د فاریاب په شیرین‌تګاب کې اورلګېدنه؛ تر اوسه اته هټۍ سوځېدلې دي

۸صبح، فاریاب: فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینې د شیرین‌تګاب ولسوالۍ په بازار کې د اورلګېدنې خبر ورکوي.

دغه اورلګېدنه یکشنبه د لړم پر ۲۹ له غرمې مخکې ۱۱:۰۰ بجې د شیرین‌تګاب ولسوالۍ په بازار کې پیل شوې او لا هم دوام لري. تر اوسه اته هټۍ سوځېدلي دي.

د سرچینو په وینا خلک هڅه کوي اور مړ کړي؛ خو د امکاناتو او د اوروژنې ځواکونو نشتون د اور د زیاتېدو لامل شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button