افبيای: طالبان د امریکا د ملي امنیت لپاره ګواښ دي

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت مسوولو بنسټونو ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ له تاوتریخوالي او ناوړه انساني شرایطو سره مرسته کړې او د امریکا د ملي امنیت لپاره یې ګواښ رامنځته کړی دی.
فاکس نیوز راپور ورکړی، چې د افبيای او د امریکا د ملي استخباراتو ادارې د دفتر مشرانو سهشنبه د نومبر پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ نږدې ۱۵ میاشتې وروسته یوه څېړنه ترسره کړې چې د امریکا د استازو په سنا کې د کورني امنیت په یوه کمېټه کې یې وړاندې کړې ده، چې ښيي طالبان د امریکا ملي امنیت لپاره ګواښ دي.
د افبيای رییس کریسټوفر رای ویلي، چې دغه بنسټ «پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په اړه هم اندېښمن دی.»
رای څرګنده کړې، چې د القاعدې، داعش او په ټوله نړۍ کې د هغوی اړوند ټولو ترهګریزو سازمانونو موخه «امریکا کې د بریدونو د زیاتولو لپاره هیله ورکول او یا ترسره کول ده.»
د امریکا د ملي استخباراتو د ترهګرۍ ضد ملي ادارې مدیر کریسټین ابيزید ویلي، چې افغانستان کې د القاعدې یوه ډله همداراز نیت لري د امریکا ګټو ته زیان ورسوي.
ابيزید «تاوتریخجنه افراطپالنه» لا هم د لوېدیځ لپاره یو ګواښ ګڼلی او ویلي یې دي دغه کار کولای شي «د افغانستان، سومالیا او یمن سیمو په څېر د انساني شرایطو له خرابېدو سره» مرسته وکړي.
ابيزید همداراز زیاته کړې ده، چې اوس داسې برېښي چې د داعش خرسان ډلې له افغانستانه بهر فعالیتونو ته هم مخه کړې ده.
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته تر اوسه د امریکا ګڼو چارواکو او بنسټونو له هغو ګواښونو چې ښایي طالبان یې دغه هېواد او نورو هېوادونو ته رامنځته کړي خبرداری ورکړی دی.