د کونړ په ځنګلونو کې اورلګېدنه؛ له ۱۴ هکتاره ډیر ځنګلونه او څړځایونه سوځېدلي

۸صبح، کونړ: په کونړ ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په ځنګلونو کې د اورلګېدنې په پایله کې ۱۴ هکتاره او ۸۰ جریبه ځنګلونه او څړځایونه سوځېدلې دي.
په کونړ کې د طالبانو له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئیس احسان الله وويل چې اورلګېدنه د شنبې په ورځ (د چنګاښ په درېيمه)، د دغه ولايت د پېچ درې ولسوالۍ د سندري او کرنګل په ځنګلونو کې پيل شوې ده.
د هغه په وينا، تر اوسه طالبان نه دي توانېدلي چې دغه اور کنټرول کړي.
سخته تودوخه او باد د اور د پراخیدو لامل شوی دی.
تراوسه پورې ددغې اورلګېدنې لامل څرګند نه دى.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم د دغه ولايت په چپې درې ولسوالۍ کې زرګونه هکتاره ځنګلونه د اور لګېدو له امله سوځېدلي وو.