په جبري توګه د کورونو تشول؛ طالبان د پنجشېر د اوسېدونکو په کورونو کې ځایپرځای کیږي

په پنجشېر کې د هوا له سړېدو سره هممهاله، طالبانو د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو ته امر کړی دی څو خپل کورونه خالي کړي او سیمه پرېږدي. د دې ډلې جنګیالیو د هغو کورونو د اجباري تشولو بهیر پیل کړی دی، چې د پنجشېر د عمومي سړک پرغاړه دي. د استوګنې د کورونو د تشولو بهیر له عنابې ولسوالۍ پیل شوی او اوس د دغه ولایت مرکز ته رسېدلی دی. د سرچینو په وینا، طالبان تر ډيره له هغو کورونو د خلکو د اېستلو په هڅه کې دي، چې پاخه او په اساسي ډول جوړ شوي دي. که څه هم طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په پنجشېر کې د استوګنې د کورونو تشول نه دي اعلان کړي، خو ځایي اوسېدونکي طالبان د خپلو کورونو په غصب تورنوي. د سرچینو په وینا، طالبانو د دغه ولایت اوسېدونکو ته ویلي دي چې د پنجشېر ټولو خلکو په جمهوري نظام کې دنده لرله او کورونه یې هم په حکومت پورې اړه لري.
د پنجشېر د مرکز بازارک اوسېدونکی عبدالله (مستعارنوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «طالبان له څو ورځو راهیسې چې هوا سړه شوې، له هغو کورونو د خلکو کډې باسي او خپل جنګیالي پکې ځایپرځای کوي چې د سړک پرغاړه جوړ شوي دي اوهغو کورنیو ته، چې کورونه یې پاخه او په اساسي توګه جوړ شوي دي، وروستۍ نېټه ټاکي چې ژرترژره ووځي.»
د پنجشېر اوسېدونکي څرګندوي چې طالب جنګیالیو په اجباري توګه د کورونو د تشولو بهیر له عنابې ولسوالۍ پېل کړې او تر اوسه د پنجشېر تر مرکز بازارک پورې رسیدلی دی. د دوی په وینا، په تېرو څو ورځو کې د پنجشېر په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو له لوري لسګونه کورونه تش شوي دي.
شمس الدین « مستعارنوم» د عنابې ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د طالبانو له لوري یې کډه په اجباري توګه اېستل شوې ده. هغه اوس له خپلو وړو ماشومانو سره په کابل ښار کې د خپل یوه خپلوان کره اوسي. هغه وایي چې د تګ لپاره ځای نه لري. د شمس الدین په وینا، طالبانو د پنجشېر اوسېدونکو ته ویلي دي، چې هغوی په جمهوري نظام کې دنده لرله او جایدادونه یې هم په حکومت پورې اړه لري. شمس الدین په دې هکله وایي: «طالبان د پنجشېر د اوسېدونکو جایدادونو ته د غنیمت په سترګه ګوري. کله چې ما او څو تنو نوروغوښتل مخه یې ونیسو، موږ ته یې وویل، چې د پنجشېر ټولو خلکو په جمهوري نظام کې دنده لرله او په دغه ولایت کې هېڅ شخصي کور نشته او باید ټول هغه کورونه چې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي، موږ [طالبان] نیسو.»
د جبري کډو دغه قرباني زیاتوي: «موږ ته یې وویل چې تاسو بغاوتګر یئ او د دولت پیسې موخوړلې دي. طالبانو ان اجازه رانهکړه چې د خپل کور توکي ولېږدوم. بیا مې ورته وویل، که ان ووژل هم شم، خپل توکي لېږدوم، وروسته مې یې مخه ونه نیوله.»
پر دې سربېره طالبانو یو شمېرهغه کورنۍ چې د مخکیني حکومت د چارواکو کورونو ته بې ځایه شوې وې هم،اېستلي دي. دغه کورنۍ په خپلو کورونو کې د طالبانو د پوځي قرارګاوو د ځای پر ځای کېدو له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوې وې. د رپوټونو له مخې، په ترټولو تازه مورد کې طالبانو دوه کورنۍ چې د دغه ولایت په مرکز کې د مخکیني حکومت د چارواکو په کورونو کې مېشتې وې، له کورونو اېستلې او د مخکني حکومت د چارواکو کورونه یې ولکه کړي دي.
سرچینې وایي،چې دغه دوه کورنۍ د پنجشېر د پریان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې دي، چې د پنجشېر د مرکز په فروبل کلي کې د کابل د پخواني امنیه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر او د ملي امنیت د ریاست د یوه پخواني مسوول محب الله په کور کې ځای پرځای شوې وې. د سرچینو په وینا، طالبانو د دوشنبې پر ماښام د لړم په ۹ مه، د دې کورنۍ غړي وډبول او له کورونو واېستل.
د پېښې یوه شاهد چې په دغه رپوټ کې یې د نوم له اخيستو ډډه کیږي. له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبر کې وویل چې: «طالبانو په وحشیانه ډول پر کورونو یرغل راوړ او د کورنیو غړي یې ووهل او وټکول. دغه کورنۍ د شپې ترناوخته په سړه هوا کې بې سرپناه وه او چې ویې لیدل، بله چاره نشته، عنابې ولسوالۍ ته ولاړه. دغې کورنۍ ته یې د کور د وسایلو د لېږدولو اجازه هم ورنه کړه.»
د یادونې وړ ده چې طالبانو پرهېواد له واکمنېدو راهیسې، د مقاومت جبهې د وسلهوال مقاومت او په پنجشېر کې د دې ډلې پر مورچو د دغې جبهې د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره دغه ولایت ته زرګونه وسلهوال ځواکونه لېږلې دي.
طالبانو په تېر څه باندې یو کال کې د څو چاڼیزو پوځي عملیاتو په ترسره کولو سره د مقاومت جبهې ځپلو ته دوام ورکړی دی. خو د پنچشیر ملکي اوسېدونکي په تېر څه باندې یو کال کې تل د طالبانو د کسانو له لوري له ځورول کېدو، ربړولو او اجباري کډوالولو شکایت کړی دی.
د راپورونو له مخې، طالبانو په پنجشېر کې د خپلو جنګیالو د پراخ حضور له امله، لسګونه ښوونځي، د استوګنې کورونه او ان روغتیايي مرکزونه په خپلو پوځي مرکزونو بدل کړي دي. د دې ډلې جنګیالیو په دې موده کې د پنجشېر لسګونه اوسېدونکي له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور په جبري توګه د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.