کورنۍ پرمختګ، بهرنی اعتبار

د سمرقند غونډه د افغانستان د قانوني استازو په نشتوالي کې د هغو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په حضور سره جوړه شوه، چې ځیني یې له کلونو راهیسي له جګړې او کړکېچه د وتلو په موخه زموږ د خلکو د هڅو پر وړاندې د مدرسو، اردو، استخباراتو، ډيپلوماسۍ، پيسو او وسلو په مټ درېدلي وو او په وروستیو نېږدې دوو کلونو کې یې د دولت سقوط او له کړاوونو سره زموږ د خلکو مخ کېدل د طالبانو په ملاتړ او شکمنو دريځونو سره نمانځلي دي. په داسې شرایطو کې چې ملي دولت نه شته او هېواد په رسمي توګه د مزدورو ملیشو او نیابتي جګړه مارو تر نیواک لاندې دی او ډېری خلک د طالبانو د منځنیو پېړیو د قوانینو په پایله کې په کورني بند او بې شمېره محرومیتونو کې ژوند کوي، په افغانستان کې د پانګونې او د سوداګریزو فعالیتونو د زیاتوالي په تړاو د ګاونډیانو خبرې د دې پر ځای چې همکاري وي، تر ډېره داسې بریښي چې د دې خاورې د خلکو له بې وسۍ نه د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره هڅې دي. د طالبانو د ډلې د استازو مشروطه بلنه او له هغوی سره له سپکاوي ډک چلند، که څه هم په ظاهره د دې ډلې د امارت په رسمیت نه پیژندلو کې له نړۍوالې ټولنې سره د د درېځ د یووالي نښه کېدای شي، خو په عین حال کې په سیمه ییزه ډیپلوماسۍ کې زموږ د هېواد ځوروونکی تصویر ښيي.
د طالبانو د استازو لپاره چې اوسنۍ اداره یې په کور دننه د وژلو او ویجاړولو او په بهر کې د جوړجاړي له لارې ترلاسه کړې ده، همدا له سپکاوي ډکې بلنې هم لاسته راوړنې ګڼل کېږي، خو د نورو لپاره د یوه بې دولته، بې بیرغه او بې استازي خاورې په توګه زموږ د هېواد د چارو په تړاو چنې وهل د شرم خبره ده او تر څو چې د میز یوې خوا ته د هېواد قانوني استازي حضور ونه لري، دا ډول خبرې به د افغانستان او د سيمې د هېوادونو د ستونزو غوټه خلاصه نه کړي او د سیمې هېوادونه به په افغانستان کې د روان ناورین له ناوړه پایلو خوندي پاتې نه شي.
په سمرقند کې د طالبانو استازي په خپلو خبرو کې د خپل بدنام «امارت» له یادولو ډډه وکړه، د شریعت او جهاد یادونه یې ونه کړه، د ښوونځيو او پوهنتونونو د تړلو، د سفر او حمام د منعه کولو، د بیان د ازادۍ د تر پښو لاندې کولو او د مخالفینو د وژلو په تړاو یې څه ونه ویل. داسې چې ته به وایي، «امارت» جوړول او د شریعت نافذول د خلکو د سپکولو او ځپلو وسیله ده، نه داسې لکه په جوماتونو او کورنیو غونډو کې یې چې د طالبانو ملایان یو دیني او اسلامي ماموریت ګڼي او ژمنه کوي چې د نړۍ تر بشپړې فتحې او له سیاسي او ډيپلوماټيکو ملحوظاتو پرته به د شریعت تر پلي کېدو پورې لاس په سر نه شي. هغه په دې غونډه کې په افغانستان کې د قانون د حاکمیت په تړاو خبرې وکړې، په داسې حال کې چې د ده امیر ټول قوانین لغوه اعلان کړي دي او د طالبانو په امارت کې د امېر په امر له شریعت پرته هېڅ قانون رسمیت نه لري. نوموړي د ګډو موخو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لېرې کولو لپاره د سيمې د همغږۍ د اړتيا یادونه کړې ده، په داسې حال کې چې په افغانستان کې اطاعت او یو اخیز اوامر د ژغورنې يوازنۍ لاره ګڼي او له امير او هغه ته له نږدې ملايانو پرته بل څوک حق نه لري چې د زده کړه، کار، ازادۍ او ادارې په څېر مهمو چارو په هکله خبرې وکړي. هغه د نړۍ د څو قطبي کیدو او د یوروشیا سیمې د شته فرصتونو په تړاو خبرې کړي او هرکلي یې کړی دی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې نړۍ توره او سپینه، له تنوع پرته او یو قطبي غوښتل کیږي او یوازې د ملا سترګې او د امیر خوله د تبلیغ مرجع ګڼل کېږي.
له خلکو سره دښمني او د بهرنیانو پر وړاندې درناوی اعتبار نه رامنځته کوي. دننه تاوتریخوالی او بهر تعامل دردناکې پایلې لري. دغه راز په بهرنیو سټېجونو کې پر قانون او د یو بل پر منلو ټینګار، خو په کور دننه د چوپتیا او دیکتاتورۍ تحمیلول به د ډېر وخت لپاره ونه زغمل شي. طالبانو د دوحې په مذاکراتو کې له دې دوه مخۍ ګټه پورته کړه او د بهرنیانو پر وړاندې په نرمۍ او د هېوادوالو پر وړاندې یې په تاوتریخوالي سره د سیمې د هېوادونو او د نړۍ د قدرتونو ملاتړ ترلاسه کړ. خو دغه تناقض او دوه مخي اوس د دغې ډلې د ادارې د رسمیت پېژندنې، د خلکو د ملاتړ د خپلولو او د قانوني حکومت د جوړولو پر وړاندې لوی خنډ ګرځېدلې ده.
په نړۍواله کچه د طالبانو سپکاوی له خلکو سره د دې ډلې د دښمنۍ پایله ده. په هېواد کې د خلکو په سپکولو او ځپلو او د شاته پاتې والو په دودېدو سره څوک سیمه ییز لوبغاړی نه شي جوړېدای.