په ترکیه کې په یوه ترافیکي پېښه کې پنځه افغانان مړه شول

م. ظریف صمیم

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرغومي د څوارلسمې په ماښام ددې خبر په اعلانولو سره وویل چې دا پېښه د ترکیې په آغري ولایت کې شوې ده.
دغه وزارت ددې پېښې دقیق وخت نه دی اعلان کړی. د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان کډوالو دغه موټر د ګړندي تګ له امله له سړکه وتلی چې پنځه تنه افغان وګړي پکې مړه شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په انقره کې د افغانستان سفارت ددې پېښې په اړه څېړنه کوي او د مړو د رالېږدولو او زیانمنو ته د لازمو مرستو د رسولو په برخه کې اړین اقدامات کوي.

Back to top button