په کاپیسا کې سیلاونه؛ یو زده کوونکی وژل شوی او د یوه ښوونځي ودانۍ زیانمنه شوې

۸صبح، کاپيسا: په کاپيسا کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د يوه ښوونځي دېوال د نړېدو له امله يو اته کلن ماشوم وژل شوی دی.

دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ په (میراخېلو) کلي کې رامنځته شوې ده.

د دغه ماشوم نوم (مهران) و او د سېلاو له امله د یوه ښوونځي د ودانۍ دیوال له نړېدلو درې ساعته وروسته یې جسد له خټو څخه را ایستل شوی و.

طالبانو هم ياده پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي، چې په اله ساى ولسوالۍ کې پرون د سېلاو له امله د ښوونځي نيمه ودانۍ هم ويجاړه شوې ده.

د طالبانو ولسوال (اسدالله ثاقب) وايي، چې د ميرخېلو په کلي کې د ښوونځي ودانۍ د سېلاو راوتلو په سيمه کې جوړه شوې او که په دې سيمه کې نور سېلابونه هم راشي، نو د دې امکان شته، چې د دغه ښوونځي ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شي.

د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د شمېرو پر بنسټ، یوازې په تېرو دوو میاشتو کې ۶۴ کسان د طبیعي پېښو له امله مړه شوي دي.

Back to top button