د ننګرهار پوهنتون محصله: طالبانو پوهنتون ته د تګ له امله په زنداني کولو وګواښلم

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته؛ د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو د بندېدو په هکله خلک دې ته په ژوره توګه اندېښمن شوي، چې د طالبانو ډله به یو ځل بیا د اویایمې لسیزې په څېر نجونې د زده کړو له نعمته بې برخې کړي.
واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، دې ډلې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړلې؛ خو تر یوې مودې وروسته یې د پوهنتون دروازې پرانیستې؛ خو د ښوونځيو دروازې يې د نجونو پر مخ تړلې پرېښودې.
طالباني نظام تازه په یوه اقدام کې په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځینه وو پر وړاندې د زده کړو دروازې بندې کړې، چې ښځینه محصلانې یې له ژور روحي فشار او ناڅرګند برخلیک سره مخامخ کړي.
وړمه شپه چې طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو حکم صادر کړ؛ ګڼې محصلانې چې له دې پرېکړې خبرې نه وې د چهارشنبې په ورځ سهار وختي پوهنتونونو ته د ازموینو د ورکړې په موخه ورغلې وې، چې هلته د طالب جنګیالو له لوري پوهنتون ته له ورتګ منع شوې.
فرشته “مستعار نوم” چې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي د درېیم کال محصله ده، ٨ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، خبره نه وه چې طالبانو د نجونو پر وړاندې د پوهنتون دروازې بندې کړې او په دې موخه ورغلې وه، چې په ازموینو کې ګډون وکړي؛ خو طالبانو پوهنتون ته د ننوتلو اجازه ورنه کړه.
فرشته زیاتوي، چې په پرله پسې ډول یې پوهنتون ته د داخلېدو هڅه وکړه؛ خو طالب جنیګالیو د ټوپک په میل وګواښله او خبرداری یې ورکړ، که بېرته خپل کور ته ستنه نه شي زندان ته به ولېږدول شي.
نوموړې وویل: «د چهارشنبې په ورځ سهار وختي پوهنتون ته لاړم؛ خو هلته ولاړو طالبانو اجازه رانه کړه؛ ما څو ځلې داخل ته د تګ هڅه وکړه، خو ټوپک یې راته ونیوه او اخطار یې راکړ، که لاړه نه شې په وهلو ډبولو به دې زندان ته ورسوو.»
فرشته د طالبانو له لوري د پوهنتون دروازې تړل، ظالمانه، احمقانه، پردیپاله او جاهلانه پرېکړه یادوي او اندېښنه لري، چې د طالبانو دا ډول کړنې به افغانستان له یو نوي ناورين سره مخامخ کړي.
دغه محصله پر طالبانو غږ کوي، چې نور دې د افغان نجونو پر وړاندې له دښمنۍ لاس واخلي او په هېواد کې دې د نفرت او بدبختۍ زېږونې پرځای د هېواد او ولس ځان بسیاینې پر لور ګام واخلي.
فرشتې زیاته کړه: «طالبان د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه د خپلو بادارنو په اشاره تړي، چې دا یو احمقانه، ظالمانه او جاهلانه عمل دی، که طالبان ځانونه د افغانستان او خلکو خواخوږي بولي نور باید له داسې کارونو لاس واخلي؛ ځکه ددوی هر قدم کرکه او بدبختي زېږونکی دی.»
دغې محصلې ویلي، د خپلې روښانه راتلونکې لپاره یې په کلونو کلونو زیار ویستی او شپې یې رڼې کړي؛ خو پرځای ددې چې طالبان نجونو ته تحصيلي نظام پیاوړی کړي؛ لا ددوی پر هیلو او ارمانونو خاورې اچوي.
فرشته دغه راز په افغانستان کې پر نارینه وو هم نیوکه کوي، چې افغان نارینه د ښځینه قشر پر وړاندې د طالبانو هر ډول ظلمونو ننداره کوي؛ خو په دې برخه کې هېڅ مبارز ګام نه پورته کوي.
نوموړې زیاته کړه: «ما په راتلوکي کې غوښتل چې یوه ښه ډاکټره شم او ښځو ته خدمت وکړم؛ ددې ارمان لپاره مې کلونه کلونه خواري وکړه، زحمت مې واېست؛ خو طالبانو د خپل عقدوي چلند ښکار کړو او زمونږ په هیلو او ارمانونو یې خاورې واړولې، د زده کړو په برخه کې افغان نارینه وو هم له موږ ملاتړ ونه کړ او موږ یې د طالبانو د ظلمونو په مقابل مې په میدان کې یوازې پریښي یو.»
د طالبانو له لوري د ښځینه محصلانو پر وړاندې د پوهنتون دروازو بندولو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه را پارولي او دا چاره د طالبانو وروستۍ کمزوري یاده شوې.
که څه هم طالبانو د ښوونځیو د بندولو په څېر د پوهنتونونو دروازو بندول تر امر ثاني پورې یاد کړي؛ خو خلک او ښځینه محصلانې باور لري، چې دا ډول خبرې د طالبانو له لوري ولس غولونه ده او باید افغان ولس او نړۍ واله ټولنه په افغانستان کې د شته استبدادي نظام پر وړاندې عملي مبارزه وکړي.
محصلانې وایي، نړۍوال دې د طالب ډلې د کړنو غندلو پرځای پر دې ډلې فشار راولي؛ څو د زده کړو ترڅنګ د افغان نجونو هغه حقونه چې اسلام ورکړي ترې وانخلي.