۸صبح، فراه: فراه ولایت کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې خبر ورکوي.
سرچینې وایی، چې جمعه د لیندۍ پر یوولسمه نېټه د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې د یوه موټرسایکل او مسافروړونکي موټر د ټکر په پایله کې دوه تنه مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
سرچینې همداراز وایي، چې پنجشنبه ماښام د لیندۍ پر لسمه نېټه د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ په ملخان سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوه طالبان مړه او درې نور ټپیان شول.
دا پېښه له یوه لنډکروزر سره د باروړونکي موټر د ټکر له امله وشوه.
په دې وروستیو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې، چې اصلي لامل یې د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او د واټونو خرابوالی بلل شوی دی.