تیاره کړی دی.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وزګاري، بې وزلي او کډوالي هغه ښکارندې بللې چې طالبانو په تېر یوه کال واکمنۍ کې خلکو ته راوړې دي.
نصیر احمد فایق، د ملګرو ملتونو له غړو، د افغانستان له سیمه ییزو اونړیوالو شریکانو غوښتي چې ددغه هېواد لپاره یوه متحده کړنلاره او یو موټی دریځ ولري.
د ویلو وړ ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت په ناسته کې هېوادونو د بشري حقوق پر رعایت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او یوه ټول شموله او سالم سیاسي جوړښت ټینګار وکړ.