د ښځو له یووالي وېره؛ طالبانو په پروان کې ښځینه محتسبانې وګومارلې

۸صبح، پروان: پروان کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست ښځینه محتسبانې ګومارلې دي.

سرچینې سه شنبه د مرغومي پر شپږمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې د پروان د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر په ریاست کې د ښځینه مامورانو د ګومارلو بهیر پیل شوی دی.

د سرچینو په وینا طالبانو تراوسه د پروان په بېلابېلو سیمو کې څو تنه ښځې د محتسبانو په توګه ټاکلې دي.

ګومارل شوې کسانې باید په پروان ولایت کې د ښځو د فعالیتونو په اړه د طالبانو ځایي مسوولانو ته راپور ورکړي.

د سرچینو په وینا ښځینه محتسبانې په اونۍ کې دوه ځله په خپلو اړوند سیمو کې د ښځو د فعالیت په اړه د پروان د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست ته معلومات ورکوي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده، چې طالبانو افغانستان کې له واکمنېدو وروسته د ښځو چارو د وزارت له لغو کولو سره امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت رامنځته کړ. دغه وزارت له رامنځته کېدو راهیسې د وګړو په تېره بیا د ښځو پر ژوندانه پراخ محدودیتونه لګولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button