د دایکندي له ګېزاب څخه د جبري کډې کولو پیل؛ تراوسه ۴۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې دي
راپور: الیاس طاهري، ژباړه: م. ظ. صمیم

د دایکندي ولایت د ګېزاب ولسوالۍ د ځینو کلیو د اوسېدونکو د جبري کډې کولو بهیر پيل شوی دی. د سیمې اوسېدونکو د مالوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې د تلې په لومړۍ نېټه کابو ۴۰۰ کورنۍ ددغې ولسوالۍ له کیندیر کلي کډې کولو ته اړ شوې او شاوخوا کلیو او یا یې د کندهار ولایت ځینو برخو ته پناه وړې ده.
د دایکندي ولایت د پاتوي ولسوالۍ یو مخور چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې په لوره شیو او تګاب دار سیمو کې کابو ۱۵ کلي تر دعوا لاندې دي او په لومړي مورد کې د کیندیر کلي اوسېدونکي کډې کولو ته اړ شوي دي. دغه سیمه ییز قومي مشر ویلي چې بې ځایه شویو د غنمو، جوارو، بادامو په شان د خپل یو کال د زحمتونو حاصلات له لاسه ورکړي دي. هغه ټینګار کړی چې بې ځایه شوي په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او دې ته په پام سره د یخنۍ موسم رارسېږي، خلک د استوګنې ځای او د خوړو لپاره څه نه لري.
له دې مخکې هم د نوآباد او بالاسر او تګاب دار کلیو اوسېدونکو ویلي و چې څه د پاسه څلوېښت کاله یې په دې سیمه کې ژوند کړی او تراوسه هېچا د دوی پر ځمکو او جایدادونو د ملکیت ادعا نه وه کړې. خو تازه په هېواد کې واک ته د طالبانو په رسېدو سره، ځینو پښتنو د یو شمېر سیمه ییزو طالبانو په ملاتړ ادعا کړې چې دا جایدادونه او ځمکې د دوی ملکیت دی.
دغه قومي مشر زیاتوي چې د پلان له مخې، ټاکل شوې وه د تلې په دوهمه نېټه هم د تګاب دار کلي یو شمېر اوسېدونکي کډې کولو ته اړ شي او په همدې توګه د نورو کلیو استوګن. په تګاب دار او نوآباد کلیو کې کابو ۳۰۰ کورنیو لس ورځې مخکې خبرداری ترلاسه کړی و چې تر نهو ورځو سیمې پرېږدي او بل ځای ته ولاړې شي. ټاکل شوې وه ډېر زر ددغو کلیو اوسېدونکي هم ګډې کولو ته اړ شي. ددغو ۳۰۰ کورنیو د دعوا لوری د جمهور خان په نوم شخص دی چې د سیمې د یوه اوسېدونکي په وینا، هغه د یوې پوځي قطعې قوماندان و په اوسني وخت کې د دایکندي په سیمه ییزه اداره کې د طالبانو له والي سره کار کوي. جمهور خان د دایکندي ولایت لپاره د طالبانو د مرستیال والي په توګه نومول شوی. د ګېزاب ولسي سرچینې وايي چې جمهور خان ځان د تیموري قوم معرفي کوي او ادعا لري چې تګاب دار او نوآباد کلي د هغه د ملکیت په حریم کې دي.
د دایکندي د ګېزاب ولسوالۍ د ځینو مخورو د مالوماتو له مخې، له تګاب دار کلي پرته چې د دعوا لوری یې د خلج سیمې یو سیمه ییز خان دی، په نورو کلیو کې کوچیانو او د چهارچینو او ګیزاب ولسوالیو اوسېدونکو د ملکیت ادعا کړې ده. دغه سرچینه زیاتوي چې د سيمې اوسېدونکي د طالبانو په مرسته په زور کډې کولو ته اړ ایستل کېږي. هغه ټینګار کړی چې ادعا کوونکي هېڅ قانوني اسناد نه لري او د زور له لارې غواړي د دوی کرنیزې ځمکې ترې واخلي.
د جمعې په ورځ د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق هم پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، هغه ته خبر رسېدلی چې د طالبانو ضربتي ځواکونه کندیر او دهن ناله سیمو ته رسېدلي او هزاره ګان له خپلو سیمو کډې کولو ته اړ باسي او ځمکې یې خپلو کسانو ته وېشي. ښاغلی محقق د دوی شمېر کابو ۸۰۰ کورنۍ بولي چې د دایکندي لپاره د طالبانو د والي امین الله زبیر د حکم له مخې، له خپلو سیمو کډې کولو ته اړ کېږي. طالبانو د ښاغلي محقق دا ادعا تبلیغات بللي او رد کړي یې دي. په ټولنیزو رسنیو کې هم یو لیک لاس په لاس شوی چې ښیي د طالبانو والي حکم کړی دا خلک کډه وکړي.
اخوا، د سیمې اوسېدونکي د طالبانو له مشرتابه غواړي دایکندي ته یو باصلاحیته او بې پرې پلاوی ولېږي، دا موضوع په دقیقه توګه وڅېړي او هغه کسان چې د طالبانو په نوم ناوړه استفاده کوي ترې پلټنې وشي.
له بلې خوا، د دایکندي ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان مولوي صدیق الله عابد ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چي د خلکو د جبري کډې کولو خبر واقعیت نه لري او دا تبلیغات دي. عابد زیاته کړه چې وروستي جنجالونه یوه حقوقي موضوع ده او هغه کسان چې د نوموړي په وینا دا اوازې خپروي ټول ژوند یې په فتنه او فساد کې تېر کړی دی.
د طالبانو دغه سیمه ییز او پوځي مقام همداراز ویلي هغه کسان چې د خلکو ځمکې یې غصب کړې وې اوس قضا پرېکړه کړې چې حق حقدار ته ورسېږي، دوی تبلیغات کوي. د نوموړي په وینا، ډېری وګړي ددې لپاره تبلیغات کوي چې د موسسو له خوا مرستې ورسره وشي. هغه همدارنګه ټینګار کړی چې کله د خلکو په حق کې ظلم کېږي، سیمه ییزې ادارې ته دې مراجعه وکړي چې ستونزې ته د حل لاره پیدا شي؛ خو تراوسه څوک ددې ستونزې په خاطر د دغه ولایت مرکز ته نه دي ورغلي.