یو شمېر ښځینه محصلانې چې د ترکیې پوهنتونونو ته د «یوس» ازموینې له لارې بریالۍ شوې، شکایت کوي چې طالبان یې له هېواد نه بهر ته د تګ مخه ونیسي. دا نجونې سره له دې چې پاسپورټونه، ویزې او د الوتکې ټکټونه لري څو ځلي د کابل له هوايي ډګره راستنې کړای شوې دي. هغوی وايي، چې طالبان یې د کابل په هوايي ډګر کې د « شرعي محرم » نه لرلو په پلمه ترکیې ته د سفر مخه نیسي. دغه نجونې اوس د خپلو وېزو د مودې ختمیدو او د خپلو درسونو تېرېدو ته اندېښمنې دي.
ثریا (مستعار نوم) یوه له هغو محصلانو ده چې سږکال د «یوس» ازموینې له لارې د ترکیې یوه پوهنتون ته بریالۍ شوې ده. هغې په میاشتو، میاشتو هڅه کړې چې د ترکیې وېزه ترلاسه کړي، خو وروسته یې طالبانو د کابل په هوايي ډګر کې ترکیې ته د تګ مخه نیولې ده. ثریا لږ تر لږه دوه ځلي په ۵۶۰ امریکايي ډالرو ټکټ اخیستی دی، خو دواړه ځلي د کابل له هوايي ډګره راستنه کړای شوې ده. دغه محصله دواړه ځلي مجبوره شوې چې خپل ټکټ په نیمه بیه وپلوري.
یوازینی دلیل چې طالبان ترکیې ته د ثریا د تګ مخه نیسي، له هغې سره د یوه نارینه نشتوالی دی. لکه څنګه چې دغه محصله وايي، طالبان ترې پوښتنه کوي، چې« شرعي محرم دې چېري دی؟»
ثريا له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل: «ځينو هېوادونو ته یې د محرم له لرلو پرته اجازه نه ورکوله، هغه هم په داسې شرایطو کې چې غیرې تحصیلي وېزه به یې لرله؛ خو اوس هوايي ډګر د ټولو نجونو پر مخ تړل شوی او هېڅ بهرني هېواد ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.»
ثریا چې دوه ځلي یې ترکیې ته د تګ هڅه کړې څو ژره تر ژره خپلو درسونو ته ورسېږي، دواړه ځلي یې هڅې بې پایلې وې. اوس هغه په پوهنتون کې د نوم لیکنې د وخت تېرېدو ته پر اندېښنې سربېره، د وېزې د اعتبار ختمیدو ته هم اندیښنه لري.
ثریا زیاتوي: «زه یوه محصله یم، زه په ترکیه کې پوهنتون ته بریالۍ شوې یم او د وېزې موده مې مخ پر پای ته رسېدو ده. هغوی ماته اجازه نه راکوي، رسمي مکتوب یې هم نه دی رالیږلی. هر ځل ټکټ اخلم او ځم، خو هلته (د کابل په هوايي ډګر کې) مې طالبان راګرځوي . ما دوه ځلي ټکټ اخیستی او تللې یم خو د تګ اجازه یې نه ده راکړې.»
زهرا (مستعارنوم ) یوه بله محصله ده چې د ترکیې یوه پوهنتون ته بریالۍ شوې ده. هغه یوازې یو ځل توانېدلې چې ټکټ وپېري او د هوایي ډګر له لارې ترکیې ته د تللو هڅه وکړي، خو بریالۍ شوې نه ده. دغه محصله وايي، چې د الوتنې د ټکټ پېرلو پيسې یې له خپلو ملګرو په پور اخيستې وې او اوس د دې وس نه لري چې بیا ټکټ وپېري.
زهرا وايي: «زه محصله یم او هوډ لرم چې ترکیې ته ولاړه شم، خو دا چې نجلۍ یم، د محرم له لرلو پرته بهر ته د تګ اجازه نه راکول کیږي، له بده مرغه دلته پاتې یم او درسونه مې تېرېږي. داسې څه نشته چې ترسره یې کړم، زه په ځلونو هوايي ډګر ته تللې يم او راته ويلي يې دي، چې نجونو ته اجازه نشته، تل احوال اخلم، خو وايي، چې د محرم له لرلو پرته يوازې کورنيو الوتنو ته اجازه شته؛ په بهرنيو الوتنو کې بايد محرم درسره وي.»
زهرا په ډېرو ستونزو سره ویزه ترلاسه کړې ده، خو کله چې هوايي ډګر ته تللې، د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې. هغه زیاتوي: «په پام کې ده، چې زه د یوې زده کوونکې په توګه هلته ولاړه شم، څرنګه کولای شم چې له ځانه سره محرم بوځم؟ د افغانستان ښارونه خو نه دي چې د کورنۍ یوغړی له پوښتنې پرته له ځان سره ملګری کړم او بویې ځم. هلته وېزه په کارده او د زرګونه نورو پړاوونو ترسره کولو ته اړتیا ده، چې ترهغه وخته به زما خپله ويزه ختمه شي او د درسونو وخت به مې تېر شي.» د زهرا په وينا، يوازې دا له دغو ستونزو سره مخ نه ده، بلکې نورو نجونو ته هم چې له دې سره یې یوځای د ترکيې پوهنتونونوته لاره موندلې ده، بهر ته د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.
د «یوس» ازموینه د کانکور ازموینې په ماناده، چې هر کال د افغان – ترک ښوونځیو له لارې اخیستل کیږي. د دولسم ټولګي هغه زده کوونکي چې وکړای شي دغه ازموینه په بریالیتوب سره ترسره کړي، ترلاسه کړو نومرو ته په پام سره د ترکیې یوه پوهنتون ته لاره مومي.
د طالبانو لاسته د هېواد له لوېدو وروسته، پر ښځو سخت محدودیتونه لګول شوي دي. د ښځینه زده کوونکو پر مخ د نجونو د ښوونځيو له تړلو نیولې، په یو شمېر دولتي ادارو کې ښځو ته د کار د اجازې تر نه ورکولو، د ښځینه معترضانو تر ځپلو او نیولو، د رسنیو پرښځينه کارکوونکو تر اجباري حجاب او له نارینه پرته بهرته له سفره د ټولنې د دې قشر تر محرومولو پورې پرښځو بیلابیل محدودیتونه لګول شوي دي.