په تخار او کندوز ولايتونو کې په دوو ترافيکي پېښو کې پنځه کسان وژل شوي

۸صبح، کندز: په تخار او کندز ولایتونو کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغو دوو ولایتونو کې په دوو جلا ترافیکې پېښو کې پنځه تنه وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په لومړۍ پېښه کې د يکشنبې په ورځ (د غبرګولي په ٢٨مه)، د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په «شورکول» کلي کې د يوه موټرسايکل د موټر سره د ټکر له امله درې تنه ووژل شول.

په دې پيښه کې د موټر دوه تنه سپرلۍ هم ټپيان شوي دي.

دغه راز د تخار ولايت د چاه‌آب ولسوالۍ په «سمتی» سيمه کې د امو سيند ته د يو موټر د لویدو له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

د دغو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.

په بغلان ولايت کې تيره اوونۍ هم په يوه ترافيکي پيښه کې دوه تنه ووژل شول.

ورته لیکنې

Back to top button