فاروق نایک: موږ د طالبانو ویندویي کوو، په مقابل کې دوی پر موږ وسله راباسي

۸صبح، کابل: د کندهار د سپین بولدک په دروازه کې له پاکستاني پوځیانو سره له بیاځلې نښتې وروسته، اوس د پاکستان مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس ویلي چې طالبان د دوی لطف ته، په وسلې سره ځواب ورکړی.

جیم نیوز نن جمعه د لیندۍ په ۲۵مه خبر ورکړی چې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ سرحدي نښتو، د پاکستان د سنا جرګې د غړو اندېښنې راپارولې دي.

د پاکستان د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس فاروق نایک ویلي: «موږ د لوېدیځ د غوښتنې خلاف د افغانستان (طالبانو) د ویندویانو په توګه په نړۍ کې عمل کوو، خو برعکس دوی (طالبان) تر ډېره زموږ پر ضد وسله پورته کوي چې ډېر د خواشینۍ ځای دی.»

هغه دا څرګندونې په کابل کې د پاکستان پر سفارت له برید او همداراز د دواړو لوریو ترمنځ له نښتو وروسته مطرح کړې دي.

د نوموړي په وینا، له افغانستان سره په پوله نښتې له هند سره په ختیځو پولو زیاتې دي.

له بلې خوا، د پاکستان د سنا جرګې دغه لوړپوړي غړي ویلي چې هېواد یې د طالبانو په اړه پر خپل سیاست بیا غور کولو ته اړتیا لري.

د تېرې میاشتې په لومړیو کې داعش په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید وکړ او د عبدالرحمان نظاماني یو ساتونکی ټپي شو او همداراز د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ سرحدي نښتو کې، تېره ورځ یو ځل بیا د دواړو لوریو ترمنځ سخته نښته وشوه چې په پایله کې یې یو تن مړ او ۱۵ نور ټپیان شول. طالبانو ویلي چې ډزې د پاکستاني پوځیانو له خوا پیل شوې وې.

ورته لیکنې

Back to top button