د ارزګان کروندګر: د سړو خونو د نشتوالي له امله مو نیمایي حاصلات له منځه ځي

۸صبح،ارزګان: د ارزګان کروندګر شکایت کوي، چې د سړو خونو د نشتوالي له امله یې د حاصلاتو نیږدې نیمایي برخه له منځه ځي او خورا تاوان ور رسیږي.

ارزګان د هېواد په سویل کې له پرتو ولایتونو څخه دی، چې شاوخوا ۸۰ سلنه خلک یې پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي.

د ظاهر جان په نوم د دغه ولایت یو کروندګر، چې له ډېرو کلونو راهیسې پر کرکیلې بوخت دی، وایي د لازمو اسانتیاوو د نشتوالي له امله یې ډېر ځله زیار د پام وړ پایله نه ورکوي او یوه لویه برخه حاصلات یې ضایع کیږي.

هغه په دغه ولایت کې د سبزیجاتو د سړو خونو نشتوالي ته په اشارې وایي، چې له دې امله کروندګرو ته میلیونونه افغانۍ تاوان رسیږي.

نوموړی زیاتوي د سبزیو او نورو حاصلاتو په ساتنه او پالنه ډېره خواري کوي، خو ګټه یې څنګه چې لازمه ده، په لاس نه ورځي.

ظاهر جان ټینګار کوي، چې که سړې خونې موجودې وای، د ارزګان کروندګرو به له خپلو حاصلاتو پوره ګټه اخیستی وای او نیږدې نیمایي حاصلات به یې خراب شوي او ضایع شوي نه وای.

ظاهر جان وایي: « ډېرې مېوې چې موږ په ولایتونو کې ۱۰۰افغانۍ اخلو، دلته په ۵۰افغانۍ هم نه پلورل کېږي. تېر کال مو پیاز کرلي وو، من په پنځه افغانۍ هم چا نه اخیستل.»

په ورته وخت کې يو بل کروندګر بسم الله وايي چې د دوی مېوې او نور حاصلات پاکستان ته په ټیټه بیه لېږدول کېږي او د موسم په تېرېدو سره بیرته افغانستان ته په ستر قیمت راوړل کېږي.

هغه وايي، که د دوی لپاره سړې خونې او د پروسس مرکزونه جوړ شي، دوی به وکولای شي چې په بېلابېلو موسمونو کې د خلکو د اړتيا وړ حاصلات برابر کړي.

نوموړي وايي په دي ولايت کې ډير داسي کرنيز محصولات موجود دي چې دوي يې د موسم پر وخت په ۱۰۰ افغانۍ په ښار کې پلوري خو کله چې ژمۍ شي همدغه کرنيز محصولات په ۳۵۰ افغانۍ پر دوی پلور کيږي.

هغه وويل:«د چورې ولسوالۍ مڼې يو من په ۱۰۰ افغانۍ پلورو، سوداګر راشي، ټولې مڼې په ټیټه بیه راڅخه رانیسي، خو همدا منې بیا د ژمي په موسم کې موږ په ۳۵۰افغانۍ اخلو.»

په ارزګان کې د کرنیزو چارو کارپوهان هم د کروندګرو دا ستونزه جدي بولي او وایي کروندګر د مېوو او سبزیجاتو لپاره د سړو خونو او پروسس مرکزونو جوړیدو ته سخته اړتیا لري.

د ارزګان د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي استاد عبدالشکور کريمي له حاکم رژیم او نړیوالو غواړي، چې د ارزګان ځپل شوي اقتصادي او ټولنیز وضعیت ته په کتو سره د کروندګرو لپاره د سړو خونو د رامنځته کولو هڅه وکړي.

نوموړي وويل، که د سړو خونو جوړېدو ته پام وشي، د کروندګرو اقتصادي وضعيت به ورسره وغوړېږي.

د هغه په وینا، که د طالبانو حکومت کروندګرو ته د سړو خونو د جوړيدو وس ونه لري، په کار ده چې خپله کروندګر يادې خونې جوړې کړي.

ښاغلي کریمي وويل:« کله چې له نورو هېوادونو څخه مېوې رالېږدول کېږي، پر مالي زیانونو سربېره، روغتیایي زیانونه زیانونه هم لري. کیدای شي په دغو مېوو کې ځینې ناروغۍ هم هېواد ته ولیږدیږي.»

په ارزګان کې د طالبانو ولایتي واکمنان بیا په دغه ولایت کې د سړو خونو د ژر تر ژره پیلېدو خبر ورکوي.

د ارزګان د کرنې او مالدارۍ رياست لپاره د طالبانو د ډلې مطبوعاتي مسوول قدرت الله حميدي وايي: « سږکال د پيازو ۲۰ سړې خونې منظورې شوي دي. په دې کال کې د تېر کال د پاتې پروژو په پيلولو هم وتوانیدو. د دې تر څنګ د نورو داسې خونو د جوړېدو پلان هم شته».

د سړو خونو نشتوالی د افغانستان په نورو سیمو کې هم د کروندګرو یوه جدي ستونزه ده، چې وخت په وخت شکایت ورڅخه کیږي.

اقتصادي شنونکي باور لري، چې د افغانستان کرنیزو ظرفیتونو او اقتصادي ستونزو ته په پام سره، که د سړو خونې د جوړیدو لپاره اساسي پاملرنه وشي، هم به د کروندګرو ستونزې حل او هم به د هېواد اقتصاد ته په عمومي ډول ګټور ثابت شي.

Back to top button