د مجاهد څرګندونو ته د فايق غبرګون: د افغانستان خلک د قومي سياستونو قرباني دي

۸صبح، کابل: په افغانستان کې د اکثریت او اقلیت په اړه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له وروستیو څرګندونو وروسته، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصیر احمد فایق وایي، چې طالبان له دې لارې د خپل نظام د ټینګولو لپاره کار اخلي او د حذف کولو پالیسۍ توجیه کوي.

فایق د یکشنبې په شپه (د چنګاښ په ۴ مه) په یوه ټویټ کې وویل چې د هیواد نننی کړکیچ د ځینو «ناروغو» سیاستوالو د تعصبونو له امله دی.

هغه زیاته کړی: د توکمیزو او ژبنیو تعصبونو او د اکثریت او اقلیتونو مسلو ته لمن وهل هغه وسیله ده چې په تیرو شلو کلونو کې د یو شمیر ناروغو سیاستوالو له خوا د بهرنیانو په ملاتړ د شخصي او ډلييزو ګټو لپاره د وينې تويېدنې، فقر، وروسته پاتې والي او په پاى کې زموږ په هېواد کې نننۍ ناورين رامنځته کړ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي دې ته په اشارې سره چې د هېواد ټول توکمونه د قومي، ژبني او افراطي سیاستونو قرباني شوي او لا هم قرباني کېږي.

فایق وویل:«د افغانستان ۲۸ میلیونه وګړي چې له ټولو توکمونو څخه دي له فقر زورېږي. د هېواد میرمنې چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، د زده کړې او کار له حقه بې برخې دي.»

دغه افغان ډيپلومات په داسې حال کې د طالبانو له خوا د قومي تعصبونو پر پارولو نيوکه کوي، چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پرون آمو تلویزیون ته وويل، چې د دې ډلې کابينه ځکه پښتانه ده، چې د افغانستان اکثره وګړي پښتانه دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټې د طالبانو رژیم «پښتون محوره» بللی و او ویلي وو چې دغه ډله بېرته د ۹۰مې لسیزې استبدادي سیاستونو ته ستنه شوې ده.

Back to top button