د تخار په مرکز کې چاودنې پنځه تنه ټپیان کړل

۸صبح، کابل: د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې سیمهییزې سرچینې په دغه ښار کې د چاودنې خبر ورکوي.
ځایي سرچینې وایي، چې دغه پېښه چهارشنبه سهار د مرغومي پر اوومه نېټه د تالقان ښار مرکزي څلورلارې ته نږدې په یوه نانوایۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د تخار په ولایتي روغتون کې سرچینو دغه روغتیایي مرکز ته د ۵ ټپیانو د لېږد خبر ورکړی دی، چې ټول ملکي وګړي دي.
خو تخار کې طالبانو ویلي، چې دغه پېښه د یوه کمپیوټرکار په مېز کې د ځایپرځای شوي ماین د چاودنې له امله وه.
تخار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند مبین صافي په دې پېښه کې د ۴ تنو ټپي کېدل تایید کړې دي.
د تخار ولایت مرکز تالقان ښار له دې مخکې هم د ځایپرځای شویو ماینونو د چاودنې شاهد و.