پر مدرسو تمرکز او د ښوونځيو هېرول، طالبان عصري زده کړې سپکې ګڼي

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په څه کم پنځلس میاشتنۍ واکمنۍ کې د هېواد بیلابیلو برخو کې لویې ستونزې وې چې د پوهنې سکټورهم ترې جلا نه دی. له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره زده کړې بندې شوې دي د هلکانو ښوونځي هم له خورا ډيرو ستونزو سره مخ دي. پر دې سربېره، پر ښځينه او نارینه محصلان  سخت محدودیتونه لګول شوي دي. خو اپوټه، په دې موده کې د دیني مدرسو جوړولو او پر دیني مدرسو د ښوونیزو بنسټونو بدلولو ته د طالب مشرانو پاملرنه زیاته شوې ده. هېوادوال د پوهنې وضعیت ته له نه پاملرنې او دیني مدرسو ته د طالبانو له بریده زیاتې پاملرنې شکایت لري. بل خوا د سیاسي چارو شنونکي دیني مدرسي د طالبانو لپاره د جګړې د ځواک د تولیدولو مرکزونه ګڼي او وایي، چې د دغو مدرسو زیاتېدل تل د طالبانو لپاره ځانګړی اهمیت لرلی چې له پامه یې نه شي غورځولی.

طالبانو پر هېواد د یوکال او دریو میاشتو په واکمنۍ کې ګڼ ښوونیز مرکزونه په جهادي مدرسو بدل کړي دي. د رپوټونو له مخې طالبانو د سږکال په وږي میاشت کې د فراه ولایت د زارعت مسلکي لیسه پر دیني مدرسې بدله کړه. دغې ډلې تر هغې وړاندې د سږکال په غبرګولې میاشت کې د تخار ولایت تخنیکي او مسلکي انسټېټیوټ پر مدرسې بدل کړ. پر دیني مدرسې د تخار د تخنیکي او مسلکي لیسې له بدلېدو مخکې، دغلته د نجونو په ګډون شاوخوا ۲۳۶ محصلان د ساختماني انجنیرۍ، بریښنا، د موټرو د ترمیم او کمپیوټر په څانګو کې پر زده کړو بوخت وو. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتو معین پر مدرسې د دغه انسټېټیوټ د بدلولو په مراسمو کې ویلي دي:« دغه مدرسه د امیرالمومنین د فرمان پربنسټ جوړه شوې څو په دغه مرکز کې ځوانان دیني علوم په تحقیقي او تخصصي ډول زده کړي.»

د دې ترڅنګ، د رپوټونو پربنسټ، طالبانو په تېر څه باندې یو کال کې په خوست ولایت کې د عبدالحی حبیبي د لېسې، په کندهار ولایت کې د تخنیک د لېسې او د پکتیا د ګردیز ښار د ببرک خان د لېسې په ګډون لسګونه ښوونیز مرکزونه په دیني مدرسو بدل کړي دي.

سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې اوسمهال د ګڼو هغو طالب جنګیالیو زامن چې د تېرو دوو لسېزو جګړو په لړ کې وژل شوي دي، په دغو مدرسو کې پر دیني زده کړو بوخت دي. لاڅرګنده نه ده چې د دغو بنسټونو زده کوونکي او محصلان له څه ډول برخلیک سره مخ دي. پر دې سربېره، په ولایتونو کې د طالبانو ځايي مسوولان هڅه کوي چې ډېرې دیني مدرسې جوړې کړي.

طالبانو د سږکال په غبرګولي میاشت کې په بلخ کې د «میترا» د خصوصي ټلویزیون ودانۍ دیني مدرسې ته ځانګړې کړه. میترا ټلویزیون او د هغه ودانۍ د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور ملکیت دی. د دغه خصوصي ټلویزیون نشرات  د طالبانو لاسته د هېواد تر لوېدو وروسته ودرېدل.

پر دې سربېره، طالبانو د سږکال په چنګاښ میاشت کې په ارګ کې دننه د مخکیني ولسمشر د ساتنې د ځانګړو ځواکونو (پي پي اس) د روزنې ځای په دیني مدرسې بدل کړی دی. سرچینې وایي چې طالبانو پردغه روزنیز مرکز د« احسن العلوم» مدرسې نوم ايښی دی. دغه ځای د ډیرو کلونو  لپاره د ولسمشرانو د ساتنې د ځانګړو ځواکونو د روزنې، تمرین او سوق ادارې مرکز و.

دیني مدرسو ته د طالبانو پاملرنه یوازې پرمدرسو د ښوونیزو مرکزونو په بدلولو پورې نه محدودېږي. طالبانو د دیني مدرسو پر جوړېدو سربېره، دغو مدرسو ته خورا ډېرې پیسې تزریق کوي. په تخار ولایت کې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو په روانه لمریزه میاشت کې د کوکچې په شاوخوا ولسوالیو کې د غیر رسمي مدرسو د ملاتړ په موخه لس میلیونه افغانۍ وېشلي دي. سرچینې څرګندوي چې دغه پیسې د تخار د پوهنې ریاست له لوري پر دیني مدرسو او د دې ډلې د خوښې وړ دیني عالمانو وېشل شوي دي.

دغه راز نورې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د مدرسو عمومي رییس د سږکال په تلې میاشت کې نیمروز ولایت ته په خپل سفر کې د دغه ولایت دیني مدرسو ته د یو میلیون او ۳۰۰ زره افغانیو د ځانګړې کېدو خبر ورکړی دی.

دغه ډله دغه راز له هېواده بهر هم د دیني مدرسو د جوړولو لپاره مرستې جلبوي. د طالبانو د پوهنې وزارت د روان کال د لړم پر اوومه، له یوه ترکي بنسټ سره د داسې یوه هوکړه لیک د لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی چې له مخې یې، ټاکل شوې ده، د هېواد په پنځو ولایتونو کې دیني مدرسې جوې شي، خو د دې پروژې ټولټال لګښت ۲۵ زره امریکایي ډالره اټکل شوی دی.

طالبانو په داسې حال کې د دیني مدرسو جوړېدو او ملاتړ ته پاملرنه ډیره کړې ده چې ددې ډلې تر واکمنۍ لاندې د هېواد د پوهنې وضعیت مخ پر زوال دی. د نجونو د منځنۍ او لیسې دورې ښوونځي د تېرکال له زمري میاشتې راهیسې تړلې دي. دغه راز د هلکانو ښوونځيو ته هم چندان پاملرنه نه کیږي. په تېر یوه کال کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې زده کوونکو د مسلکي ښوونکو، کتابونو او ودانیو له کموالي شکایت کړی دی.

په همدې حال کې هېوادوال د پوهنې وضعیت ته د طالبانو د نه پاملرنې او پر دیني مدرسو د دې ډلې له بریده د زیات تمرکز په تړاو  اندېښنه څرګندوي او طالبان د پوهنې په هېرولو تورنوي. د نمیروز اوسېدونکی احمد سیر( مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې د دغه ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې زده کوونکي په ورځ کې تر پنځه کیلومټرو پلی مزل کوي څو ښوونځي ته ولاړ شي. هغه زیاتوي:« ښوونځي ډېر لېرې دي. هلکان هره ورځ پنځه کیلومټره پلی مزل کوي چې ښوونځي ته ورسېږي، کاشکې بیا ښوونځي او ښوونکي وای. تر اوسه زموږ سیمې ته د ښوونکو په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی. د نیمروز دغه اوسېدونکی زیاتوي.« له کله چې طالبان راغلي، هېڅوک د ښوونځي او ښوونکي په کیسه کې نه دي. ټول وایي موږ د ملايي درس وایو»

د نیمروز له چخانسور ولسوالۍ ۸صبح ورځپاڼې ته رسیدلې شمېرې ښيي، چې یوازې په دې ولسوالۍ کې ۱۷ دیني مدرسې شته. په دې لړ کې یوازې دوه مدرسې په پوهنې  وزارت کې ثبت دي او نورې یې ټولې نارسمي فعالیت لري. په چخانسور ولسوالۍ کې سرچینې دغه راز تاییدوي چې په دې ولسوالۍ کې د ښوونښځیو شمېر تر دیني مدرسو کم دی.

بل پلو، شنونکي دیني مدرسي د طالبانو د جنګیالیو د جلب او جذب مرکزونه ګڼي. سیاسي فعال احمد سعیدي له ۸ صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وایي:» یوازیني ملاتړي چې طالبان یې لري، ملایان، شیخان او مدرسي دي. همدا دلیل دی چې د طالبانو مشر ملایان، د رییس، وزیر او والي په توګه ټاکي، ځکه یوازې همدا قشر له طالبانو اطاعت کوي» هغه زیاتوي:» طالبان پوهېږي چې پوهنتون او ښوونځی د هغوی دفاع نه کوي، په همدې موخه د دیني مدرسو د ترویج او پراخولو په حال کې دي،ځکه چې د مدرسو زده کوونکي د طالبانو د خوښې وړتاوتریخوالی او مطلق آمریت مني»

دا هرڅه په داسې حال کې دي چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله واک ته له رسېدو وروسته، په ټولو ولایتونو کې د لویو جهادي مدرسو د جوړولو فرمان ورکړ. د هغه د دغه فرمان پربنسټ، دغو مدرسو ته به د وژل شویو طالب جنګیالیو زامنو جذبېږي.

تر دې وړاندې د طالبانو تر ادارې لاندې پوهنې وزارت چارواکو د (الجزیره نټ) له خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي دي، چې په ټول هېواد کې د دیني زده کړو شاوخوا شپږ زره مدرسې ثبت شوې او پر فعالیت بوختې دي. پردې سربېره، د ۱۵ زره او ۷۱۶ نارسمي مدرسو او دار‌الحفاظونو خبر هم ورکړل شوی دی.

هغه مدرسې چې د پوهنې وزارت تر نظر لاندې فعالیت لري، د حکومت له بودجې تمویلېږی، خو د نارسمي مدرسو او د دیني زده کړو د مرکزونو لګښتونه د کسانو او خیریه بنسټونو له لوري ورکول کیږي. د طالبانو په پوهنې وزارت کې د دینی مدرسو رییس عبدالرزاق صدیق الجزیره نټ ته ویلي دي:« اسلامي امارت پلان لري چې په هر ولایت کې یوه مرکزي دیني مدرسه جوړه کړي او پکې  له۵۰۰  تر زرو طالبانو ته شپه غالي جوړکړي او دغه راز په هرې ولسوالۍ کې به له ۵ تر ۱۰ وړې مدرسې جوړې شي»

ورته لیکنې

Back to top button