«د دروغو مذاکرات» او پر افغانستان د طالبانو یرغل

لیکوال: یعقوب ابراهیمي

طالبان په دوو لاملونو واک ته ورسېدل. لومړی، د افغانستان د جګړې پای ته رسولو په موخه د سیاسي مناسبې حل لارې موندلو لپاره د کورني او نړۍوالو هڅو عجولانه او پڅو هڅو له امله. دوهم، پر وسلوالو ځواکونو د تکیې د هېواد د حیثیت او عزت ساتلو لپاره د دولت او د هغه د نړۍوالو ملګرو په تدریجي ډول د جدیت کموالی، په داسې حال کې چې د جګړې په ډګر کې د دښمن بریا او ماتې د طالبانو او د هغو د ملاتړ کوونکي (پاکستان) اصلي ستراتیژي وه. په داسې حال کې، طالبانو له مذاکراتو یوازې د سیاسي او نړۍوال مشروعیت د زیاتوالي لپاره ګټه واخیسته، په داسې حال کې چې د افغانستان دولت او ملګرو یې د مذاکراتو پیل د جګړې د حل لپاره تر ټولو ښه ټاکنه بللې وه. له همدې امله، طالبان د «دروغو مذاکراتو» نظریې ته په تکیې له امریکایانو او افغانانو سره خبرو ته کښېناستل او په وروسته مراحلو کې، افغانستان هم د سولې مذاکراتو ته د طالبانو د لیدلوري د نسبي درک وروسته، قطر کې یوازې په نمایشي ډول حاضر شو څو د خپل اقتدار د دوام لپاره هڅه وکړي. خو د طالبانو په پرتله د افغانستان د دولت اصلي تېروتنه دا وه چې طالبانو په مذاکراتو کې د شتون سره سره، د جګړې په ډګر کې د فشار په زیاتوالي تمرکز وکړ، په داسې حال کې چې دولت د امریکا د ټولټاکنو پایلو ته په تمه و. څو د امریکا د ټولټاکنو پایله معلومه شي، دولت د جګړې په ډګر کې په بشپړ ډول خپل اقتدار له لاسه ورکړی و او د امریکا نوي حکومت هم له همدې امله له کابل نه د ملاتړ لپاره ډېره علاقه مندي ونه ښوده.

دغه لیکنه د قطر د خبرو اترو د خیالي ابعادو او د هغو د تحلیل او ارزونې د «افغانستان د سولې مذاکراتو» تورې څېرې د څېړنې چې د ۲۰۱۸ په سپټمبر کې د «ټرمپ د سوېل اسیا سیاست» تر سیوري لاندې په قطر کې پیل او پرته له لاسته راوړنې د ۲۰۲۰ ډسمبر کې پای ته ورسېدې، په اړه بحث کړی دی. په دې لیکنه کې هڅه شوې د مذاکراتو د دواړو پړاونو یعنې د امریکا- طالبانو خبرواترو او د «بین الافغاني» خبرواترو جزییات د « دروغو مذاکراتو» د نظریې په چوکاټ کې تحلیل او د سولې په بهیر، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط او د طالبانو په پوځي یرغل د اغېز په اړه توضح ورکړل شي. په دې لیکنه کې دغه راز هڅه شوې چې د سولې لپاره د مناسبو شرایطو په نشتون کې د قطر د مذاکراتو په بهیر نیوکه او په یادو شرایطو کې له طالبانو سره د مذاکرې لپاره د افغانستان د دولت بېړه چې د مذاکرې په میز او د جګړې په ډګر کې د طالبانو د اقتدار د زیاتوالي لامل شو، تشریح کړي.

د قطر مذاکرات ډېر جزییات لري چې مخکې په عمومي ډول د هغو په اړه بحث شوی دی. له همدې امله، د «دروغو مذاکرات» نظریه مرسته کوي څو د قطر د مذاکراتو په پایله کې د طالبانو د یرغل اصلي شواهد او لاملونه په بشپړ ډول څرګند او د اوسني وضعیت د رامنځته کېدو زمینې وارزول شی. له دې نظریې سره بلدتیا د مذاکرې په میز کې د سیاسي ډلو د چلند پېژندل ساده کوي او په راتلونکي کې د هغو د پیغامونو د تکرار په اړه د پوهې د پراختیا په برخه کې مرسته کوي. دغه لیکنه لومړی د دروغو مذاکراتو نظریه تشریح کوي او وروسته په قطر کې د امریکا-طالبانو او د بین الافغاني په مذاکراتو کې د هغو کړنې او پایلې ارزوي او په پای کې توضیح ورکوي د افغانستان د جګړې د سولییز حل لپاره د لازمو شرایطو په نشتون کې لوبغاړو څنګه د دروغو په مذاکراتو تکیه وکړه. ددغه بهیر پیغامونه، د بهرنیو لوبغاړو لپاره سیاسي-تاریخي تجربه وه، خو د افغانستان لپاره بدمرغي او فاجعه.

د مذاکرې نظریه او د «دروغو مذاکره»

د سولې په مذاکراتو کې باید د جګړې خواوې د سیاسي خبرواترو ته بې ریا او مخلصانه ډول د «غوره» او حتی د جګړې د حل «یوازینۍ» ټاکنې په توګه وګوري، هوکړې ته د رسېدو په موخه د اختلافونو او د امکاناتو د دایرې په اړه بحث وکړي او د هېواد د ګډې موخې او هیلې په توګه سولې ته د رسېدو لپاره سیاسي او ایډیولوژیک نرمښت وښيي. (ګلوزمن او همکاران ۲۰۱۵؛ شوارتز او جیلبوا ۱۹۸۲؛ لکس او سبنیوس ۲۰۰۶؛ منوکین ۱۹۹۳) له دې نظره، د سولې مذاکرات سولې ته د ښکېلو خواوو د امکاناتو په دایره کې سولې ته د رسېدو په موخه عملي ګامونه تعریف کېږي. د دروغو مذاکرات د دغې نظریې خلاف دي؛ ځکه په رښتینو مذاکراتو کې ښکېلې خواوې هڅه کوي د لوړې موخې لپاره چې د خپل هېواد پرمختیا ده، د خپلې ډلې په ځینو غوښتنو پښه کېږدي او له سیاسي مذاکراتو نه د جګړې د غوره حل لارې په توګه ګټه واخلي، په داسې حال کې چې د دروغو مذاکراتو کې، د جګړې ښکېلې خواوې مذاکرې ته د یوې ممکنه لارې په توګه ګوري او په ورته وخت کې په اوږد مهاله کې د مقابل لوري د حذف او له منځه وړلو په موخه د غوره شرایطو د رامنځته کولو لپاره له هغه نه د بل د غولولو د تاکتیک په توګه ګټه اخلي. (ګلوزمن او همکاران ۲۰۱۵) له همدې امله دروغجن مذاکره کوونکي د مذاکرې په میز کې له مینې نه په ګټې اخیستنې په لنډ مهاله کې د نورو د غولولو لپاره د پام وړ مهارت لري، په داسې حال کې چې اوږدمهاله برنامه یې د وخت ضایع کول او لوړې موخې ته د رسېدو یعنې د مقابل لوري له منځه وړل او حذف دی (ګلوزمن او همکاران ۲۰۱۵؛ شوارتز او جیلبوا ۱۹۸۲) له همدې امله، په داسې حال کې چې رښتینې مذاکره د سولې تړون ته د رسېدلو هنر دی، د دروغو مذاکره د سولې تړون  ته د نه رسېدلو لپاره د بل غولول دي (ګلوزمن او همکاران ۲۰۱۵؛ شوارتز او جیلبوا ۱۹۸۲). د جګړې خواوې معمولا د درېیو لاملونو له امله دروغو مذاکراتو ته مخه کوي:

لومړی، کله چې بهرنی ناظم- اصولا په جګړه او د جګړې په حل کې دخیل بهرنی واک- ښکیلې خواوې د خبرو اترو له لارې سیاسي حل لارې موندلو ته اړ کوي. په دې شرایطو کې، ښکېلې خواوې د سیاسي او پوځي له اړخه بهرني ناظم ته نه درناوی ښه نه ارزوي او په څو لاملونو د ناظم د برنامو پر بنسټ مذاکراتو ته مخه کوي. هغه لاملونه دادي: په لنډمهاله کې د ناظم د غولولو لپاره له مذاکرې نه ګټه اخیستنه، له ډېر فشار نه مخنیوی د اقتصادي تعزیراتو یا د سیال په ګټه د زیاتو پوځي لاسوهنو په ګډون، د اوږد مهاله موخو په خطر کې اچولو نه مخنیوی او ستراتیژیکو او اصلي موخو ته د رسېدو په موخه د غوره فرصت موندلو لپاره وخت ضایع کول عمدتا د جګړې په ډګر کې (ګلوزمن او همکاران ۲۰۱۵). «غوره فرصت» یعنې د «بهرني ناظم» بدلون یا په هغه هېواد کې سیاسي بدلون چې حکومت یې د بحث وړ حکومت کې د جګړې او د سولې د بهیر همغږي کوونکی دی. همدا چې دروغجن مذاکره کوونکي پوه شي چې نوی ناظم په هېواد کې یې جګړې او سولې ته تازه لیدلوری لري، مذاکرات پرېږدي او په نویو شرایطو کې د نوي مهال وېش په جوړولو بوخت کېږي.

دوهم، دروغو مذاکرات هغه مهال پېښیږي چې اصلي لوبغاړي له هغه نه پټو موخو ته د رسېدلو لپاره ګټه اخلي. د بېلګې په توګه یو یا ټول لوبغاړي د څو اړخیزه اړیکو د رامنځته کولو او د سیاسي او دیپلوماتیک مشروعیت د زیاتوالي له لاري د نړیوال پرستیژ ترلاسه کولو لپاره له دروغجنو مذاکراتو نه ګټه اخلي؛ په داسې حال کې چې اصلي تمرکز یې پوځي یرغل دی.

درېیم، د دروغو مذاکره هغه مهال رامنځته کېږي چې د جګړې یوه خوا دې پایلې ته ورسېږي چې د سولې خبرواترو نه منل د بهرني ناظم او د مقابل لوري سره د نوي قرارداد رامنځته کېدو لامل ګرځي او په پایله کې به د سیال د سیاسي پرستیژ او د پوځي پیاوړتیا د زیاتوالي لامل شي. دروغجن مذاکره کوونکی دغه شرایط «تحمیلي شرایط» بولي؛ خو پر سیال د بهرنیو لوبغاړو د لا زیاتو پانګې اچونې نه د مخنیوي لپاره مذاکرې ته حاضریږي. همدا چې «تحمیلي شرایط» بدلون وکړي، دروغجن مذاکره کوونکی د مذاکرې میز پرېږدي او هڅه کوي له نورو لارو پر سیال یرغل وکړي.

دروغجن مذاکره کوونکی، په ټوله کې موخې ته د رسېدو لپاره له دوو تاکتیکونو ګټه اخلي: لومړی، «د ځنډ دروغ» چې د مذاکراتو د بهیر اوږدېدو لامل کېږي. دروغجن مذاکره کوونکی له دغو دروغو نه په ګټې اخیستنې هڅه کوي عمده او ګډوډو بحثونو ته په ننوتلو په خبرو اترو کې د جګړې د اصلي مسایلو له بیانولو مخنیوی وکړي. دا چاره د مقابل لوري د ستړیا او تند غبرګون لامل کېږي او په پایله کې د مذاکرې د میز له لارې اصلي موخې ته د رسېدو لپاره یې لاره وربندوي. دوهم دروغ، حداکثري دروغ دی. دروغجن مذاکره کوونکی له دغه ترفند او دروغو نه په ګټه اخیستنې، هڅه کوي خپل حداکثري او افراطي موخې د جګړې د اصلي مسلې په توګه بیان کړي او له دې لارې مقابل لوري ته د مذاکرې دوام سخت کړي. دغه ترفند یا دروغ هم د مذاکراتو د اوږدېدو او له ماتې سره د مخ کېدو په موخه کارول کېږي (ګلوزمن او همکاران ۲۰۱۵). له دغو دوو دروغو نه ګټه اخیستنه، ددې لامل کېږي چې مقابل لوری هم ورته دروغو ته مخه کړي او په دروغجن مذاکره کوونکي واوړي او یوازې د «بریا او ماتې» د چارې په اړه فکر وکړي. په دا شان شرایطو کې، دواړه خواوې د مذاکراتو په بهیر او پایلو خپل باور له لاسه ورکوي او یوازې بهرنیو لوبغاړو ته د نیک نیت ښکاره کولو لپاره، په ظاهر ډول مذاکرات پرمخ وړي. دغه چاره د مذاکرې له لارې د سولې تړون ته د رسېدل ناممکنه کوي. له همدې امله، نوې تګلارې ته اړتیا ده چې په هغه کې کورني لوبغاړي د صداقت نشتون لپاره خپل دلایل وړاندې کړي او بهرني لوبغاړي په تېره د مذاکراتو اصلي ناظم دغه لاملونه په رسمیت وپیژني او د هغه له مخې د مذاکرې لپاره نوې فضا چمتو کړي؛ هغه چاره چې د قطر په مذاکراتو کې موجوده نه وه.

د قطر په مذاکراتو کې، ټولو لوبغاړو د دروغو مذاکراتو په تګلاره کې له دروغو ډکې خبرې اترې په لاره  واچولې؛ ډیری افغان او بهرني سیاستوالو د دروغجنو خبرواترو د ماهیت له درک پرته هغې جشنوارې سره یوځای شول او هغوی چې د خبرو اترو له ماهیت نه خبر وو، د شکمنو او ناڅرګنده دلایلو له امله د هغو له افشا کولو نه یې ډډه وکړه. په پایله کې، طالبانو له هغه فرصت نه په ګټې اخیستنې، د مذاکرې په میز کې یې خپل سیاسي او نړیوال مشروعیت زیات کړ، په داسې حال کې چې د جګړې په ډګرونو کې له خپلو مورچلونو نه په شا نشول. په مقابل کې، د افغانستان دولت او کورني او بهرنیو ملاتړ کوونکو یې خپل ټول تخمونه د مذاکراتو په سبد کې کېښودل، په داسې حال کې چې افغان سرتېرو هره ورځ د جګړې په ډګر کې پوځي او عاطفي ماتې سره مخ کېدل. د لیکنې نورې برخې په قطر کې (د امریکا- طالبانو مذاکرات او د بین الافغاني مذاکراتو) د دواړو پړاونو د مذاکراتو د څېړنې په اړه توضیح ورکوي چې څنګه دغه خبرې اترې د «دروغجنو مذاکراتو» نه متاثره وې او د مخلصانه مذاکراتو لپاره د لازمو شرایطو نشتون د یادو خبرو اترو د ماتې او د طالبانو د پوځي یرغل لامل شو.

د امریکا- طالبانو مذاکرات (سپتامبر ۲۰۱۸- فبروري ۲۰۲۰)

سولې په اړه مذاکرات څلور مرحلې لري: د مذاکرې پیل، د مذاکرې پرمختګ، د تړون لاسلیک او د تړون ترسره کول یا پلي کول (جیلبوا ۲۰۰۹؛ شوارتز او جیلبوا ۱۹۸۲) د امریکا-طالبانو مذاکرات په درېیمه مرحله کې پای ته ورسېدل. د تړون له لاسلیک وروسته، طالبانو د هغه د اجرا لپاره چې له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کېدل، د افغانستان له دولت سره اوربند او بین الافغاني مذاکرات وو، ژمن پاتې نه شول. طالبان د دغه تړون یوازې یوې فقرې ته چې په امریکايي ځواکونو د برید نه کول و، ژمن پاتې شول او ددغو سرتېرو تر وتلو پورې یوځلې هم د امریکایانو په تاسیساتو برید ونه کړ.

د امریکا د تاریخ د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ترمپ د سیاست تر سیوري لاندې دوه اړخیز مذاکرات پیل شول. د ترمپ د سوېل آسیا ستراتیجې پاکستان دې ته اړ کړ څو طالبان د مذاکرې میز ته وهڅوي او دارنګه یې د اشرف غني پر حکومت فشار راوړ څو دغه بهیر ته تسلیم شي. له طالبانو سره د مصالحې لپاره د اشرف غني له قیداو شرطه پرته وړاندیز د ۲۰۱۸ په فبروري کې د ټرمپ له اجنډاو نه وه (غني ۲۰۱۸). دغه وړاندیز له ډېرو جزییاتو سره په جینوا کې د ملګرو ملتونو په کنفرانس کې وړاندې شو؛ خو طالبانو د غني وړاندیزونو ته هېڅ ځواب ورنکړ. د غني د هڅو سره هممهاله، امریکایانو د ۲۰۱۸ فبروري کې له طالبانو سره په دوحه کې مخامخ مذاکرات پیل کړل. ځکه د امریکایانو وړاندوینه دا وه له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ژر تر ژره وتلو د زمینو رامنځته کولو لپاره د غني برنامه د ترمپ له طرحې سره یوشان نه وه او د وتلو بهیر چې د ترمپ د انتخاباتي کمپاینونو لپاره یې  باید لاسته راوړنه درلودلی، ځنډاوه.

په دوحه کې د امریکا- طالبانو د مذاکراتو له پیل سره، طالبانو د جګړې د سوله ییز حل د ملاتړ لپاره پراخ تبلیغات په لاره واچول. یاد تبلیغات د افغانستان نامتو رسنۍ او د هېواد عامه افکار یې په ژوره توګه تر خپل اغېز لاندې راوستل. له تبلیغاتو نه د طالبانو موخه دا وه چې د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته وښايي چې هغوی بدلون کړی او د نویو شرایطو او د بین الدول فضا سره همغږي دي او چمتو دي د مذاکراتو په بېلابېلو مرحلو کې خپل پوځي فشار کم کړي او د افغانستان له حکومت او نړۍوالو سره د سیاسي تعامل له لارې خبرو ته کښېني. سراج الدین حقاني نیویارک ټایمز ته په یوه لیک کې د مذاکرې له لارې سولې ته د رسېدو لپاره د طالبانو د اشتیاق او رضایت په اړه جزییات ورکړل (حقاني ۲۰۲۰)

خو په واقعیت کې، ټول دغه مجازي تبلیغات پر پاکستان او په قطر کې د طالبانو پر سیاسي دفتر د ترمپ د ادارې د فشار د کمولو لپاره ترسره شول. ددغو تبلیغاتو تر سیوري لاندې طالبانو هڅه وکړه په ظاهره دا چې د مذاکراتو له لارې د حل لارې موندل ددغې ډلې لپاره ترټولو غوره لاره ده، کورني او بهرني لوبغاړي وغولوي. دغه راز د طالبانو هڅه داوه څو له مذاکراتو نه د مذاکرې د میز له لارې د سیاسي مشروعیت د زیاتوالي او پر خپل ځان او د خپل اصلي ملاتړ کوونکي (پاکستان) باندې د نړیوال د زیات فشار نه د مخنیوي په توګه کار واخلي. (باکر او همکاران ۲۰۱۹).

لومړی، یاد مذاکرات پر پاکستان او طالبانو د ترمپ د ادارې د شدید فشار تر لاندې د امریکا د پوځیانو د ژرترژره وتلو د تسهیل لپاره پیل شول. په داشان اوضاع کې طالبانو د بهرني فشار کمولو او په ورته وخت کې د مشروعیت د زیاتوالي لپاره په نړیوالو غونډو کې د خبرو اترو لپاره حاضر شول؛ خو په عمل کې د جګړې په ډګرونو کې فشارونه زیات کړل. دوهم، د امریکا د ۲۰۲۰ کال له ټولټاکنو وړاندې له طالبانو سره د سولې د تړون لاسلیک، په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ترمپ بهرنی سیاست بریالی کاوه او له همدې امله په قطر کې امریکايي مذاکره کوونکو له طالبانو سره د سند د لاسلیک په برخه کې بېړه درلوده او طالبانو د زیات وخت او فرصت ترلاسه کولو او د فشار راکمولو لپاره ځانونه یې د امریکایانو له برنامو سره همغږي کړل. درېیم، له طالبانو سره د سولې د تړون لاسلیک، د امریکایانو له نظره د طالبانو په مشرۍ له نړۍوال تروریزم سره د کورني مبارزې د کمپاین زمینې برابرولې او په دغه ډول په افغانستان کې د امریکا له لګښتونو یې کمول. دا هم ددې لامل کېده چې د ترمپ ادارې په مذاکراتو ډېر فشار راوړي. په داشان شرایطو کې، طالبانو له مذاکراتو نه د سیاسي فرصت او دغه راز د خپلو ستراتیجکو او اوږدمهاله موخو ته د رسېدو په توګه ګټه واخیستله.

پایله کې دغه مذاکرات د دوو خواوو تر منځ د درېیو کلیدي موضوعاتو په پام کې نیولو د تړون د لاسلیک لامل شول: له ترهګرو ډلو سره د مرستې د پرې کولو لپاره د طالبانو تضمین، د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د مهال وېش جدول چمتو کول او د جګړې د سولییز حل لارې لپاره د بین الافغاني خبرواترو په لاره اچول. سره له دې ټولو کورني او بهرني لوبغاړو له دغه تړون نه ملاتړ وکړ، خو ټولو د اسلامي امارت د بیاځلي استقرار، چې د هغه نوم په تړون کې لیکل شوی و، رد کړ. ( د ۲۰۲۰ کال ګډه اعلامیه) سره له دې چې دغه نړیوال نظر په ټوله کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په ګټه و، د غني اداره او ملاتړو یې دومره په ورځنیو او استخباراتي لوبو، تشریفاتي لیدنو، سورریال سفرونو او له کورني او بهرني لوبغاړو سره په بې معنا ورځنیو تعاملاتو بوخت وو، چې په اوږدمهاله کې د یاد وضعیت د ارزښت د درک توان یې نه درلود. دا په داسې کې وه چې طالبانو له فرصت نه په ګټې اخیستنې پر خپل د بریا او ماتې ستراتیجي پانګونه کوله څو دولت د سیاسي او پوځي له پلوه وپرځوي.

 بین الافغاني خبرې اترې (سپتامبر- ډسمبر ۲۰۲۰)

بین الافغاني مذاکرات یوازې د خبرواترو د پیلېدو د غونډې په ډول پیل او په عملي مرحلو کې د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره د طالبانو او د افغانستان د حکومت د صادقانه چمتوالي د نشتون له امله، په ټپه ودرېدلې. د نړۍوالو غیرواقع بینانه هیلو په پایله کې د دوحې د سولې د تړون له لاسلیک وروسته مذاکرات پیل شول، په یاد فضا کې، د افغانستان حکومت د امریکا د مخامخ فشار لاندې د دوحې مذاکراتو ته مخه کړه او طالبانو هم چې د دوحې له تړون وروسته نړۍوال لوی مسوولیت پر غاړه درلود، د بهرنیو فشارونو نه د خلاصېدو لپاره د بین الافغاني مذاکراتو لومړي پړاو ته حاضر شول ( جورج ۲۰۲۰؛ لطیفي ۲۰۲۰؛ مشعل ۲۰۲۰) په یاد پړاو کې اصلي فشار د ټرمپ د ادارې له لوري د افغانستان په حکومت و څو د مذاکراتو لپاره د طالبانو له وړاندې شرطونو، په تېره د پنځه زره طالب زندانیان خوشې کول ومني. یاد فشارونه د دې لامل شول چې دواړه خواوې د مذاکرې مېز شاته کښېناستل ومني.

دواړو خواوو هڅه وکړه له مذاکراتو نه د لنډ مهاله فرصت په توګه د مطلوب فرصت ته د رسېدلو او له سیاسي بهیر نه د مقابل لوري څنډې ته کولو د زمینو برابرولو لپاره او په ټوله کې د بشپړ یرغل په توګه ګټه واخلي. له همدې امله، دواړو لوریو د دروغجنو مذاکره کوونکو په پلاویو کې د مذاکرې لومړني پړاو ته سره کښېناستل. دا داشان تګلارې لامل روښانه و. دواړو خواوو باور نه درلود چې د مذاکرې پایلې به د هغوی د پام وړ پایلو نه غوره وي. د طالبانو د پام وړ پایله د واک ترلاسه کول او د غني د حکومت څنډې ته کول و، په داسې حال کې چې د افغانستان د حکومت د نظر وړ پایله دا وه چې بهرني لوبغاړي، په تېره متحده ایالات له فرصت نه په ګټې اخیستنې قانع کړي څو طالبان د افغانستان د حاکم سیاسي بهیر کې یوځای کېدو ته اړ کړي. یاد مذاکرات، په ټوله کې دوه پړاونه درلودل. لومړی پړاو د مذاکراتو پیل و او دوهم پړاو کې چې پلان دا و څو د سولې رسېدو لپاره په عملي ګامونو خبرې وشي، هېڅکله دا کار ونشو.

د خبرواترو لومړی پړاو د ۲۰۲۰ په سپتامبر کې پیل او د هماغه کال په دسامبر کې پرته له کومې لاسته راوړنې، پای ته ورسېد. طالبان او د افغانستان حکومت په یاد پړاو کې د بهرني فشار د کمولو لپاره د دروغجنو مذاکره کوونکو په توګه ظاهر شول. دغه چلند وښودله چې د جګړې دواړه خواوې په نږدې راتلونکې کې د جګړې د اصلي مسایلو په اړه بحث ته خوښ نه برېښي. دواړو خواوو په دوحه کې له درې میاشتو لیدنو کتنو وروسته، د مذاکرې د تګلارې او قواعدو په اړه د خبرواترو لپاره په یوه سند سره توافق وکړ. (عادلي ۲۰۲۱) یعنې دواړو خواوو ومنله چې د مذاکراتو په پاتې پړاونو کې چې د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې پیلېدې، د مذاکرې د اصولو په اړه خبرې اترې وکړي؛ هغه چاره چې هېڅکله پېښه نشوه.

بین الافغاني مذاکرات د ترمپ د ادارې زېږنده وه. د جوبایدن پر وړاندې د نوموړي له ماتې وروسته، یاد بهیر هم تاریخ ته وسپارل شو. په امریکا کې د واک له لېږد وروسته، د افغانستان حکومت او طالبانو چې باور درلود د افغانستان پر وړاندې به د امریکا په سیاست کې بدلونونه راشي، ډېرې هڅې وکړې څو د امریکا د نوې ادارې په برنامه کې د ځانونو لپاره ځای پیدا کړي. له همدې امله دواړو خواوو نور د دوحې مذاکرات جدي ونه نیول. طالبان ډېر ژر د مذاکراتو کله بهیر نه ووتل سره له دې چې ملابرادر د امریکا خلکو ته د لیک په لېږلو سره وویل چې لا هم د دوحې مذاکراتو ته باورمند دی، خو د طالبانو مشرانو عملا دغه مذاکرات پرېښي وو او د باید د ادارې لومړیتوبونو ته یې تمه وه (اخوند ۲۰۱۲؛ جاوید ۲۱۰۱).

له همدې امله بین الافغاني خبراترو چې باور په دې و څو د افغانستان د جګړې د سولییز حل لپاره ور پرانیزي، هېڅکله عملي نشو. سره له دې چې د بایدن ادارې د ۲۰۲۱ کال مارچ کې په اتو پاڼو کې د افغانستان د جګړې د حل په اړه یو وړاندیز وړاندې کړ، خو ددغې ادارې له لوري د یاد وړاندیز د عملي تدابیرو او د پلي کېدو لپاره یې روښانه تګلاره وړاندې نشوه ( لبوت او ګرامر ۲۰۲۱) په یاد پړاو کې طالبانو لومړی د کلیو او ولسوالیو له نیولو پیل وکړ او د ولایتونو د مرکزونو او د هېواد د پلازمینې تر نیولو پورې په فاتحانه ډول پرمخ ولاړل. له همدې امله په افغانستان د طالبانو یرغل درې لاملونه درلودل: مذاکراتو ته د طالبانو له دروغجنې تګلارې نه د کورني او بهرني لوبغاړو نه پوهاوي، د افغانستان له وضعیت او د مذاکراتو له بهیر نه د بایدن د ادارې سطحي او غیر واقع بینانه درک او په پایله کې د ۲۰۲۱ کال په پسرلي او دوبي کې د جګړې په ډګر کې د وسله والو ځواکونو او دغه راز د سولې د مذاکراتو په برخه کې د افغانستان د حکومت نه مدیریت.

د صادقانه مذاکراتو لپاره د لازمو شرایطو نشتون

د ترمپ ادارې د قطر له خبرواترو نه یې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ژر وتلو، تسهیل او توجیې په توګه کار واخیست. یادې ادارې د امریکا ښاروندانو ته جوته کړه چې افغانان خبرواترو ته چمتو دي او له همدې امله په دې هېواد کې د امریکايي ځواکونو شتون مانا نه لري. په داسې وضعیت کې امریکایانو د طالبانو کاذب چلند په پام کې ونه نیوه او د هغوی په ښه نیت یې پانګونه وکړه. امریکايي رسنیو هم د حاکم سیاست په خوښه څومره چې وکولای شول د طالبانو د مذاکرې غوښتنه یې رسنیزه کړه. په داسې وضعیت کې، د افغانستان حکومت هم جرئت ونشوای کړای عامو خلکو ته د دوحې د خبرواترو حقیقت بیان کړي؛ ځکه له یوې خوا د امریکا د اجندا تعقیبولو ته اړ و او له بل لوري د امریکا د ملاتړ نه په ګټې اخیستنې د بقا لپاره د لا زیات فرصت موندلو په هڅه و.

۱- له جګړې وروسته د سیاسي نظام په اړه د توافق نشتون: سیاسي نظام د قواعدو او په یوه هېواد کې د حکومتولۍ د مقرراتو ټولګه ده. افغانستان کې د ټول منلي سیاسي نظام رامنځته کولو لپاره او د دغو قواعدو او مقرراتو د تګلارې څرنګوالی د دوحې له مذاکراتو وړاندې او د هغو په جریان کې د افغانستان د حکومت او د طالبان د اختلاف له اصلي موردونو نه و. هېڅ یو حاضر نه و ګډې موخې ته د رسېدو لپاره له خپل موضع یې شاتګ وکړي.

خو طالبانو هېڅکله د دولتي نظام د ډول د جزییاتو او خصوصیاتو ته چې د افغانستان لپاره یې په پام کې نیولی و، د خبرواترو په دواړو پړاونو کې څه ونه ویل. حتی د ۲۰۲۱ په اګست کې پر افغانستان ددغې ډلې له یرغل وروسته، ددغې ډلې مشرتابه ونشوای کړای دغه جزییات په رسمي ډول اعلان کړي. سیاسي نظام ته د طالبانو د لیدلوري په مقابل کې، د افغانستان دولت او د دولت نخبه ملاتړو په روښانه ډول پر ټولټاکنو ولاړ سیاسي نظام یې د افغانستان لپاره غوره نظام وباله. د دا ډول نظام منل طالبان دې ته اړ کول څو داسې یو سیستم سره وتړل شي چې پر انتخاباتو، مدني ازادیو او سیاسي او ټولنیز پلورالیسم ولاړ نظام وي. طالبانو دغه وړاندیز په بشپړ ډول رد کړ.

له همدې امله د دوحې مذاکرات، په تېره د بین الافغاني خبرې اترې، له جګړې وروسته د سیاسي نظام پر سر د توافق له نشتون نه اغېزمنې شوې. په داسې حال کې چې د افغانستان دولت د ټولنې لپاره دموکراسي او ټولټاکنې د سیاسي نظام رامنځته کولو لپاره غوره لار ګڼله او د هغو د ټول منلو لپاره یې پراخ تبلیغات په لاره اچولي وو، طالبانو دا نظام په فساد کې غرق او بې ځایه وباله او اسلامي امارت مدل یې دهغه د بدیل لپاره غوره وګاڼه او د هغه لپاره یې تبلیغ وکړ.

۲- د طالبانو انعطاف نه منل: د قطر خبرې اترې د د طالبانو د ایدیولوژیک انجماد او سیاسي زشتۍ او د ددغې ډلې د کورني او بهرني له جوړښت نه اغېزمنې شوې وې. کورنی جوړښت یعنې سلسله مراتب او د طالبانو مدیریتي سیستم او بهرنی جوړښت یعنې په کوردننه او بهر کې کې ددغې ډلې ملاتړې شبکې. دواړه جوړښتونه په کویته کې د مشرتابه شورا د مخامخ څارنې لاندې وو.

د طالبانو د کورني منجمد جوړښت سربېره، بهرنی جوړښت چې شامل پر شبکو او ددغې ډلې ملاتړې مجموعې وې، هم په دوحه کې ددغې ډلې د خبرو پر څرنګوالي او ماهیت سیوری واچوه. د طالبانو د ملاتړي لاندې مجموعې عمدتا څلور برخې درلودې: سیمه ییز- قبیله یې ملاتړي، له پولې هاخوا پټنځایونه، له سیمه ییزو هیوادونو په تېره پاکستان نه دولتي ملاتړ او د افغانستان په کلیو کې بې وزلي، تر هرڅه لومړی طالبانو د قبیله یې اړیکو له امله د دیورند کرښې دواړو غاړو ته وکولای شول د افغانستان له سرحدونو نه بهر او د پاکستان په قبایلي سیمو کې پټنځایونه جوړ کړي، د داشان پټنځایونو درلودل، د پولې په دواړو خواوو کې د طالبانو سیاست نور هم پراخ کړ او ددغې ډلې جنګیالیو ته یې فرصت په لاس کې ورکړ څو د افغانستان د دولت د فشار په وخت کې په آسانۍ د پولې هاخوا واوړي سربېره پر دې له طالبانو نه د پاکستان د دولت او د استخباراتي او مذهبي بنسټونو مخامخ ملاتړ ددغې ډلې د سیاسي او پوځي پیاوړتیا کې ټاکوونکی رول درلود.

۳- د نړۍوالې اجماع نه شتون: د سیاسي نظام پر سر نه توافق او د طالبان انعطاف نه منل، د دوحې د سولې خبرې اترې د مذاکراتو او د هغو د پیغامونو په اړه د نړیوالې اجماع له نه شتون هم اغېزمنې شوې وې. بهرنیو مهمو لوبغاړو د امریکا، اروپايي اتحادیې، روسیې، چین، پاکستان، ایران او نورو په ګډون د سولې د مذاکراتو د بهیر او د هغو د پیغامونو په وړاندې متناقض نظرونه درلودل. د جګړې د حل د بهیر په اړه نړیوال ګډوډیو طالبان او د افغانستان دولت اړ کړل له هر یوه لوبغاړي سره د او هغوی د لومړیتوبونو پربنسټ خبرو ته کیني. دا وضعیت ددې لامل شو چې دولت او طالبان د مذاکراتو د اوږدمهاله بهیر ته د  فکر کولو پرځای، له هغو فرصتونو چې د هر بهرني لوبغاړي له لوري برابرېده، په ورځني ډول د خپل ځان په ګټه ترېنه کار واخلي. بهرنیو لوبغاړو هم په مهربانۍ خپلې سرچینې د دواړو خواوو په واک کې ورکولې. (اسفندیاري ۲۰۲۱؛ هیګینس او مشعل ۲۰۱۹؛ ګرینفیل او احمد ۲۰۲۰) په پایله کې دواړو خواوو په ظاهره د نړۍوالو د غوښتنو پر ځای کولو ته ټټر واهه، خو په عمل کې د دروغجنو مذاکره کوونکو په توګه هڅه کوله د بهرنیو لوبغاړو له لوري له ترلاسه شوي فرصت نه د خپل ځان په ګټه کار واخلي او مقابل لوری څنډې ته کړي.

پایله

د طالبانو له لوري د دروغجنې مذاکرې له دروغو نه ګټه اخیستل او په وروستیو پړاونو کې د افغانستان د حکومت له لوري، د افغانستان د جګړې سولییز حل یې ناممکن کړ. د امریکا- طالبانو او بین الافغاني خبرې اترې په ژوره توګه له دغو دروغو نه اغېزمنې وې. د امریکا –طالبانو په مذاکراتو کې، د طالبانو ډلې د نړیوالو شدید فشارونو تر لاندې او د لازیات فشار د کمولو او دغه راز د د خپل دیپلوماتیک او سیاسي او نړیوال مشروعیت د توان د زیاتوالي لپاره د دروغجنو مذاکره کوونکو په پلاوي کې خبرو اترو ته کښېناستل. سره له دې چې طالبانو د یادو خبرواترو په پایلو باور نه درلود، په نړیواله کچه له یادو مذاکراتو نه یې د خپلې سیاسي څېرې د بدلون لپاره ګټه واخیستله.

دغه راز د بین الافغاني پروسې په خبرواترو کې، چې موخه یې له ۲۰۰۱ کال وروسته په سیاسي پروسه کې د طالبانو د یوځای کولو لپاره د یوه بهیر رامنځته و، طالبانو د خپل کورني مخالف (د افغانستان حکومت) او د خارجي ناظم (امریکا) ترمنځ د نوې احتمالي تړون د لاسلیک د مخنیوي په موخه له شک سره خبرو اترو ته کښیناستل څو د بشپړ یرغل په موخه مناسبو شرایطو ته د رسېدو لپاره وخت واخلي. د دوحې خبرې اترې، د افغانستان د سولې لپاره د نورو هڅو په څېر، د جګړې د سوله ییز حل لپاره د درېیو لازمو شرطونو نشتون له امله ناکامې شوې: له جګړې وروسته د سیاسي نظام په رامنځته کولو د توافق نشتون، د طالبانو انعطاف نه ښودل او په پایله کې د افغانستان د جګړې د حل په اړه د نړۍوالې اجماع نشتون.

په ۲۰۰۳ کال کې د طالبانو له بیاځلي پاڅون تر د ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل تر سقوط پورې، په څلورو بېلابېلو پړاونو کې هڅه وشوه څو جګړه د خبرواترو او مذاکرې له لارې حل شي: لومړی، د طالبانو له مشرتابه سره د خبرو اترو لپاره د جمهوري ریاست په لومړي پړاو کې د حامد کرزي هڅه (۲۰۰۴-۲۰۰۹)؛ دوهم، د جګړې مختلط سیاست او د کرزي د جمهوري ریاست د دوهم پړاو مذاکرې چې هڅه یې کوله د امریکا له تروریزم سره د مبارزې د کمپاین سره موازي طالبان د سولې د عالي شورا له لارې د مذاکرې میز ته وبولي (۲۰۰۹-۲۰۱۴)؛ درېیم، د بین الافغاني خبرواترو د پیل لپاره د اشرف غني هڅه چې د ۲۰۱۸ د سپتامبر په میاشت کې د کابل د کنفرانس له دوهم پړاو سره پیل شوې او طالبانو هغه هېڅ ځواب ورنکړ؛ څلورم، په دوحه کې د امریکا – طالبانو مذاکرات چې سولې ته د رسېدو لپاره نورې هڅې یې تر خپل سیوري لاندې راوستلې.

په څلورم پړاو کې، طالبان د نړۍوالو تر شدیدو فشارونو او دغه راز پاکستان چې پخپله د ټرمپ د ادارې تر فشار لاندې و، په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره د مذاکرې میز ته حاضر شول او د هغه په پایله کې یې له امریکا سره دوه اړخيز تړون لاسلیک کړ. طالبانو په امریکايي ځواکونو د برید نه کولو او له افغانستان نه د هغوی د بهر کېدلو په وخت کې د اسانتیاو رامنځته کولو پرته، ددغه تړون هېڅ یوې مادې ته له ترهګرو ډلو سره د اړیکې د پرې کولو په ګډون، د افغانستان له دولت سره اوربند او د بین الافغاني خبرواترو له لارې د جګړې حل ته ژمن پاتې نشول. د تسخیر په برخه کې د طالبانو زشت عمل له یوې خوا او د افغانستان د دولت له لوري د غوره بدیل وړاندې کولو او د جګړې د سیاسي حل په برخه کې د امریکا او ملګرو بې پروايي له بل لوري، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط او د طالبانو د پوځي یرغل لپاره یې زمینه برابره کړه. دغه چاره همدارنګه د کاذبو مذاکراتو حاصل و چې په دوحه کې په لاره واچول شوې او طالبانو په اعظمي ډول له هغو نه ګته واخیسته.

د یادو مذاکراتو تر سیوري لاندې، طالبانو وکولای شول پر خپل ځان بهرنی فشار راکم کړي، خپل سیاسي اهرم پیاوړی کړي، په عمومي او نړۍواله کچه خپله څېره له یوې ترهګرې ډلې نه په افغانستان کې د سیاسي حکومت د بدیل په توګه وښيي او د بهرنیو لوبغاړو او خپل سیال (د افغانستان حکومت) ترمنځ د نوي امنیتي تړون د لاسلیک مانع شي. طالبانو له دې لارې وکولای شول د افغانستان دولت کمزوری کړي او په نړیوالو غونډو کې هغه څنډې ته کړي. خو د افغانستان حکومت هڅه ونکړه یا هم ونشوای کړای د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له موخه ییزو برنامو ځان پوی کړي او د هغه په وړاندې عاجله ستراتیجي وړاندې کړي. له همدې امله، کله چې د طالبانو ځواکونه د کابل دروازو ته راورسېدل، د جمهور رییس په ګډون حکومتي چارواکي په عجلې له کابل نه وتښتېدل.

ورته لیکنې

Back to top button