فرهاد دریا: ترټولو غوره ترکي ډاکترانو د فاطمې امیري درملنه پیل کړې

۸صبح، کابل: د افغانستان نامتو سندرغاړي فرهاد دریا، چې د فاطمې امیري د سترګې د درملنې لپاره یې د پيسو راټولولو بهیر پيل کړی و ترکیې ته یې د هغې د لېږدولو خبر ورکړی دی.
فرهاد دریا سه شنبه شپه د لیندۍ پر ۲۲ پر خپله فېسبوکپاڼه د یوه انځور او پیغام په خپرولو فاطمې او د هغې کورنۍ ته د ويزې د ورکولو له امله د ترکیې له دولت څخه هرکلی کړی دی.
ښاغلي دریا د فاطمې امیري د سترګې د درملنې لپاره د ترکیې دولت د ژمنتیا خبر ورکړی او ټینګار یې کړی، چې ترټولو غوره او تکړه ترکي ډاکترانو د هغې درملنه پیل کړې ده.
فاطمه امیري د کاج ښوونیز مرکز زدهکوونکې ده، چې موده مخکې یې پر دغه مرکز د ځانمرګي برید په پایله کې خپله یوه سترګه له لاسه ورکړه.