په ۱۰ ولایتونو کې د سخت وروښتونو اټکل

۸صبح، کابل: د هواپېژندنې ریاست وایي، چې د هېواد په لسو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او واورې ورېدو احتمال شته دی.

د هواپېژندنې ریاست شنبه د لیندۍ پر نولسمه ویلي، چې سبا په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، غور او بادغیس ولایتونو کې د ورښتونو او واورې ورېدو احتمال موجود دی.

په بېلابېلو برخو کې د ورښت کچه د ۵ تر ۲۰ ملي‌مترو او د واورې کچه د ۵ تر ۲۰ سانتي‌مترو اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ژمي موسم له رانږدې کېدو سره خلک له بېوزلۍ او د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د امکاناتو له نشتوالي سر ټکوي.

ورته لیکنې

Back to top button