سېلابونو د غزني په مرکز کې ۳۰ استوګنیز کورونه تخریب کړل

۸صبح، غزني: غزني کې سیمه ییزې وايي، چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله ۳۰ استوګنیز کورونه تخریب شوي دي.
ځایي سرچینې یکشنبه د زمري پر ۳۰ وایي، چې تېر ماښام د غزني په مرکز او ولسواليو کې سېلابونه راغلي دي.
د سرچینو په وینا، له سختو ورښتونو وروسته سېلابونه له درېيو لارو څخه د غزني ښار پر قلعه امیرمحمد خان، غیب قلندر او پښتون اباد سیمو راغلي، چې په پایله کې یې ۳۰ استوګنیز کورونه تخریب شوي دي.
سرچینې وایي، چې د غزني په سیند کې د اوبو له زیاتېدو وروسته د سیند شاوخوا مېشتې کورنۍ اړ شوې، چې شپه د ښار په لوړو ځایونو کې تېره کړي.
سېلابونو د غزني په ولسوالیو کې هم خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.