شکریه بارکزۍ: هغه څه چې طالبان یې ادعا کوي، د افغانستان په فرهنګ کې هېڅ راز مخینه نلري

۸صبح: د طالبانو په بیا واکمنېدو سره، افغان ښځې له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو بې برخې شوې دي. په داسې حالت کې ایا موږ د برابرۍ په اړه خبرې کولای شو؟
بارکزۍ: له شک پرته د طالبانو په راتګ سره، افغان ښځې له خپلو ټولو حقونو بې برخې شوې دي. البته، له خپلو حقونو نه د هغوی بې برخې کېدل په دې مانا نه دي چې د ازادۍ او برابرۍ په اړه خبرې ونه کړای شو. زه فکر کوم چې پخوا موږ ښځو د قانون له مخې، برابر حقونه او مکلفیتونه درلودل، خو په عمل کې یې توپیر درلود. دا نابرابرۍ هېڅکله د دې لامل نه کېدې چې ښځې د برابرۍ په اړه خبرې ونه کړي. دا باید هېره نه کړو چې برابرۍ او عدالت ته رسېدل د ښځو یوه غوښتنه ده او د دې تر څنګ زه فکر کوم چې دې غوښتنې ته رسېدل ډېر وخت نیسي. خو په هر صورت، د طالبانو راتګ نه یوازې د ښځو مسأله ، بلکې د یوه ډي فکټو دولت په مفهوم کې د وګړنیزو حقونو بحث هم تر پوښتنې لاندې راوستی دی. د دې تر څنګ چې موږ وینو افغان ښځې په سیسټماټیک ډول د نړۍ له ټولو برخو ایستل شوې دي ـ چې دا بشري جنایت او تاوتریخوالی هم بلل کېدای شي – نارینه او نور افغان وګړي هم له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوي دي.
۸صبح: په افغانستان کې د ښځو پر روان وضعیت د کلتور، مذهب او د خلکو د ټولنیزو اړیکو اغېز څنګه وینئ؟ ایا تاسو فکر نه کوئ چې د ټولنې یوه برخه د مذهبي او دودیزو دلایلو له امله د دې وضعیت ملاتړ کوي؟
بارکزۍ: بې له شکه، د یوې ټولنې د دین، کلتور او فرهنګ، عرف او دودونو په اړه بحث چې په هغې ټولنه کې حاکم دي، د ښځو د حقونو د خونديتوب په اړه د خلکو پر ذهنونو مستقیم اغېز لري. دا باید هېره نه کړو چې اروپا او امریکا ۱۰۰ کاله وړاندې د ښځو لپاره تر ټولو بد ځایونه وو. البته، د پوهې، تعلیم، اقتصاد او باورونو په پرمختګ سره چې باید په یوه ټولنه کې د ارزښتونو په توګه تشخیص او وپېژندل شي، ورو ورو د لږ تر لږه جنسیتي تبعیض له بستره تېرېږي. خو باید دا هېره نه کړو چې چې جنسیتي تبعیض لا هم په ټولنو کې د یوه اصل په توګه شته. هغه څه چې طالبان یې په افغانستان کې ادعا کوي، په افغاني کلتور کې هېڅ ډول مخینه نه لري. ان که تاسو د افغانستان کلیو ته ولاړ شئ، ګورئ چې هغه مېرمنې چې عمرونه یې لوړ دي، مکلفې دي چې وړو نجونو او هلکانو ته د قران کریم درس ورکړي، يعنې په کليو او بانډو کې د علم وزده کول او زده کول له همدغه عمره پيلوي. دا یو دود دی. پر دې سربېره، د افغانستان په ډېرو کلیو کې به پوه شئ چې د شاهنامې په ګډون د نورو کتابونو او داستانونو تر څنګ د مثنوي معنوي د سترو کتابونو لوستل د افغانانو د دود او کلتور یوه برخه ده. نو په دې حساب، موږ نه شو ویلای چې هغه څه چې طالبان یې ادعا کوي او د هغه دین چې لومړی حکم یې لوستل او زده کول دي، د ښځو په اړه د طالبانو افکار دیني یا هم کلتوري منشأ ولري. زما په اند د طالبانو انګېرنه د دوی خپله انګېرنه ده چې نه له دین او نه له کلتور سره سمون خوري.
۸صبح: په افغانستان کې د ښځو د زده کړې د مسألې په اړه، زموږ لومړیتوبونه څه دی؟ کوم کارونه باید وکړو چې افغان ښځو ته یو ځل بیا د زده کړې او په ټولنه کې د مشارکت فرصت ورکړل شي؟ ايا یو ښه وضعیت ته د افغانستان رسېدل، يوازې د ښځو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو په لېرې کولو سره ممکن دی؟
بارکزۍ: زما په باور ښوونه او روزنه یو فرصت نه دی چې ښځو ته ورکړل شي، دا یو حق دی چې باید تطبیق شي. هغوی ته د فضا، ځای او مکان د زمینې برابرول د هغو کسانو مسؤولیت دی چې ځانونه د افغانستان واکمنان ګڼي – که هر څوک وي. له همدې امله طالبان نه یوازې دا چې د سالم او خوندي چاپېریال په رامنځته کولو سره د ټولو ښځینه زده کوونکو د خوندیتوب مسوولیت لري، بلکې مکلف دي چې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي. زه فکر نه کوم چې د زده کړې ترلاسه کول دې داسې یو امتیاز وي، چې د واکمنانو له لوري خلکو ته ورکول کېږي. دا اتفاقًاً یو جبر یا هغه اجبار دی چې د دولتونو او حکومتونو لخوا خپلو خلکو ته ورکول کېږي (د مېرمن بارکزۍ موخه هماغه د حکومت مکلفیت دی). تاسو ډېر اسلامي هېوادونه ګورئ چې د علم او پوهې د زده کړې د دودېدو او هڅولو لپاره خپلو محصلانو ته له هېواده بهر ډېر لګښت لرونکي بورسونه لټوي او پیسې ورکوي. نو باید دا هېره نه کړو چې د ښځو او نجونو د زده کړې او د هغوی د کار بحث باید سیاسي نه وي او نه یې هم په اړه د یوې ټولنیزې ستونزې په توګه خبرې وشي. افغانستان هماغه افغانستان دی. که تاسو کليو او بانډو ته ولاړ شئ، وبه ګورئ، چې ښځې د نارینه وو تر څنګ ځمکې کولبه کوي، حاصلات را ټولوي، کور ودانوي، خټې کوي، او چرګان ساتي. دا هغه څه دي چې عملأ یې ترسره کوي؛ خو دا چې طالبان پر دې شیانو خبر نه دي او د دوی تګلارې د ښځو ضد تګلارې دي او په دوی پورې منحصرې دي، جلا بحث دی. خو جداً زما هیله دا ده چې د ښځو ښوونه او روزنه باید له سیاسي اندېښنو او امتیازاتو خلاصه وي.
۸صبح: تاسو د افغانستان د اسلامي جمهوریت په ولسي جرګه کې د خلکو استازې وئ. په افغانستان کې د یوه پارلماني نظام احیا په دغه هېواد کې د ښځو د وضعیت له ښه کېدو سره څومره مرسته کولای شي، ایا تاسو په جمهوري نظام کې د ښځو له حقونو راضي وئ؟
بارکزۍ: د افغانستان یوه لویه او اساسي ستونزه همدا وه چې په افغانستان کې لوی سیاسي ګوندونه جوړ نه شول. تاسو پوهېږئ چې د پارلماني نظام لومړنۍ او اړینه برخه د لویو سیاسي ګوندونو لرل دي، څو ګوندونه سیاسي واک ولري. له دې پرته، که پارلمانونه همداسې یوازې له اشخاصو (له سیاسي ګوندونو پرته) جوړ وي، لکه څنګه چې موږ په افغانستان کې په تېرو دریو دورو کې ولیدل، پارلماني نظام نه شي رامینځته کېدای.
لومړی: له دې امله چې د نړۍ په بل هېڅ هېواد کې له دوو نه زیات سیاسي ګوندونه د ټاکنو لپاره د سیالۍ ډګر ته نه راځي، مګر دا چې د یوه داسې نظام د جوړولو لپاره بستر او زمینه په پام کې ونیول شي، چې د خلکو په رایو پورې تړلی وي.
دویم: د دې تر څنګ باید د سیاسي ګوندونو او ډلو فعالیت روښانه وي، څو وکړای شو، ګوندونو ته د امتیازونو او ځانګړو څوکیو او سیټونو په ورکولو سره هغه اصل (د لویو ګوندونو لرلو) ته ورسېږو چې د پارلماني نظام لپاره اړین دی. خو هغه څه چې ډېر مهم دي د نظام څرنګوالی دی.هر هغه نظام چې زموږ افغانستان ته راځي، باید د افغانانو د رایو پر بنسټ وي. دا چې په افغانستان کې ریاستي نظام ښه دی او که پارلماني ښه دی، یا لومړی وزیر ولرو او که یې ونه لرو، هغه بحثونه دي چې باید پرې کار وشي. خو په هېڅ نامه، یوه کس ته د واک سپارل د افغانستان د نظام وړ نه دي. موږ ترخه تجربه لرو.