د فراه بڼوال: وچکالۍ د انارو حاصلات زیانمن کړي دي

په فراه کې پرلپسې وچکالیو او ورپسې د ترځمکې لاندې اوبو د کچې ټېېټېدو د دغه ولایت کرنیزو محصولاتو په تېره بیا، انارو ته جدي زیان رسولی دی. د دغه ولایت د مرکزي کلیو بڼوال د انارو د حاصلاتو د راټولېدو په درشل کې وايي، چې حاصلات یې وچ شوي او ډيری یې د ګټې اخیستنې وړ نه دي. د طالبانو ځايي مسوولان هم په دغه ولایت کې وچکالي او د ترځمکې لاندې اوبو د کچې ټېټېدل تاییدوي او وایي، چې په وروستیو کلونو کې وچکالۍ د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي. د فراه ولایت د اوبو چارو د تنظیم ادارې د مسوولانو په وينا، په دغه ولایت کې ترځمکې لاندې اوبه تر ۳۰ ميترو پورې ښکته ناستې دي. د وچکالۍ دوام د دې لامل شوی دی، چې د فراه د مرکزي کليو یو شمېر بڼوال له بڼوالۍ لاس واخلي.

بارکزی د نوده نومي کلي یو بڼوال دی، چې کلونه یې پر کرکېله او بڼوالۍ تېر کړي دي. نوموړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، له دوو کلونو راهیسې د اوبو د کمښت له امله د ده په بڼ کې د انارو حاصلات وچ شوي او د ګټې اخیستو وړ نه دي . دغه بڼوال زیاتوي: « زموږ د انارو بڼ وچ شوی دی. اوبه نه وې چې د خپل بڼ د ونو د وچېدو مخه پرې ونیسو. د فراه په مرکز کې ټول کلي په همدې ډول دي. موږ حیران یو چې څه وکړو.»

بارکزى وايي، چې کلونه وړاندې يې د دغه بڼ د انارو په پلورلو سره د خپل ژوندانه اړتیاوې پوره کولې او يو څه پيسې يې هم سپما کولې. خو اوس وچکالۍ اندېښمن کړی دی. د هغه په وينا، که وچکالي همداسې دوام وکړي، ښايي تر بل کال پورې په نوده کلي کې د څښاک اوبه ونه موندل شي.

فضل احمد د فراه ولایت د کهدانک کلي اوسېدونکی دی. دى وايي، چې د دوى په کلي کې د انارو لسګونه بڼوڼه په بشپړه توګه وچ شوي او بڼوالو هېڅ حاصلات نه دي راټول کړي. د فضل احمد په وينا، پر دې سربېره، چې په دغه کلي کې د مېوو بڼوڼه په ځانګړې توګه د انارو بڼوڼه وچ شوي، د کرنې لپاره هم اوبه نه لري او يوازې د څښاک اوبو ته لاسرسی لري. هغه وايي:« په لومړي سر کې موږ د سیند اوبه کارولې، کاريزونو هم ډېرې اوبه لرلې، د سیند او کاريزونو اوبه زموږ د بڼوڼو او کرنې لپاره لوی غنیمت وې، خو اوس وچې شوې دي.»

فضل احمد دغه راز وايي، چې د سيند او کاريز د اوبو له وچېدو وروسته خلکو د ژورو څاګانو کېندلو ته مخه کړه او له دغو څاګانو په ګټې اخیستو يې کرکېلې ته دوام ورکړ. په دغه ولایت کې د موسمې ورښتونو له کمېدو وروسته، د څاه ګانو اوبه ورو ورو په وچېدو شوې او دغې وچکالۍ اوس خلک اندېښمن کړي دي.

د فراه ولایت د مرکز اوسېدونکي وايي، تر دوه کاله وړاندې پورې د ځمکې په اته مترۍ کې اوبه وې، خو اوس اوبه ۴۰ متره ښکته ناستې دي. دغه راز له مرکز نه په يو شمېر لېریو پرتو کليو کې اوبه خورا ښکته تللي او د دغو سيمو اوسېدونکي د ١٥٠ او ٢٠٠ مترو ژورو څاګانو په کيندلو سره کرنيزې ځمکې خړوبوي. دا چې د فراه ډېری اوسېدونکي د ژورو څاګانو د کېندلو وس نه لري، د ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي.

د مېوو په تېره بیا د انارو د بڼوڼو وچېدو چې یو وخت له فراه ولایت نه پاکستان او هند ته صادرېدل، اوس د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې راپارولې دي. د فراه ولايت يو شمېر مدني فعالان د وچکالۍ ناورین د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې که دې موضوع ته پاملرنه ونه شي، نو په راتلونکو کلونو کې به فراه په يوې خالي دښته بدل شي.

د فراه ولايت يو مدني فعال ذبيح الله وايي: «خلک د دغه وضعيت دوام ته اندېښمن دي. که دا ډول دوام وکړي، فراه به د خلکو له استوګنې پرته، په وچه دښته بدل شي. ځکه چې په دغه ولايت کې اوبه په منظم ډول نه دي کارول شوي او د کاروونکو لپاره هم کوم معیار نه و ټاکل شوی، له همدې امله د وچکالۍ ناورين خلک اغېزمن کړي دي.»

د دغه مدني فعال په خبره، له وچکالۍ نه د فراه د ژغورلو یوازینۍ لار د بخش اباد بند د کار بشپړېدل دي. د ده په وينا، د ژمي په موسم کې د واورو او بارانونو په پايله کې ځينې اوبه د فراه سيند ته بهيږي او د ايران پر لور ځي. د ده په خبره، د بخش اباد بند د بشپړېدو په صورت کې به د فراه ټول اوسېدونکي له اوبو برخمن شي. که څه هم د طالبانو ځايي چارواکي هم د اوبو د کچې د ټېټېدو پخلى کوي، خو د بخش اباد د اوبو بند د پروژې د بشپړېدو په تړاو خپل نظر نه څرګندوي.

Back to top button