وتلی لرغونپوه، پوهاند محمد رسول باوري د کرونا ناروغۍ له امله ومړ

د افغانستان نوموتی لرغونپوه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستيال او د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد رسول باورې د کرونا ناروغۍ له امله ومړ.
نوموړی له تېرو څو ورځو راهيسې ناروغ ؤ چې تېره شپه يې روغتون کې ساه ورکړه.
پوهاند باوري د افغانستان يو نامتو لرغونپوه، ليکوال او څېړونکی ؤ، چې د کابل پوهنتون د استادۍ دندې تر څنګ په لسګونو علمي، څېړنيز اثار او په سلهاوو څېړنيزې مقالې د لرغوني پېژندنې په برخه کې ليکلې وې.
پوهاند باوري د افغانستان په لرغون پېژندنه، تاريخ او فرهنګ کې مهم ځای لره.
د نوموړي د مړينې له امله د ملي مصالحې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله په ګډون د هېواد مختلفو دولتي چارواکو، سياستوالو، فرهنګيانو او اديبانو د خپلې خواشينۍ مراتب وړاندې کړي او دا يې د هېواد لپاره ستره ضايعه بللې ده.