د فارسي ژبې نامتو شاعر هوشنګ ابتهاج ومړ

د فارسي ژبې نامتو شاعر او څېړونکی په سایه مشهور امیر هوشنګ ابتهاج د ۹۴ کلنۍ په عمر خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د سایه لور یلدا ابتهاج چهارشنبه سهار د زمري پر ۱۹ پر خپلې انسټاګرام پاڼې د خپل پلار له مړینې خبر ورکړ.
هوشنګ ابتهاج د ۱۳۰۶ کال په کب میاشت کې د ایران په رشت کې زېږېدلی دی.
هغه خپل لومړۍ شعري کتاب په ۱۳۲۵ لمریز کال کې خپور کړ او تر ډېره یې نوي شعرونه، غزل او مثنوي لیکلي دي.
«نخستین نغمه ها»، «سراب»، «سیاه مشق»، «شبګیر»، «زمین»، «چند برګي از یلدا»، «یادنامه»، «تا صبح شب یلدا»، «یادګار خون سرو»، «حافظ به سعی سایه»، «تاسیان مهر» او «بانک نی» د ابتهاج د مشهورو اثارو په توګه یادېږي.
د معلوماتو پر بنسټ، له سایه څخه څلور اولادونه پاتې شوي دي.
د ویلو ده، چې هغه په افغانستان کې هم ډېر پلویان لرل او خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو یې تل شعرونه دکلمه کول.