په مزارشريف کې حضرت علي ته منسوب زيارت چې هر کال د نوروز او نوي کال د مراسمو په ترڅ کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د زرګونو هېوادوالو کوربه و، سږ کال پکې نوروز له رسمي مراسمو او د جنډې له پورته کېدلو پرته تېر شو. پخوا به هر کال د نوروز په جشن کې زرگونو لیدونکو، بهرنیو سیاسي استازو او یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو گډون کاوه او جنډه به د ۲۱ توپونو له ویشتلو وروسته پورته کېدله؛ خو سږ کال دا مراسم ونه شول.
که څه هم سږ کال د خلکو شتون د نورو کلونو په پرتله پیکه و؛ خو د دغو خلکو ترمنځ داسې کسان هم شته، چې د نوروز نمانځنې لپاره له لرې ځایه مزارشریف ته راغلي دي. هغوی وايي، چې د مېلې او چکر لپاره د بلخ مزارشریف ښار ته راغلي؛ خو هر څه ګډوډ ښکارېږي. طاهرشاه وايي: «موږ هر کال له هراته د نوي کال نمانځنې لپاره مزارشریف ته راځو؛ خو سږ کال د خلکو حضور پیکه دی. د جنډه بالا مراسم نشته، ګومان کوم، نن د جمعې ورځ ده. موږ باید همداسې بېرته هرات ته ستانه شو.»
ورته مهال نصیراحمد وویل، موږ په دې هیله راغلي وو، چې د جنډې د پورته کولو مراسم ووینو؛ خو له بده مرغه هېڅ نه و.
ظریف له خپلو ملګرو سره له خوست څخه مزارشریف ته راغلی. هغه وايي: «له ملګرو سره له خوست څخه راغلي یو. هر څه سم دي؛ خو د خلکو حضور کمرنګه دی. مسوولانو مخنیوی وکړ. مسوولان دې د خلکو د خوښۍ هڅه وکړي.»
ورته مهال د بلخ اوسېدونکي بیا وايي، چې له بېلابېلو ولایتونو څخه مېلمانه د جنډې اوچتولو مراسمو ته راغلي؛ خو چارواکو د دغو مراسمو د ترسراوي اجازه ورنه کړه. د مزارشریف اوسېدونکي مهران وویل: «له کابل، کندهار، هرات او ځينو نورو ولایتونو څخه ډېر مېلمانه د جنډې پورته کېدلو مراسمو ته راغلي؛ خو له بده مرغه جنډه پورته نه شوه.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې چارواکي د دغو مراسمو د نه ترسراوي په تړاو څه نه وايي؛ خو یادونه یې کړې، چې د نوروز په ورځو کې به د ورزشي پروګرامونو لکه وزلوبې او پهلوانۍ په ګډون کلتوري پروګرامونه جوړوي.