د پښتو ژبې نوموتی شاعر عبدالرحیم روغاني وفات شو

د پښتونخوا نوموتی ليکوال او شاعر عبدالرحيم روغاني، تر اوږدې ناروغۍ وروسته ، د کب په شپږمه نېټه د۷۱ کلونو په عمر له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد روغاني ټول عمر په تدريس او ليکلو تېر کړ چې تراوسه يې د نظم او نثر اته کتابونه خپاره شوي او زيات شمير ناچاپ آثار ترې پاتې دي.
دا هم د هغه د قطعو او اشعارو څو بېلګې:
نور به د بد جواب په ښه كوومه
زما نه هره ورځ نرتوب نه كېږي
مه غواړه میوه د محنت لاس په لاس
هـرې نتـــیجې ته انــــتظــــار کــــــوه
ستا په غم غلطولو کښې ناکام شوم
دا لوګي او کتابونه رانه تنګ شول
شاړی مېرې وي د بې ذوقه خلکو
د ذوق خاوند پکې منظر پیدا کړي
که نه راځې نو مه راځه خو وایه چې درځم
دروغ دروغ وعدې کوه، فرمایه چې درځم
د ديدار د خوند خو دغه اندازه ده،
چي منصور پسې په خوښه دار اغستې
بد ورته نه غواړم انسان دی خطاء شوی به وي
خدایه زما د ارمانونو قاتل ھم وبخښې
دا د مينې دور نه دی زمانه د کاروبار ده
چې د چا په زړه کې اوسې کرايه به ورکوې
که زه مړ شم مانه هیڅ نه پاتې کېږي
زه د ډېرې کــــمــــزورۍ نه زورور یم
***
پرېښود چې ايمان يې د روپو په سر
نن هغه درانه ځي د اوبو په سر
ډېرو په اُجرت بې ګناه قتل کړل
ډېر ماړه موړ ژوند کوي د مړو په سر
يو خوا ژاړي مشر مې لوټ شوی کور
بل خو لاس وهي د خپلو غلو په سر
سر مُحتاجه ! تا هغوی ته ښکته کړو
خپل سر ماتوي چې د پيسو په سر
پړق په تور اسمان کښې د عربو شو
تندر شو ګوزار د پښتنو په سر