د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلاونو وړاندوینه

۸صبح، کابل: د طالبانو تر ادارې لاندې د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د تالاندې سره مل د سخت باران او سېلاونو د راوتلو خبر ورکوي.
د طالبانو تر مدیریت لاندې د هوا پېژندنې ریاست نن دوشنبه (د غبرګولي په ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا وړاندوینه نن او سبا په کابل، بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کنړ، لغمان، لوګر، میدان وردګ، پروان، پنجشیر ولایتونو او سالنګونو کې شوی ده.
دغه رياست زياته کړی، چې په بېلابېلو ځايونو کې د اورښت اندازه له ۱۰ څخه تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو ورځو کې بارانونو او سيلاونو په هېواد کې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.