په لوګر کې سیلاونه؛ د استوګنې لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه زمکه ویجاړه شوې

۸صبح، لوګر: په لوګر کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د سېلاونو د راوتلو له امله د استوګنې ۶۰ کورونه، سلګونه جریبه کرنیزه زمکه او د کوچیانو څو خیمې ویجاړې شوې دي.
په لوګر کې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته (د غبرګولي په ۸ مه) په سخت باران او ږلۍ پسې سخت سیلاو راوتلی.
په لوګر کې د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوي (عبدالله مفکر) وايي، د لوګر مرکز پل علم ښار د (الوزی، حاجي ګلون، بابوس، زردګول، جمعه او شادي خوک) په کلیو کې د استوګنې کورونه او کرنیزې زمکې سیلاونو لاندې کړي دي.
د مفکر په وينا، په زيانمنو شويو کسانو باندې خوراکي او بېړنۍ مرستې وېشل شوي او پلټونکي ټیمونه خلکو ته د اوښتو زيانونو د څرنګوالي په اړه، څېړنې کوي.
په لوګر کې د سېلابونو له امله، د له مینځهتللیو کرنیزو زمکو کره شمېره تر اوسه معلومه نه ده.
په لوګر کې ږلۍ او باران په داسې حال کې زیانونه اړولي چې کروندګر خپل حاصلات راټولوي.
د کرنې پوهان، اوسني ورښتونه په هېڅ صورت د کروندګرو په ګټه نه بولي.
تر دې وړاندې د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې، د یکشنبې په ورځ د هېواد په شاوخوا ۲۰ ولایتونو کې د ږلۍ، باران، تالاندو او سیلاونو خبرداری ورکړی و.