د ننګرهار ښځینه صنعتکارانې: د طالبانو له راتګ سره مو کاروبار په ټپه درېدلی

٨صبح، ننګرهار: د ننګرهار ولایت ښځينه صنعتکارانې شکایت کوي، چې د جمهوري نظام له پرځېدو او د طالبانو له بیا واکمنیدو سره یې کاروبار سخت زیانمن شوی دی.

صنعتکارانې وایي، پر ښځو د طالبانو محدودیتونه او پراخ شوی اقتصادي ناورین سبب شوی، چې زرګونه صنعتکارې مېرمنې بې او ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.

ځینو دغو ښځینه صنعت کارانو له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د خپلو فعالیتونو د شاوخوا  ۹۰ سلنه ټکني کیدو شکایت وکړ.

یوې سابقه دارې صنعت کارې زرمینې ۸ صبح ته وویل، چې د جمهوري نظام پر پرمهال ورسره لسګونه صنعتکارې مېرمنې په خیاطۍ بوخت وې، خو د طالبانو له بیا واکمنیدو سره یې کار خونې تړل شوي او ښځینه کارګرانې په کور شوي دي.

زرمینې وویل: «له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، زموږ کار په ټپه درېدلی دی. ما سره تقریباً ۸۰ ښځو کار کاوه، خو اوس ټولې په کور دي. د دې هرڅه علت پر ښځو د طالبانو بندیزونه دي. اوس ډېرو ښځو خپل صنعت پریښی، ځکه چې طالبان د کار اجازه ورکوي او کومې ښځې چې په خپلو کورونو کې کار کوي توکي یې بازار نه لري.»

صنعتکارې مېرمنې وایي، د طالبانو د بندیزونو او زیات شوي اقتصادي ناورین له امله نه خپلو لاسي صنایعو ته سم بازار موندلای شي او نه یې توکي ډېر پېرونکي لري.

د دوی د معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په هېواد کې د پاکستاني صنایعو بازار زیات شوی.

زرمینه دا هم وایي، چې د ښځو د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له زیاتیدو سره کورنی تاوتریخوالی هم زیات شوی او دوی د نورو بدو پایلو وېره لري.

زرمینې زیاته کړه: (( پخواني حکومت کې مو ښه تولیدات او بازار درلود، خو اوس مو هم کار نشته، هم مو د تولیداتو بازار خراب شوی او ځای یې پاکستاني تولیداتو نیولی. له ښځو له وزګاریدو سره خبریږو، چې د صنعت کارانو اقتصادي ستونزې او ان په کورونو کې یې تاوتریخوالی زیات شوی.))

د ننګرهار یوه بله صنعتکاره زرغونه چې د کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده، له ورته ستونزو شکایت لري.

هغه وایي، که د طالبانو رژیم د ښځینه صنایعو د ژغورلو لپاره لاس په کار نه شي؛ زرګونه کورنۍ به له سخت ناورین سره مخ شي.

زرغونې ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل: «خاوند مې معلول دی او د شپږو اولادونو مور یم، څلور مې لورګانې او دوه مې زامن دي، دوی هم د کار نه دي او زه د همدې خیاطۍ له لارې په خپل لاس ښځينه وو لپاره جامې ګنډم او په مقابل کې سل افغانۍ اخلم. د طالبانو په راتګ سره مو کار خراب شوی، که طالبان ښځو ته د کار زمینه برابره نه کړي. سخته فاجعه به را منځته شي، طالبان باید نور خپلې وعدې عملي کړي، خلکو سره دې بې عمله وعدې نه کوي.»

هڅه مو وکړه، چې په ننګرهار کې د ښځینه صنعتکارانو د ستونزو او اندېښنو په تړاو د صنعت او سوداګرۍ ریاست لپاره د طالب واکمنانو نظر هم واخلو؛ خو له پرله پسې هڅو سره یې په نظر اخېستو بریالي نه شوو.

د اقتصادي چارو څارونکي وايي، چې د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د دولت او نړیوالو مرستندویانو لخوا د ښځینه صنعت کارانو پر روزلو او د دوی تولیداتو ته د بازار موندنې لپاره پراخ لګښتونه شوي، چې اوس ټول د ضایع کیدو له خطر سره مخامخ دي.

دوی له نړیوالو مرستندویانو غواړي، چې د بشري او اقتصادي مرستو ترڅنګ دې د افغانستان د صنعت د ژوندي ساتلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او پرې نه ږدي، چې د افغانستان صنعت او اقتصاد سقوط شي.

ورته لیکنې

Back to top button